تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د یوې غریبي ښځي عجیب واقعه
 
  May 11, 2015
  0

رالېږونکی: عثمان غني

داود علیه السلام ته یوه ښځه راغلل ده ته یې وویل: ای د الله تعالی نبي ایا ستا رب جل جلاله عادل نه دی؟


 ده ورته وفرمایل: افسوس دی تا ته هغه بالکل عدل کوونکی ذات دی ظلم نه کوي .
وروسته يې ښځي ته وویل ستا څه مقصد دی؟

 دې وویل: زه یوه کونډه یم او درې لوڼي لرم زه هغوی د خپل لاس په اوبدلو تارو ساتنه کوم کله چي ماښام سو نو خپل اوبدل سوي تارونه مي پر یوه سره ټوکر را وپېچل او ومي غوښتل چي بازار ته یې یوسم او خرڅ یې کړم او خپلو کوچنیانو ته توښه په راوړم ، ناڅا په د یوې مرغۍ سره مخ سوم حمله یې راباندي وکړل او ټوکر یې را څخه یوړ ، نو غمجنه پاته سوم هیڅ شئ راته پاته نه سوه چي خپلو بچیانو ته یې وروړم .

ښځه د حضرت داود علیه السلام سره وه پدې وخت کي دروازه وټکېدل اجازه یې وغوښتل او ده اجازه ورکړل چي ګوري لس تجاران راغلل او د هر یوه سره سل سل دیناره دي دوی وویل: ای د الله تعالی نبي دا پیسې د الله جل جلاله مستحق ته ورکړه.

داود علیه السلام ورته وویل: ددې مال د راوړلو څه سبب وو؟ دوی وویل چي ای د الله نبي (علیه السلام) موږ په کښتۍ کي سپاره وو ناڅاپه باد را والوتۍ او موږ یې غرق کېدو ته نژدې کړو په دې وخت کي د یوې مرغۍ سره مخ سولو او پر موږ یې یو سور ټوکر راواچوئ پدې کي اوبدل سوي تارونه وه نو موږ په هغه تارو سره چي کښتۍ کم عیب درلودی د هغه علاج مو په وکړئ باد ودرېدی نو موږ د الله جل جلاله لپاره دا نذر وکړی چي په موږ کي به هر یو سل دیناره خیراته وي نو دغه ستا په وړاندي هغه مال دی پر هغه چا يې خیرات کړه چي ته یې خوښ لري.

نو حضرت داود علیه السلام ښځي ته مخ را واړوئ او ورته وویل: الله جل جلاله ستا لپاره په وچه او لنده کي تجارت روانوي او ته د الله تعالی پر عدل شک لرې؟!! (یعني تا هغه تار په بازار کي په لږ نرخ خرڅوی خو الله عزوجل په بحر کي په زر دیناره در خرڅ کړل).

نو زر دیناره یې ورکړل او ورته وویل چي پر کوچنیانو یې نفقه کړه .
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته