تازه سرليکونه
د (د هدایت پلوشې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دبزرګانو او مخورو پوهانو ويناوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 16, 2020
  0
دبزرګانو او مخورو پوهانو ويناوي
 
تعليم الاسلام ویب پاڼه 
 
1. رسول الله(ص) فرمايلي دي : زما تر وفات  وروسته مي تر  ښځو لويه فتنه ترشا نه ده پرې ايښې.
 
2. حضرت عمر(رض) فرمايي : که دوه زاړه هډوکي يو دبله سره خلوت وکړي لابه هم يو دبله اراده سره وکړي.(دده مبارک اشاره سپين ږيري او سپين سري ته وه.
 
3. مولانا زکريا(رح) په مدينه منور کي په يوه مجلس کي وفرمايل: نامحرمه ښځي يا هلک ته کتل دمسلمان څخه دعبادت خوند او حلاوت وړي.
 
4. مولانا محمد زکريا(رح) په  خپل ملفوظات کي فرمايلي دي  : نسبتونه  څلور ډوله دي : الف : نسبت انعکاسي  ، ب : نسبت القايي، ج : نسبت اصلاحي ، د : نسبت  اتحادي. مولانا صاحب دنسبت انعکاسي په اړه دشاه عبدالعزيز(رح) په حواله ليکي : نسبت انعکاسي ډېر ضعيف نسبت دئ، کله چي مريد دخپل شيخ سره کښيني نو ډېر لږ اثر ځني واخلي خو دغه اثر ډېر ضعيف دئ. مولانا صاحب زياتوي : زما په آند دغه  اثر هم له منځه نه ځي که مريد ځان دمړو په ډله  کي  حساب کړي، نو دغه اثر ترقي کوي. البته دغه اثر په ګناهونو  سره له منځه ځي په  ځانګړي  ډول دناروا ديد څخه په نه حفاظت سره بايد لازمي ځان ځني وساتل سي.
 
5. مولانا زکريا(رح) فرمايي: په اروپايي هيوادو کي دنظر حفاظت بيخي لازمي دئ په کوم ځاى کي چي بې حجابي وي بايد دخپل نظر حفاظت وسي.
 
6. مولانا زکريا(رح) فرمايي: ناروا ديد سخت تاواني او هلاکونکى شى دئ څوک که دخپلو سترګو حفاظت ونه کړي ، دعبادت خوند دلاسه ورکوي او کله چي يې دعبادت خوند دلاسه ورکړ، بيا يې تر ډېره وخته لاسته نه سي راوړلاى، بله جالبه  لا داده چي که څوک دناروا ديد څخه دخپلو سترګو حفاظت نه کوي ، جامې او بدن يې بدبويي کوي، که څوک  تر  ډېره  وخته پرهېز ځني وکړي  دغه بدبويي له منځه ځي او کوم څوک چي په اخته وي دهغه بدبويي محسوسولاى سي ، لکه دالله(ج) ددوستانو دجامو او بدنو چي ښکلى بوى ځي آن تردې چي ما عاجز بنده لا دبزرګانو دجامو ښکلى بوى تر يوې اونۍ پوري محسوس کړى دئ په داسي ډول چي دخولو بوى به يې لاهم نه وو.
 
7. مولانا زکريا(رح) فرمايي: تجربې ثابته کړې ده چي څوک دناروا ديد څخه دسترګو حفاظت نه کوي بدن او جامې يې بد بوى کوي او په زړه کي يې دالله(ج) ذکر هم نه جاري کيږي.
 
8. مولانا زکريا(رح) فرمايي: دلغړزنو هلکوانو دناستي څخه ځانونه وساتئ، ځکه ددوى څخه ځان ساتل بيخي لازمي دئ ځکه دا عمل دهلاکت او بربادۍ موجب دئ.
 
9. شيخ عبدالقادر جيلاني(رح) دخپلو نصيحتونو په لړ کي چي خپل زوى ته يې کړي دي يو  نصيحت يې دا ورته کړى دئ: دنامحرمه ښځو ، لغړزنو هلکوانو ، بدعت کونکو او  دځواکمنو خلګو سره ناسته مه کوه. ځکه ددې خلګو سره ناسته کول دسړي څخه دين بيايي.
 
10. علامه ابوالقاسم قيثري(رح) دخپلو نصيحتونو په  لړ کي فرمايلي دي: دلغړزنو هلکوانو او نامحرمه ښځو دليدلو څخه ځانونه وساتئ او هيڅ صحبت مه ورسره کوئ.
 
ماخذ :دحرام ديد په اسلام کي.
 
taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته