تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ابوبکر الصّدِّیق(رض) څوک ؤ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 26, 2020
  0

ابوبکر الصّدِّیق(رض)  څوک ؤ؟

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دا ډېره سخته او مشکله ده چي ما غوندي یو ناقصه انسان دي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په باره کي خبري وکړي او هغه دي معرفي کړي، ځکه زما سره داسي الفاظ یا جملې او کلمې نسته چي په هغو سره دي زه د دغه عظیم شخصیت حق آداء کړم، خو بیا هم بشر یم او د دغه بشري عجزه او نقصه سره سره مي په دغه کار شروع وکړه او د الله(ج)  څخه توفیق غواړم چي دغه لیکنه په داسي ډول سره پای ته ورسوم چي د الله(ج)  د رضاء سبب او زما د آخرت توښه او د عامو مسلمانانو د فایدې وړ وګرځي. 


دغه عظیم شخص چي نوم يې عبدالله او اسم کنیه یې ابوبکر او لقب یې عتیق دی او د ابو قحافه(رض)   زوى دى، د ابو قحافه نوم عثمان دى، نو ابوبکر يعني:  عبدالله بن عثمان بن عامر بن عَمرو القریشي التیمي چي په نسب کي د رسول الله(ص)  سره په مُرّه بن کعب کي یو ځای کیږي او دغه مُرّه د رسول الله(ص)  شپږم نیکه دی. 


د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  مور أم الخیر ده چي نوم یې سلمْی بنت صخر ؤ او د هغو اولو کسانو څخه ده چي په دارالأرقم کي په اسلام مشرفه سوې ده، مګر د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  پلار ابو قحافه(رض)  ډیر وروسته او د مکې مکرمې د فتحي په وخت کي په اسلام مشرفه سو چي ډېر سپین ږیری او په سترګو هم ړوند سوی ؤ، د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  پلار د خپل زوی ابوبکر الصّدِّیق(رض)  تر وفات شپږ میاشتي وروسته وفات سو چي د وفات په وخت کي یې عُمر 97 کاله ؤ. 


د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  قبیله چي د قریشو د ښاخو څخه یو ښاخ دی او بنو تیم ورته ویل کېده د قریشو د دیت مسئوله وه، یعني که به په قریشو کي یو څوک د دیت د آداء کولو څخه عاجزه سو دوی به دغه دیت راټولاوه او آداء کاوه، چي دغه وظیفه هم داسي وظیفه وه لکه سقایه، رفاده او حجابه یا نوري وظیفې چي د قریشو په منځ کي سره وېشل سوي وې او په خپله ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دمخه تر اسلام د مکې مکرمې د لسو مهمو مشرانو څخه یو مهم مشر او سردار ؤ.


د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  لقب عتیق دی ( عتیق یعني آزاد سوی او معاف سوی) ویل کیږي چي دغه لقب د رسول الله(ص)  له طرفه ورکول سوی دی هلته داسي یو روایت سته چي وايي رسول الله(ص)  یوه ورځ ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ولیدی او وې فرمایل: که څوک غواړي چي و هغه چا ته وګوري چي الله(ج)  د اوره څخه آزاد کړی او معاف کړی وي نو دي ابوبکر ته وګوري او په بل روایت کي راغلي دي چي رسول الله(ص)  و ده ته و ویل: 


« يا ابابکر! أنتَ عتيقُ اللهِ مِنَ النّار»  


یعني: یا ابابکر! الله(ج)  ته د اور څخه خلاص کړی او معاف کړی یې. 


خو څوک وايي چي دغه لقب تر بعثت د مخه د جاهلیت په وختو کي و ابوبکر(رض)  ته ورکول سوی ؤ، ځکه دﺉ(رض)  په رنګ او په خوی ښایسته ؤ او په عربي کي عتیق و هر هغه شي ته ویل کیږي چي ښایسته، ښه او د فخر وړ وي، نو څرنګه چي  ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هم د چهرې او قیافې په لحاظ او هم د اخلاقو له پلوه ښه، حسِین او ښایسته ؤ نو عتیق وبلل سو. 

 


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء  راشدين


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته