تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کم فکره خلګ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 2, 2021
  0

کم فکره خلګ


لیکنه :مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مسلمانانو ارتباط د يو بل سره بايد تل د يوې کورنۍ د غړو په څېر وي د يو بل سره د مشکلاتو په حل او غمخوارۍ کي بايد هر مسلمان بل مسلمان ته د ځان په سترګه وګوري، کوم شيان چي يې پر ځان پيرزو وي پر بل مسلمان يې هم پيرزو وي او کوم شيان چي يې پر ځان باندي ييرزو نه وي پر مسلمان يې هم بايد پيرزو نه وي. 

 

د هر مسلمان بايد دومره لوی زړه وي چي د نړۍ په هره برخه کي د هر مسلمان په غم باندي ودرديږي او د توان سره سم د هر مسلمان سره مرسته وکړي په همدې اساس موږ د فلسطين، سوريې او نورو ځايونو پر مسلمانانو خوابدی کیږو او ځانونه په هر ډول مصيبت کي ورسره شريکان بولو ځکه د مسلمان زړه باید دومره د عطوفت او مهربانۍ څخه ډک وي چي هم مهاله په لسهاوو او سلهاوو غمونه پکښې ځای سي. 

 

ځيني خلګ چي فکر يې ډېر تنګ وي يا هم په قومي او سمتي تعصب باندي مبتلاء وي پر علماو باندي نيوکه کوي چي په خپل وطن کي مو غمونه دي دوی د فلسطين لپاره چيغي وهي؛ دغه خلګ خواران د دوستۍ او دښمنۍ معيار نه پيژني او په اسلام کي د ولاء او براء مهم اصل څخه ناخبره دي کنه نو هيڅ وخت يې داسي خبره نه کول. 

 

زموږ د مسلمانۍ تقاضا دا ده چي د نړۍ په هر کونج کي د هر مسلمان په غم باندي ځانونه غمجن وبولو البته د مرستي او ژغورني په لحاظ ځيني لومړيتوبونه سته خو هدف ورڅخه دا ندی چي زموږ سره به يواځي د خپل وطن او هيواد غم وي د نورو مسلمانانو غم به راسره نه وي؛ خو الحمدلله چي علماو دغه لومړيتوبونه هم په نظر کي نيولي دي او تر بل هرچا يې د خپل هيواد د ستونزو د حل لپاره تر خپل توانه عملا هڅي کړيدي او لا يې هم کوي. 

 

که زموږ هيواد دی، که فلسطين دی، که سوريه ده، که يمن دی، که سوماليا ده او که نور اسلامي هيوادونه دي زموږ سره د ټولو غم دی د هر يوه دوست زموږ دوست دی او د هر يوه دښمن زموږ دښمن دی؛ اسرائيل چي د فلسطين خاوره يې اشغال کړې او د هغه ځای پر مسلمانانو باندي ظلمونه کوي موږ ته داسي معلوميږي لکه امريکا چي افغانستان اشغال کړی او پر افغانانو باندي ظلمونه کوي نو لکه امريکا چي زموږ دښمن دی اسرائيل هم زموږ دښمن دی، لکه د امريکا تباهي او بربادي چي غواړو د اسرائيلو تباهي او بربادي هم غواړو ځکه د ټولو مسلمانانو دښمن مشترک دی چي کفار دي بالخصوص امريکا، انګليس او اسرائيل چي په نړۍ کي د شيطنت او تباهۍ لوی محورونه او سببونه دي. 


ماخذ: اسلامي مقالې


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته