تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي دسُراقه بن مالک واقعه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 17, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۷۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دسُراقه بن مالک واقعه 

کوم وخت چي د هوازن قبيلې ماته او شکست وخوړى ټول نفر يې پردې نه سوه کاميابه چي وتښتي، هـو ډير نفر يې طائف ته ولاړل ځيني يې سره وپاشل سوه او ځيني يې بنديان ونيول سوه چي د بنديانو په جمله کي يو هم سراقه بن مالک الجُشعُمي ؤ چي د اهل طائف څخه ؤ، دا هغه سراقه بن مالک دي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هجرت په ورځ په رسول الله صلی الله علیه وسلم  پسې ؤ او غوښتل يې چي د قريشو د انعام اخستلو دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم  ونيسي، دغه سراقه هم بندي ونيول سو، ده ويل: ما پرېږدى زما سره ستاسي د نبي د طرفه د أمان ليک را سره دي چي په هغه  ليک کي يې ماته امان راکړي دي، 


سبحان الله! دغه الْهي کارو ته وګورى: د نن ورځي څخه يي اته کاله د مخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه د خپل ځان دپاره د امان ليک اخستي ؤ او نن د هغه ليک ثمره او مېوه خوري، صحابۀ کرامو ويل: هغه د امان ليک دي کومه دي او چيري دي؟ سراقه و ويل: زما سره دي او اوس به يي در ښکاره کم، سراقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه ليک را وايستي چي د اوښ د اوږې پر هډوکي ليکل سوى ؤ دغه ليک ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ليکلي ؤ او په هغه ليک کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هجرت په ورځ و سراقه بن مالک ته امان ورکړى ؤ. 


اصحاب کرامو سراقه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته را وستى او ويل:


 يا رسولَ الله! دغه نفر وايي چي ستا د طرفه د امان ليک لرم، آيا رشتيا دغه ليک ستا د طرفه دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هـو! «يومُ بِرٍّ و وفاء يوم ُبِرٍّ و وفاء» نن د نېکۍ او وفاء ورځ ده نن د وفاء ورځ ده ايله يي کړي، سراقه د هغه ليک په واسطه چي د هجرت په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ور ليکلى ؤ خلاص او ايله سو، پسله اته کاله يي پر هغه خپله وعده وفاء ور سره وکړه.
لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل: د غنيمتو دپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امر په جُعرانه کي ډير لوي ځاي جوړ کړل سو او ډيره لويه پيره پر و درول سوه ځکه اته زره يواځي ښځي دي، پسونه، اوښان، سپین زر تر حساب  تېر، نو يي د لښکر ډير نفر پر دغه غنيمتو پيره داران مقرره کړه او د پيره دارانو مشر يا قومندان يي مسعود بن عمرو الغِفاري مقرره کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه غنيمتونه تر هغو نه و وېشل ترڅو چي د طائف د محاصرې څخه فارغه سو او وې فرمايل:

 

دغه غنيمتونه دي تر هغو دلته وي چي بيا زه تصرف پکښي کوم، كوم وخت چي مسلمانانو د جنګ د میدان څخه غنيمتونه ټول کړه د مسلمانانو نوري قواوي او لښکر د کفارو د تعقيب د طرفه بيرته راتله او سره يو ځاى کيدل، ځکه غنيمتونه ټول سوه او جنګ خلاص سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم ټول لښکر سره يو ځاى او منظم کړی، خالد بن وليد او زبير بن العوام رضي الله عنهما  هم د کفارو د تعقيب څخه فارغه سوه او راغله بيا نو د طائف محاصره شروع سوه.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته