تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښځه په بې دینه ټولنه کي!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 9, 2022
  0

 

ليکنه: علي "طنطاوي" 

ژباړه: مولوي احمد الله "ابوالبدر"
 
په لندن کي د سړک پر غاړه د خپل ملګري سره ولاړ وم، زموږ په څنګ کي يوې بوډۍ مېرمني هم د اوښتلو انتظار کاوه. موږ د سړک بلي غاړي ته تېر سوو خوبوډۍ ته د تېرېدو موقع نه پيدا کېده، چي يو قدم به مخ ته سوه بيرته به شا ته سوه؛ ځکه موټرونو د تېرېدلو نوبت نه ورکاوه، بوډۍ په کږه ملا پر خپل ځای پاته وه.
 
زما ملګري ماته وويل: دغه بوډۍ د ځوانۍ په بهار کي په لندن کي د ښايست ملکه وه، خلګو به په کوڅو او بازارونو کي منډي پسي وهلې، تر څو د ياد داشت په کتابچه کي ور څخه لاسليک واخلي؛ ځکه خلګو په دغه لاسليک ځان ښاغلي بلل خو کله، چي يې د ځوانۍ بهار تېر سو،اوس څوک د تېريدو نوبت نه ورکوي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته