تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوي احادیثو مطالعه کونکو ته!
 
  April 6, 2013
  0
لکه څرنګه چي مي خپلو قدرمنو ناظرینو ته د معارف الحدیث د لومړني دواړو جلدونو په دیباچه کي عرض یا وصیت کړی واوس هم هغه عرض یا وصیت دی چي د نبوي حدیثونو مطالعه صرف د خپلو معلوماتو د زیاتولو د پاره یا د علمي سیر په ډول هیڅکله ونه کړل سي بلکه د آنحضرت صلی الله علیه وسلم سره  د خپل ایماني تعلق د تازه کولو د پاره او د رشد او هدایت د حاصلولو او د عمل کولو په نیت وکړل سي. همدا ډول د درس یا مطالعې کولو په وخت کي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم عظمت او محبت په زړه کي بیداره کړل سي او همدغه شان په ډېر ادب او توجه سره د هغه لوستل او اورېدل وسي چي ګواکي د نبي کریم  صلی الله علیه وسلم په مجلس کي موږ حاضر یو او دوی فرمايي او موږ يې اورو! 

که داسي وکړل سول نو قلب او روح ته د هغه انوارو او برکاتو او ایماني کیفیاتو څه نا څه هغه حصه او برخه انشاءالله خامخا نصیب کیږي کوم چي په عهد نبوي کي هغو خوش نصیبو ته حاصلېدل چا ته چي الله تعالی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه براه راست د روحاني او ایماني استفادې دولت عطاء فرمایلی و.

آخره کلمه د الله صلی الله علیه وسلم حمد او ددغه خدمت د اتمام د پاره د حسن توفیق استدعا او د غلطیو او ګناهونو د معافۍ التجاء ده. د الله تعالی د رحمت او د هغه د بنده ګانو د دعاء محتاج او طلبګار عاجز ګناه کار بنده:
محمد منظور نعماني عفا الله عنه(۱)

 
ـــــــــــــــــــــــــ
(۱): حضرت مولانا محمد منظور نعماني رحمه الله د نړۍ د مشهوري مدرسې دارالعلوم دیوبند مشهور فاضل دی چي د ډېرو ښو علمي کتابونو مؤلف دی چي یو د هغو څخه يې هم معارف الحدیث کتاب دی کوم چي د نبوي احادیثو څخه يې بې شمېره مبارک احادیث منتخب کړي دي، چي دا رساله هم ددې مبارک کتاب څخه اخذ سوې ده. 

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته