تازه سرليکونه
د (مشهور قاريان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اووه قاریان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 5, 2021
  0

اووه قاریان


تعلیم الاسلام ویب پاڼه


علامه ابن مجاهد رحمته الله علیه د کوشش او زیار په نتيجه کي اووه قاریان کوم چی زیات مشهورسول هغه دادی:


 ۱ : عبدالله ابن کثيرالداری رحمته الله علیه متوفی سنة ۱۲۰ ده په اصحابو کښی د حضرت انس بن مالک (رضي الله عنه) او عبدالله ابن زبیر(رضي الله عنه) او ابو ایوب انصاری (رضي الله عنه)زیارت کړی وو او دده قرات په مکه مکرمه کښی زیات مشهوردی :


۲ :  نافع بن عبد الرحمن بن ابی نعیم متوفی سنة(۱۶۹) ده داو یا تابعينو څخه استفاده کړې وه کوم کسان چی دابو هريرة (رضي الله عنه)او ابی ابن کعب (رضي الله عنه) اودعبدالله ابن عباس(رضي الله عنه) وه شاګردان وه دده قرات په مدینه منوره کښي زیات مشهورسو:


۳ :  عبدالله الحصبی رحمته الله علیه کوم چی دابن عامر په نامه سره معروف دی متوفی سنة( ۱۱۸) ده په اصحابو کښی د حضرت نعمان بن بشیر(رضي الله عنه)او واثله بن اسقع زیارت کړی وو دده د قرآت زیات رواج په شام کښی وسو :


۴  : ابوعمرو زبان بن العلاء متوفی سنة ۱۵۴ ده د حضرت مجاهد او سعید بن جبیر په واسطه سره د حضرت ابن عباس (رضي الله عنه) او ابی ابن کعب (رضي الله عنه) څخه روایت کړی دی او دده قرات په بصره کښی ډیر مشهور سو :


 ۵:   حبیب بن خبیب الزیات مولی عکرمه بن ربيع التیمی متوفی سنة۱۸۸ دی دحضرت سلیمان اعمش شاګرد وو او ده د حضرت عثمان(رضي الله عنه) او حضرت علي (رضي الله عنه) عبد الله بن مسعود(رضي الله عنه)  څخه یی استفاده کړی وه :


۶  : عاصم بن ابی النجود الاسدی متوفی سنة ۱۲۷ دی دزربن حبیش په واسطه سره ده حضرت عبدالله ابن مسعود(رضي الله عنه) اود ابو عبد الرحمن سلمی (رضي الله عنه)په واسطه سره د حضرت علی(رضي الله عنه) شاګرد دی:


 ۷:  ابوالحسن علی بن بایی النحوی متوفی سنة۱۸۹ددی وروسته ذکرسوودرو سرو حضراتو قراتونه زیات تره په کوفه کی رواج سول : (معارف القرآن ج ۱ص ۲۲)


ماخذ: تفسیر دیوبندی 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته