تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د مریضۍ لکبله د ۳ کالو د روژو فدیه
 
  July 29, 2012
  0

 سوال : زما خورکۍ ده تقريبا دا دري کاله ناجوړه وه د درو کلنو فرضي روژي يي خوړلي دي اوس هم دا دوني طاقت نه لري چي دا ټولي روژي پرله پسې ونیسي ددغو روژو  فديه که ورکړي نود شريعت د نګاه څخه  څه حکم لري ؟ 


د سوال کونکي نوم: عبدالله

جواب: د روژو قضا که څوک پرله پسې راګرځوي هم کولای سي او که یوه روژه نن بله روژه بیا څو ورځي وروسته راګرځوي هم کولای سي. او مریضان دوه ډوله دي یو هغه مریض دئ چي د جوړېدلو امید يې کېدلای سي دا ډول مریض روژه خوړلای سي خو وروسته چی جوړ سي د خوړل سوو روژو قضا به راګرځوي. لکه څنګه چي الله جل جلاله  فرمایلي دي :

 فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ...(۱۸۴ البقرة )ژباړه : که څوک په تاسو کي ناروغ یا په سفر کي وو نو د خوړل شو روژو د شمېر په اندازه به په نورو ورځو کي روژې نیسي. دا دهغه ناروغ حکم دئ چي د مریضۍ لکبله روژه نه سي نیولای خو د جوړېدلو امید يې کیدلای سي هر وخت چي جوړ شو د خوړل شوو روژو قضا به راګرځوي. البته که مریض جوړ نه شو او په همدا ناروغۍ کي وفات سو د خوړل سوو روژو د فدیې ورکولو وصیت نه پر لازمیږي ځکه پر ده داسي ورځي نه دي راغلي چي قضا يې په کښي راګرځولې وای. مسافر که په سفر کي مړ سي د هغه هم دا حکم دی.

دوهم: هغه ډول مریضان دي چي روژه نه شي نیولای او مریضي يې هم دا ډول مریضي وي چي د جوړېدلو امید يې نه سي کېدلای دا ډول مریضان د بوډا سړي او د بوډۍ ښځي حکم لري د هري روژې د پاره به فدیه ورکوي .په درر الحکام کي وايي : ( وَالشَّيْخُ الْفَانِي ) الَّذِي لَا يَقْدِرُ عَلَى الصَّوْمِ ( أَفْطَرَ وَفَدَى ) أَيْ أَطْعَمَ لِكُلِّ يَوْمٍ مِسْكَيْنَا كَمَا يُطْعِمُ فِي الْكَفَّارَاتِ ( وَقَضَى إنْ قَدَرَ ) عَلَى الصَّوْمِ إذْ يَبْطُلُ حِينَئِذٍ حُكْمُ الْفِدَاءِ ؛ لِأَنَّ شَرْطَ الْخَلْفِيَّةِ اسْتِمْرَارُ الْعَجْزِ .
 
بوډا کوم چي د روژو د نیولو توان نه لري روژه خوړلای سي خو د هري روژې د پاره به یوه مسکین ته د نورو کفارو په اندازه خوراک ورکوي خو که وروسته يې دوني جسماني قوت پیدا کړ چي روژّه يې نیولای سوای نو د خوړلو روژو قضا به راوړي ځکه د روژې فدیه هغه مهال د روژې ځای ناستې کیږي چي ناتواني يې دوام وکړي .شیخ فاني و هغه بوډا ته وايي چي د روژو د نیولو توان نه لري او ورځ په ورځ مخ پر کمزورۍ روان وي .په دوام لرونکې ناروغي اخته مریض هم د بوډا حکم لري .په ردالمحتار کي وايي : الْمَرِيضُ إذَا تَحَقَّقَ الْيَأْسُ مِنْ الصِّحَّةِ فَعَلَيْهِ الْفِدْيَةُ لِكُلِّ يَوْمٍ مِنْ الْمَرَضِ.

مریض چي د روغتیا موندلو څخه بلکل ناامید سي نو هغه به د ناروغۍ د ورځو د هري ورځي د پاره فدیه ورکوي. د یوې روژې په فدیه کي نیم من غنم یا یو من وربشي یا يې قیمت هم ورکول کېدلای سي او که یو مسکین یوه ورځ سهار او ماښام په نس موړ کړي هم صحیح کیږي .پوښتنه کونکئ دي خپل ناروغ ته وګوري چي د کوم ډول ناروغانو څخه دی ترڅو د روژو د قضا یا د فدیې ورکولو حکم يې ورته معلوم سي

مولوي محمد عمر خطابي
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۴ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته