تازه سرليکونه
د (د هدایت پلوشې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور او پلار سره غوره ښېګڼه څه ده ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 14, 2020
  0

د مور او پلار سره غوره ښېګڼه څه ده ؟


ليکوال : مولوي عصمت الله عزام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د مور او پلار سره ښېګڼه کول جنت ته د داخلېدلو اغېزناک سبب دی .


دا داسي يو عمل دی چي په هکله يې د ټولو پيغمبرانو- عليهم السلام - شريعتونه متفق دي او په هر شريعت کي مُهم کار ګڼل شوی دی .
د پيغمبرانو - عليهم السلام - اخلاق او د نېکانو طريقه ده او همداراز د عُمر د زياتوالي، د روزۍ د پراخوالي، د غمونو د لري کېدلو، د دُعاگانو د قبلېدلو، د سينې د خلاصېدلو او د ژوند د ښه کېدلو لامل دی .


او همدا راز د مور او پلار سره د ښېګڼي ډېر زيات فضائل راغلي دي .


اوس دا چي د مور او پلار سره غوره ښېګڼه او ښه چلند څه دی ؟


غواړو د دې پوښتنې لپاره جواب ولټولو : د دې جواب دا دی چي  چي د مور او پلار غوره ښېګڼه هغه ده په کوم چي الله تعالی امر کړی دی الله تعالی فرمايي    


وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا ۚ إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا ﴿٢٣﴾ وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا .
 سورة الاسراء : (۲۳ ، ۲۴ )


ژباړه : او ستا رب حکم کړی چي له هغه پرته د بل چا عبادت مه کوئ او د مور او پلار سره ښېګڼه کوئ . که ستا سره يو له هغو، يا دواړه يې زړښت ته ورسېږي، نو هغوی ته اُف ( الا ) مه وايه او مه يې رټه ! او د هغوی سره په درناوي خبره کوه ! او په رحمت سره هغوی دواړو ته مات غاړی اوسه او داسي وايه چي اې زما ربه ! پر دواړو داسي رحم وکړې لکه زه چي يې وړوکی روزلی يم !!


مطلب دا راوزي چي غوره ښېګڼه د مور او پلار سره دا ده چي د دوی سره احسان، نېکي او ښه وشي !!


نېکي او ښېګڼه ګڼي طريقي لري : کله په خبره او وينا سره وي، کله په کار سره وي،کله په مال سره وي .


ضروري دا ده چي بايد د وخت او حالت سره سم د مور او سره هره هغه کړنه وشي کومه چي ښېګنه او ښه چلند ګڼل کېږي .


په دغه مبارکو آيتونه کي په راغلو الهي ارشاداتو که عمل وشي، دا د مور او پلار سره غوره ښېګڼه ده .


و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته