تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عمر فاروق رضي الله عنه رښتينی لاروی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 24, 2022
  0

د عمر فاروق رضي الله عنه رښتينی لاروی؛ ثالث عمر رحمه الله


ليکنه: عبدالرحیم راشد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د نړۍ د مسلمانانو د شلمې پېړۍ د پای او د یوویشتمې پېړۍ د پیل کلونو رهبر د عمر فاروق رښتینی لاروی ثالث عمر امیر المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله سپېڅلي محمدي شريعت ته د يوه ټينګ متعهد امير په حيث داسې يو شخصيت وو، چې د ګڼو امتيازي خاصيتونو، نادرو کارنامو او اسلامي غيرت له کبله یې د اسلامي تاريخ په زرينو پاڼو کې داسې ځای ځانته جوړ کړ، چې د هغه ټول ژوند به تر قيامته پورې د اسلامي نړۍ د راتلونکو نسلونو مشرانو او اميرانو، مجاهدينو او ټولو هغو خلکو ته چې د اسلامي امت د ويښتابه لپاره هڅې کوي، یو بل مشال او عملي نمونه وي. ان شاءالله عاليقدر امير المؤمنين عمر ثالث رحمه الله هغه وخت د اسلامي اخوت او سوکالۍ راوستلو لپاره مټې بډ وهلې، چې زموږ هر څه لوټ شوې وه، په مادي او معنوي لحاظ مو ټولنه ځپل شوې وه، د افغانانو برخليک د پاټک سالارۍ، ملوک الطوائفۍ او د وحشي لنډغرو په لاس کې وو، د روغتون او ښوونځۍ د نشتون غم له خلکو سره نه وو، د مال او جايداد ساتنه يې هم په فکر کې نه ورګرځېدل، خلکو د افغان باعفته ناموس پر عزت ددغو وحشي ټوپکيانو له حملو ځور ګاله!


په دغو تورو تيارو کې لوی رب جل جلاله زموږ لپاره د هيلو لمر را وخېژاوه، چې زموږ لپاره د اميد زېری شو، زموږ لپاره د نجات پرښته شوه، زموږ د درد درمان شو او زموږ د زخمي او پرهر - پرهر وجود لپاره کافي او شافي پټۍ شوه!


د الله تعالی دا ستر احسان امیرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله وو!


د الله تعالی ددې نازولي دوست، زړور قائد، پرهېزګاره مشر، عادل امیر، د سنګر د مجاهد او باعمله عالم د ژوند هر اړخ د پوره ځانګړتیاوو او امتيازاتو څخه ډک دی چې واقعًا په حاضر عصر کې بې بېلګې څېره وه.


عمر ثالث رحمه الله ته د افغانستان د مظلومو مسلمانانو اميد وو چې هېواد کې به اسلامي نظام راولي او د امن کور به یې ګرځوي او هغسې هم وشوه، امير المؤمنين رحمه الله خپله مبارزه پیل کړه چې په پایله کې یې د وحشيانو ظلم، چور او چپاول ختم او ګران هېواد کې یې د امن او امان سپین بيرغ ورپاوه، هېواد کې یې عمري عدالت پلی کړ او خلک يې له هوسا ژوند څخه برخمن کړل، که څه هم د امیر المؤمنين رحمه الله ټاټوبی افغانستان وو، مګر د ټولې اسلامي نړۍ هيلې ورسره تړلې وې ، د نړۍ له ګوټ - ګوټ څخه د مسلمانانو له خوا د بريا او سرلوړۍ دعاګاني ورته کېدلې، که څه هم کفري نړۍ په افغانستان نافذ اسلامي نظامي نظام ډېر و نشو زغملای او د يوه ناروا ظالمانه يرغل په کولو يې اسلامي نظام ظاهرا له منځه يووړ؛ مګر د عمر ثالث رحمه الله په قيادت کې مسلمان اولس په پوره مېړانه د کفرۍ نړۍ د يرغل او اشغال په وړاندئ ودرېد او دادی اوس له شلو کلونو سپېڅلي جهادي مبارزې وروسته د ثالث عمر رحمه الله عمري نظام او اسلامي ارمان بيا پر پوره او قائم شو.


حقيقت دا دی، که د الله تعالی فضل او احسان او بيا د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله پاڅون نه وای؛ نو نن به نه واحد افغانستان وای، نه به دلته دغه ډول مجاهدين وای، نه به مو ولس د آزادۍ دغه ډول روحيه درلوده او نه به مو په نړۍ کې د جهاد سرلوړی بيرغ رپېده، بلکې د کمونستانو هغې دعوی به د اکثرو مجاهدينو په هکله صدق کړی وای، چې د څو غدارو تنظيمي رهبرانو په حق کې يې کړې وه چې مجاهدين يوه امريکايي پروژه ده چې د (ثور انقلاب!) په خلاف يې په کار اچولې ده.


که د عمر فاروق رښتیني لاروی عمر ثالث رحمه الله د امريکا او د هغې د ملګرو په خلاف د جهاد بيرغ نه وای پورته کړی، لکه د کمونيزم په خلاف چي یې پورته کړ؛ نو خامخا به مو د کمونستانو پیغور پر غاړه وړی وای!


د ګڼو ښېګڼو په منځ کې د ثالث عمر رحمه الله د توکل محض راسخه عقيده او پر الله تعالی ټينګ اعتماد درلودل هغه امتيازي خاصيت وو چې الله تعالی دی پرې نازولی وو، هغه اشخاص چې د اميرالمؤمنين رحمه الله سره نژدې پاته شوي؛ دی داسې را پېژني چې موږ هغسې شخصيت یواځې د اسلام د لومړیو دورو په علماوو، وليانو او مجاهدينو کې موندلای شو!


که امير المؤمنين رحمه الله وفات شوی، خو حرکت يې ژوندی، غښتلی او پيروان یې منظم پر مخ روان دي؛ که څوک يې نه مني نو د اسلامي امارت دا ورځنې پرمختګونو او برياوو ته دې سوچ وکړي، واضحه خبره ده چې پيروان يې ټينګ عزم او وفا لري؛ تاسو وګورئ د اسلامي امارت مېړانې او ټينګ عزم ته چې د امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله، شمس الشهداء امير المؤمنين شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله او د عاليقدر امير المؤمنين شيخ الحدیث هبة الله آخندزاده صاحب حفظه الله ورعاه په مشرۍ د نړۍ له خورا جابرو او ظالمو قدرتونو سره حيرانوونکې مقابله کړې او کوي او د دوو لسيزو په تېرېدو سره يې دغه جابرانو ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې او هيلې يې له خاورو سره خاورې کړې.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته