تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کفارو سره مشابهت ۲ برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 23, 2021
  0

د کفارو سره  مشابهت ۲برخه 


لیکنه :عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دوهمه برخه 


دا چې موږ په لومړي برخه کې یو څه سر سریزي خبري لیکلي وي اوس غواړم دمشابهت حقیقت په دې برخه کې درته ولیکم  او امید لرم چې مسلمانان دا په غور سره ولولي  او په دې مسئله باندي ځان پوه کړي او زموږ هم د دې لیکني څخه یواځي د مسلمانانو اصلاح مراد ده .


( ان ارید الا الاصلاح  ما استطعت  وما توفیقي  الا باالله  علیه توکلت  والیه انیب ) 


د مشابهت حقیقت 


دا چې الله جل جلاله  له ځمکي تر اسمانه  ټول مخلوق  که حیوانان دي  او که بوټي  او وني  او که  غرونه  او ریګونه  دي.


 ټول  له یوي  مادي  څخه پیدا کړي  دي  او ټولو  ته د وجود  له یوه سترخانه  برخه  رسیدلي  ده مګر  سره له دې  د هر  یوه بیل  صورت  او بیل شکل  يي ورکړي  دي  د دې لپاره  چې  دوي یو له بله سره وپیژندلي  شي  ځکه  د بیلوالي  او جلاوالي  ذریعه  یواځي  همدا ظاهري بڼه  او شکل  او ظاهري  رنګ دي .


 په انسان  او حیوان  کې  په زمري  او خره  په وښو او ګلانو کې  په اشپزخانه  او بیت الخلاء  کي په بندیخانه او درملتون کې چې کوم  بیل والي  دي .


هغه یواځي  په ښکاره  شکل او بڼه  او هیئت  پر بنیاد دي  که د یوي  نوع یو  فرد خپلي  ځانګړتیا  او بیلوالي  پریږدي  او د بلي  نوع  ځانګړتیاوي غوره کړي  نو هغي  ته د لومړي  نوعي  فرد نه ویل  کیږي .


 بلکي:  هغه د دریمي  نوعي فرد  بلل کیږی  که یو سړي  د نارینه  خوي  او ځانګړتیاوي پریږدي  او د ښځو  خوي  غوره  کي  د ښځو  په ډول  جامه  واغوندي  او د دوي  په څیر  خبري کوي  حتي  چې هر څه ناسته  ولاړه  د ښځو  په ډول  کوي  نو هغه  سړي  ته نارینه  نه ویل کیږي  بلکي  نرښځي  ورته ویل کیږي  او سره  له دې  چې  د ده نارینه  والي  خو په حقیقت  کي نه دي  بدل شوي  بلکي  د جامي  او شکل او هیئت  بدلون  راغلي  دي  نو له دې  معلومه  شوه  چې که په دې مادي عالم کې د هري نوعي  خپله  ځانګړتیا او بیلوالي  ساتنه  ونه شي او د ګډون  او مشابهت  دروازه  پرانیستل شي نو بیا د هغه  نوع شتون  بیخي  له منځي .

 

د قومونو  او امتونو  اختلاف.

 

د تیر  په څیر د قومونو  او امتونو اختلاف دي.

 

لکه څنګه  چې د مادي  کائناتو  اختلاف  دي : دغه  رنګه  د دنیا د قومونو  د خپل  معنوي  ځانګړتیاوو  او پټ  بیلوالي  په ذریعه سره  یو له بله بیل او جلا  دي  مسلمان  قوم  ، د هندو قوم ، عیسائي قوم ، یهودي قوم ،  مجوسي قوم  سره  له دې چې دوي ټول د یوه  پلار اولاد  دي خو بیلا بیل  قومونه جوړ شوي  دي : 


د مذهب  او دین له اختلافه  پرته بل  د اختلاف وجه داده  چې د هر قوم  ټولنه  او د دوي خوي  او د دوي  ژوند جامه  او د خوراک  او څښاک  طریقه  بیله او جلا وي سره له دې چې  دوي  یو الله  جل جلاله  مني خو د هر یوه  د عبادت  صورت  او طریقه  بیله او جلا  وي  د عبادت ځانګړتیاوو  د ځانګړیو  شکلو  او صورتونو  په وجه  یو مسلمان او موحد  او بل مشرک او بت پرست  وي، دوي  دواړه  سره بیل او جلا دي  یو عیسائي  له یهودي  بیل دي.


 لنډه دا چې په قومونو کي د بیلوالي  ذریعه پرته  د هغه  قومي  ځانګړتیاوو نور څه نه دي ترڅو پوري  چې دوي خپلي ځانګړي بڼه  او هیئت ساتنه  ونه شي،  نو د قومونو بیلوالي  به رانه شي،  او تر څو  چې د هر قوم  دیني  او ټولنیزي ځانګړتیاوي او شکلونه  پریږدي  او د بل  پردي قوم ځانګړتیا غوره کړي  نو  دا قوم  به هرومرو سره  ګډوډ او ورکیږي  نو پوه شه  چې اوس به دا قوم نور نه پاته کیږي له دې وروسته  به په  دنیا کي  د ده نوم  او نښان  هم ورکیږي . 


د مشابهت په اړه نور معلومات په راتلونکي برخه کې ادامه لري .........


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته