تازه سرليکونه
د (د هدایت پلوشې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دبزرګانو او مخورو پوهانو ويناوي
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  December 17, 2020
  0

 

دبزرګانو او مخورو پوهانو ويناوي

 

تعليم الاسلام ويب پاڼه

 

1:    علامه قيثري(رح) فرمايلي دي : دطريقت سالکانو ته دنامحرمه ښځو او لغړزنو هلکانو  سره ناسته سخت تاوان دئ.

2:   يو بزرګ فرمايي: کوم څوک چي الله(ج) دخپل عظيم دربار څخه شړي نو دلغړزنو هلکوانو په شوق يې اخته کړي.     شيخ عبدالقادر

3:   جيلاني(رح)فرمايي: څوک چي لاندي شيان پر ځان باندي لازم نه کړي هيڅکله په تقوا او پرهېزګارۍ کي کمال ته نه سي رسېدلاى:

الف : ژبه دغيبت څخه ساتل.

ب : دبدګمانۍ څخه ځان ساتل.

ج : دشوخۍ او بې ځايه خبرو  څخه ځان ساتل.

د : دحرام ديد څخه ځان ساتل.

هـ : يوازي رشتيا ويل.

و : دالله(ج) احسان منل ، پر خپل  نفس بآندي اعتماد نه کول ، او خپل نفس پاک نه بلل.

ز: داړتيا په ځاى کي مال مصرفول او هغه کسانو ته مال ورکول چي مستحق يې وي.

ح : خپل ځان لوړ نه بلل او نه دلوړوالي ارزو کول.

ط : پنځه ګوني لمنځونه پر خپل وخت باندي ادا کول.

ي : درسول الله(ص) دسنتونو پيروي کول او دمسلمانانو سره اختلاط کول.

4:    امام غزالي(رح) فرمايي: دآفتونو څخه يو  افت  عشق او شهوت دئ ، عشق دډېرو ګناهونو سبب کيږي. انسان ته  پکارده چي په لومړيو وختونو کي داحتياط څخه کار واخلي او  دخپل توان مهار دلاسه ونه باسي ، داحتياط لپاره تر ټولو ښه  لاره داده چي دخپلو سترګو حفاظت وسي  ځکه که يو انسان  ښځي ته وګوري دستي دشهوت  فکر ورسره پيدا کيږي او  که په تکراري ډول ځني  وکتل  سي بيا عملا ګناهونه ځني کيږي کله  چي څوک په دې کار عادت وګرځي بيا ورته ګرانه ده چي خپل نفس په خپل واک کي ولري او که دلومړى  وخت څخه احتياط وکړي بيا دنفس اداره کول ورته اسانه وي.که  داسي ونه کړي بيا به دنفس  اداره  ورته ډېره ګرانه  وي.

5  : داود(رح) خپل زوى ته په نصيحت کي فرمايلي دي: په ښځو پسي تلل ډېر خطرناکه دي آن تردې چي داسي خطر  لري  لکه  په مار او زمري پسي چي انسان ځي.

6  : ديحيي(رح) څخه پوښتنه وسوه چي فحشاء او بې حيايي دڅه شي څخه سرچينه اخلي؟ يحيي(رح) په جواب کي ورته وويل: دحرام ديد څخه.

7  : امام غزالي(رح) ديوه شيخ څخه نقل کړى دئ چي فرمايلي يې دي: که پر يوه مريد بآندي زمرى حمله وکړي دومره نه بېرېږم لکه يو مريد چي ښايسته هلک ته وګوري ددې خطر پر زيات دئ.

8  : سعيد بن  مسيب فرمايلي دي: الله(ج) چي هر  پيغمبر په رسالت لېږلى دئ شيطان يې له دې امله ځني ناهيلى کړى دئ چي انبياء(ع) دښځو فتنې ته  ډېر بيداره دي. همدا وجه  ده چي په دنيا کي زه دهيڅ دښمن څخه  داسي نه بېرېږم لکه دښځو  دفتنې څخه چي بېرېږم. له همدې امله زه او خپل زوى يوازي  خپل کور ته ځو.

9  شيطان موسي(ع) ته وويل: هيڅکله  دنامحرمه ښځي سره خلوت مه  کوه  ځکه هر وخت چي نارينه دنامحرمه ښځي سره  يو ځاى سي زه دستي ورته  حاضر سم تر  هغه وخته پوري يې  نه پرېږدم چي په فتنه کي مي  نه وي اخته کړي.

10  : يوسف بن حسين  فرمايي: دصوفيانو لپاره چي دتصوف پلټونکي وي درې شيان ستونزي زېږيوي: الف: دلغړزنو هلکوانو سره صحبت، ب :  دمخالفانو سره ګوزاره کول،  ج : او دښځو سره نرمي کول.

 

ماخذ :دحرام ديد په اسلام کي

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته