تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عُدوة الصِّراط فتحه کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 6, 2020
  0

د عُدوة الصِّراط فتحه کېدل

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په دغه وخت کي هلته فارسيانو پر خپل پاچا اتفاق وکړى، د اُردشير پر ځاى يې د هغه زوى شهريار د فارس پاچا و ټاکى او شهریار د فارسیانو پاچا مقرره سو، نوي پاچا کسرْی هم فوراً د خپلو قومندانانو څخه يو قوي او دلاوره قومندان چي هُرمُز نومېدى انتخاب کړى او د مسلمانانو سره د جنګ عمومي قومنداني يې و ده ته و سپارل، هُرمُز هم د لښکره سره د مسلمانانو سره د جنګ دپاره حرکت وکى، څرنګه چي په دغه وخت کي خالد(رض)  نه ؤ موجود نو مُثنْی الشيباني(رض)  د لښکره سره د هُرمُز پر طرف ور رهي سو، په دې جنګ کي د مسلمانانو د لښکر مشري او قومنداني د مُثنْی بن الحارثه(رض)  پر غاړه وه. 


 د مسلمانانو او فارسیانو لښکري په هغه منطقه کي سره مخامخ سوې چي د عراقي عربو او فارسيانو حدود وه، او مُثنْی(رض)  په دې جنګ کي و هُرمُز ته شکست ورکړى او فارسيان و تښتېده، دغه منطقه چي عدوة الصراط نومېده هم فتحه سوه، دا هغه اوله فتحه ده چي د خالد(رض)  په غياب کي او د مُثنْی بن الحارثه الشيباني(رض)  په قومنداني کيږي، په دې جنګ کي هم مسلمانانو ډير غنيمتونه لاس تهراوړه.  


په دغه وخت کي خبر را ورسېدى چي د فارسيانو نوی پاچا شهريار مړ سو، سبحان الله! د څلورو کلو په موده کي چي دغه فتوحات کيږي هلته په فارس کي د فارس څوارلس پاچهان مړه سوه، د فارسيانو ملک هيڅ ثُبات او قرار نه درلودى، دا ولي ؟ دا د رسول الله(ص)  د هغي ښرا په سبب چي کسرْی ته يې کړې وه، دغه ښرا کله او څنګه وه؟

 

که ستاسي په سيرت النبي(ص)  کي په یاد وي  چي رسول الله(ص)  و کسرْی ته ليک ور لېږلى ؤ او کسرْی د مخه تر دې چي ليک و وايي د رسول الله(ص)  ليک یې څيري کړى، نو رسول الله(ص)  ښرا ورته وکړه، چي تا زما ليک ټوک ټوک کړى الله(ج)  دي ستا مَلک او پاچهي در ټوک ټوک کړي، نو د فارس د پاچهانو دغه حال ؤ چي يو په بل پسي مړه کېده، او ښارونه يې هم يو په بل پسي فتحه کېدل.


اوس به د څه وخت دپاره فارسيان او عراق دغه د ماتي او شکست په حال کي پرېږدو موږ به یو وار شام ته چي د رومیانو تابع ؤ ولاړ سو.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته