تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قبر د عذاب 7 سببونه:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 10, 2021
  0

د قبر د عذاب 7 سببونه:

 

لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱ . غيبت کول:
ژباړه: د ابوبکره څخه روايت دي چي رسول الله صلي الله عليه سولم پر دوو قبرو باندي تېرېدی چي ويې وفرمايل: دغه دوو نفرو ته په قبر کي عذاب ورکول کيږي او په ډېر سخت کار عذاب نه ورکول کيږي(يعني که دوی ځان ورڅخه ساتلی وای ځان يې ساتلی سو) يوه ته د شاشو په خاطر عذاب ورکول کيږي( چي ځان يې د شاشو څخه نه ساتی) هغه بل ته د غيبت په خاطر عذاب ورکول کيږي( چي د نورو مسلمانانو غيبت يې کوی).


عَن أَبِي بَكْرَةَ قَالَ : مَرَّ النَّبِيُّ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ بِقَبْرَيْنِ , فَقَالَ : إِنَّهُمَا لَيُعَذَّبَانِ ، وَمَا يُعَذَّبَانِ فِي كَبِيرٍ ، أَمَّا أَحَدُهُمَا فَيُعَذَّبُ فِي الْبَوْلِ ، وَأَمَّا الآخَرُ فَيُعَذَّبُ فِي الْغِيبَةِ.[سنن ابن ماجه 349]

 

۲ . د غنيمت څخه غلا کول:


په صحيح مسلم شريف کي حديث راغلی دی چي  د يو مريي په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ويلي دي: دی ګرسره شهيد ندی زما دي قسم وي په هغه ذات چي د محمد نفس دده په لاس کي دی هغه کورتې چي دغه نفر د خيبر په ورځ د غنیمت څخه غلا کړې وه په هغې کورتۍ به پر ده باندي اور بليږي. 


كَلاَّ وَالَّذِى نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ إِنَّ الشَّمْلَةَ لَتَلْتَهِبُ عَلَيْهِ نَارًا أَخَذَهَا مِنَ الْغَنَائِمِ يَوْمَ خَيْبَرَ.[صحيح مسلم 325]

۳ . د قرآن شريف پرېښودل او هېرول.


۴ . د فرضي لمانځه څخه ويدېدل او قضاء کول.


سمره بن جندب رضي الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي ده د خپل خوب په واقعه کي وويل: ملائکو ماته وويل: هغه نفر چي سر يې په ډبره باندي کوټل کېدی هغه څوک وو چي قرآن يې زده کوی بيرته يې هيروی او پرېښودی، او هغه څوک وو چي د فرضي لمانځه څخه ويدېدی.


علماو ليکلي دي: هغه څوک چي قرآن يې زده وي خو تلاوت يې نکوي، هغه څوک چي قرآن يې حفظ کړی وي خو بيرته يې هېروي او هغه څوک چي په قرآن باندي عمل نکوي ټول ددې حديث په عذاب کي داخل دي.


عَن سَمُرَةُ بْنُ جُنْدَبٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فِي الرُّؤْيَا قَالَ أَمَّا الَّذِي يُثْلَغُ رَأْسُهُ بِالْحَجَرِ ، فَإِنَّهُ يَأْخُذُ الْقُرْآنَ فَيَرْفِضُهُ وَيَنَامُ ، عَنِ الصَّلاَةِ الْمَكْتُوبَةِ.[صحيح البخاري1143]

 

۵ . درواغ ويل:


سمره بن جندب رضي الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي ده د خپل خوب په واقعه کي وويل: ملائکو ماته وويل: هغه څوک چي خوله، ستونی او سترګي يې تر څټ پوري څيرل کېدلې هغه څوک وو چي د کوره څخه به ووتی نو درواغ به يې ويل تر څو هره خواته به دده درواغ ورسېدل.


وَأَمَّا الرَّجُلُ الَّذِي أَتَيْتَ عَلَيْهِ يُشَرْشَرُ شِدْقُهُ إِلَى قَفَاهُ ، وَمَنْخِرُهُ إِلَى قَفَاهُ ، وَعَيْنُهُ إِلَى قَفَاهُ ، فَإِنَّهُ الرَّجُلُ يَغْدُو مِنْ بَيْتِهِ ، فَيَكْذِبُ الْكَذْبَةَ تَبْلُغُ الآفَاقَ.[صحيح البخاري1143]

 

۶. زنا کول:
سمره بن جندب رضي الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي ده د خپل خوب په واقعه کي وويل: ملائکو ماته وويل: هغه لڅ خلګ او لڅي ښځي چي د تنور غوندي ځای کي په اور سوځېدلې زناکاره نارينه او زنا کاره ښځي وې.


وَأَمَّا الرِّجَالُ وَالنِّسَاءُ الْعُرَاةُ الَّذِينَ فِي مِثْلِ بِنَاءِ التَّنُّورِ ، فَإِنَّهُمْ الزُّنَاةُ وَالزَّوَانِي.[صحيح البخاري1143]

 

۷ . سود خوړل:


سمره بن جندب رضي الله عنه د رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي ده د خپل خوب په واقعه کي وويل: ملائکو ماته وويل: هغه څوک چي ته ورباندي تېر سوې چي د وينو په ويالې کي يې لامبل او په ډبرو ويشتل کېدی  هغه څوک وو چي سود يې خوړی.


وَأَمَّا الرَّجُلُ الَّذِي أَتَيْتَ عَلَيْهِ يَسْبَحُ فِي النَّهَرِ، وَيُلْقَمُ الْحَجَرَ؛ فَإِنَّهُ آكِلُ الرِّبَا.[صحيح البخاري1143]

 

خلاصه دا چی:


۱ – څوک د نورو مسلمانانو غیبت کوي په قبر کي به ورته عذاب ورکول کیږي.


۲ – څوک چي د غنیمت څخه غلا کوي د هغه غلا په مال به په قبر کي سوځول کیږي.


۳ – څوک چي قرآن زده کړي یا یې حفظ کړي بیرته یې هېر کړي او یا په قرآن باندي عمل ونکړي په قبر کي به یې سر په ډبرو باندي کوټل کیږي.


۴ – څوک چي د فرضي لمانځه څخه ویدېږي او قضا کوي یې په قبر کي به یې سر په ډبرو باندي کوټل کیږي.


۵ - څوک چي درواغ وایي په قبر کي به یې خوله، ستونی او سترګي تر څټه پوري څیرل کیږي.


۶ – څوک چي زنا کوي په قبر کي به په اور باندي سوځول کیږي.


۷ – څوک چي سود خوري هغه ته په قبر کي داسي عذاب ورکول کیږي چي د وینو په دریاب کي به ډوب وي او په ډبرو به ویشتل کیږي
یا الله د قبر عذاب څخه مو وساته.

 

ماخذ : اسلامي مقالي 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته