تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي.په ټولنه کي د دغه اسلامي قانون اثر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 7, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۲۸ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 

په ټولنه کي د دغه اسلامي قانون اثر او تاثير

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه حکمت او په دغه پوهي سره د نوي ټولني دپاره دغه د مصلحت او حکمت څخه ډک قوانين کښېښوول، خو دغه  ظاهري قوانين اصلاً د هغه معانيو يو اثر ؤ چي مکرم او جليل القدره اصحابِ کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په صحبت او ملګرتيا کي حاصلي کړي وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل اصحاب کرام د مخه تر دغه قانون پر تعليم او تربيه، د نفسو پر پاکوالي، د ښو اخلاقو په عملي کولو، د ورورګلوى او محبت، د مجد او شرف، د طاعت او عبادت؛ په ادب مؤدبه کړي وه، تاسي راسى چي دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو څه هغه اقوال يا لار ښووني را نقل کړو چي و خپلو متابعينو يا پيروانو ته يې د ښه ژوند د حاصلولو دپاره فرمايلي  دي، اول خو به موږ د خپل رهبر او پېشوا جنابِ رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه ارشاداتو خبر سو او دوهم به يې د خپل ژوند سر مشق او عملي لار وګرځوو، او درېیم به مو د هغو جاهلانو او ګمراهانو، بلکه د اسلام د هغو دښمنانو لږ رَد ويلى وي، کوم چي د پخوا څخه تر اوسه پوري پر هغه عظيم الشانه جناب او د الله جل جلاله  پر را لېږل سوي رسول صلی الله علیه وسلم  بېځايه او ناوړه نومونه يا القاب ايږدي، خو دا متل موږ ته د پخوا څخه را معلوم دى چي وايي: (د سپي په خوله درياب نه مرداريږي) يا وايي (د سپو غپا آسمان ته نه رسيږي) یا وایي:( قافله تېریږي او سپي غاپي) دغه ټول متلونه د اسلام د هغو دښمنانو د حال سره برابر او موافق دي، چي دوی پر اسلام او د هغه پر پېشوا ناوړه خبري کوي.تاسي به هغه تهمتي القاب اورېدلي وي چي د ډنمارک ګوروانانو او ګاودارانو،يا د ثقافت او تمدن هغو پروفيسرانو چي خپلي لوڼي، خوندي، او ښځي د سپو او بزوګانو سره ودوي، يا د بشر د حقوقو هغه غداران چي په يوه وار پوره او کامل وطنونه د ښځو او کوچنيانو، سپين ږيرو او ځوانانو سره خرابوي او انسانان يې په بې رحمانه قتل سره وژني، يا يې په هغو بنديخانو کي اچوي چي بشريت او انسانيت د هغو په اعمالو سره شرميږي، تاسي به د دغو نا اهلانو هغه تهمتي القاب اورېدلي وي چي و جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې نسبت کوي، خو اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو لار ښوونو تر اورېدلو وروسته قضاوت تاسي وکړی چي آيا د دغو خلکو خبري او عمل حق دي که نا حق؟

د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يو چا پوښتنه وکړه چي کوم اسلام خير او بهتر دى؟ ده صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: چي خلکو ته ډوډۍ ورکوې او هر چا ته که يې پيژنې که يې نه پيژنې سلام ور اچوې. 

عبدالله بن سلام رضی الله عنه  چي په اصل کي يهودي ؤ او بيا مسلمان سو وايي: کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته راغلى زه ورغلم، کوم وخت چي مي د ده صلی الله علیه وسلم  مخ وليدى زه پوه سوم چي دا مخ د درواغجن مخ نه دى او اوله خبره چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل هغه دا وه: اې خلکو! په خپل  منځ کي سلام نشر کړی يعني: که څوک پېژنى که يې نه پېژنى سلام ور اچوى.

تاسي پوهېږى چي د سلام ويلو څه مقصد او څه معنْی ده؟

دا چه ته د اول وار دپاره د يو چا سره مخامخ سې او د ده دپاره د الله جل جلاله  څخه د سلامتيا غوښتنه کوې او ورته و وايې: پرتا دي سلامتيا او د الله جل جلاله  رحمت وي، آيا دا ممکنه ده چي ته دي و هغه ته تکليف ور ورسوې؟ هيڅکله نه.

د اسلامي سلام مفهوم او مقصد دغه دي.

 او بيا چي هغه مقابل طرف هم په عين لطف او اطمينان سره و تا ته دغسي سلامتيا او الْهي رحمت و غواړي، دلته به د ټولني د افرادو په منځ کي څومره حُب او همکاري پيدا سي او سلام ويل يواځي په خوله سره نه دي، بلکه په عمل کي به دي هم د دغه سلام آثار ښکاره وي.

نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: « ايها الناس! افشوا السلام » اې خلکو! په خپلو منځو کي سلام نشرکړى، «واطعموا الطعام» او خلکو ته ډوډۍ  ورکوى « وصِلوا الأرحام» او د اقرباوو سره دوستي او همدردي کوى «و صَلّوا بالليل والنّاس نيام»او د شپې چي خلک بيده وي تاسي لمونځ کوى «تدخلوا الجنة بسلام» په سلامتيا سره به جنت ته داخل سى.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: هر هغه څوک چي د ده همسايه د ده د آزارو څخه په امان نه وي هغه جنت ته نه داخليږي.

 اوس نو ته فکر وکه: چي زه ستا همسايه يم او ته زما همسايه يې او د همسايه په باره کي د اسلام امر دغه وي، نو که زه او ته په دغه امر سره عمل وکړو هلته به مو څومره آرام او هوسا بلکه د محبته څخه ډک ژوند وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: مسلمان هغه څوک دى چي نور مسلمانان د ده د لاس او ژبي د آزاره څخه سالم پاته سي، يعني: د ده د هره شره  څخه که د لاس شر وي او که د خولې شر وي خلک په امان وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: ټول مومنان لکه يو سړئ، يا ټول مومنان د يوه سړي يا يوه جسد په مثال سره دي، که د يو چا سترګه خوږېدل ټول بدن  يې په تکليف وي، که يې سر خوږېدى ټول جسم يې په تکليف وي، يعني: که په مسلمانانو کي يوه سړي ته مشکل پېښ ؤ، ټول مسلمانان بايد ور سره په تکليف سي او ټول د ده د تکليف د ليري کولو دپاره کوښښ وکړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: مومن د مومن دپاره داسي مثال لري لکه د دېواله خښتي چي يوه په بله ټينګيږي.

په پښتو کي متل دى وايي: که تا ويل:  چي زه يم او ما ويل: چي زه يم، نه به ته يې نه به زه يم، که تا ويل: چي ته يې او ما ويل: چي ته يې، هم به زه يم هم به ته يې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: يو د بل سره بُغض مه کوى، حسد مه سره کوى، دسيسې مه سره جوړوى بلكه د الله جل جلاله  بندګان يو د بل سره وروڼه  اوسى او مسلمان ته دا نه ده روا چي د بل مسلمان ورور سره تر درې ورځي زيات خبري بندي کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: مسلمان د مسلمان ورور دى نه ظلم ور سره کوي او نه يې دښمن ته تسليموي او هر هغه څوک چي د خپل ورور د حاجت په اجراء کولو کي وي، الله جل جلاله  به د ده حاجت ور پوره کي، که چا د يوه مسلمان څخه يو تکليف ليري کړی، الله جل جلاله  به د قيامت د ورځي د تکاليفو څخه يو تکليف د ده څخه ليري کړي، که چا د يوه مسلمان پَرده وکړه، الله جل جلاله  به  د قيامت په ورځ دده پَرده وکړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: پر هغه چا رَحم وکړی چي په مځکه کي دي، هغه څوک به درباندي ورحميږي چي په آسمان کي دى.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: هغه څوک مومن نه دى چي دئ ځان مړوي او څنګ ته يې همسايه وږى وي. 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: مسلمان ته بد ويل فسق دى او جنګ ور سره کول کفر دى.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لاري څخه د آزار د شي ليري کول، لکه سيښه، ډبره، مېخ، د کېلې پوستکۍ او داسي نور صدقه بللې ده او د ايمان د حصو څخه يې يوه حصه بللې ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  خلک د خيرات و ورکولو ته تشويقول او د خيرات داسي فضائل يې ورته بيانول چي د خلکو په زړو کي خيرات خوښ  ګرځېدى.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: صدقه او خيرات ګنهونه داسي پټوي لکه اوبه چي اور وژني.      (تاسي پوهېږى چي دا رحم پر غريبانو دى)

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: هر مسلمان که بل مسلمان ته د لڅوالي په وخت کي کالي ورکړه، الله جل جلاله  به د جنت کالي په واغوندي.

 هر مسلمان که بل مسلمان ته په لوږه کي خواړه ورکړه الله جل جلاله  به د جنت د مېوو څخه خواړه ورکي او هر مسلمان که تږى مسلمان اوبه کړی الله جل جلاله  به رحيق مختوم په وچښي. (رحيق مختوم) د جنت خوندور شربت دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: خپل ځانونه د دوږخ د اوره څخه وساتى که څه هم د نيمي خرما په خيراتولو سره وي، که هغه هم و نه لرى نو په ښه خوږه خبره سره.

يعني: يو د بله سره پستې او خوږي خبري کوى.

او پر دغو ټولو ارشاداتو سر بېره رسول الله صلی الله علیه وسلم  خلک و عفت او نه سوال کولو ته دعوتوي، د صبر او قناعت فضائل ورته بيانوي او فرمايي:  که چا فقر او سوال کاوه
د قيامت په ورځ به يې پرمخ غوښي نه وي، البته د دې حکمه څخه هغه سوال ګر وتلى دى چي د ډير ضرورت په وخت کي د يو چا څخه يو شئ وغواړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو لار ښوونو تر څنګ خپل اصحاب كرام و عباداتو او هغه اجر او ثوابو ته تشويقول چي د الله جل جلاله  سره وه، په دغو لارښوونو او ارشاداتو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو اصحاب کرامو معنويات او مواهب دومره ور پورته کړه چي د بشر په تاريخ کي پس له انبياء عليهم السلام  څخه د کمال و هغه لوړي درجې ته ورسېدل.

عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  وايي:که يو څوک د يو چا متابعت کوي او د هغه پرلار ور سره ځي نو دي د هغه چا پر طريقه رهي سي چي هغه پر اسلام او پر سمه لار وفات سوى وي ځکه ژوندي خلک د فتنې او اوښتلو څخه نه دي په امان، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اصحاب د دې امت افضله انسانان وه، زړونه يې پاک وه، په علم کي عميق وه، دنيوي کاروبار  يې لږ ؤ، الله جل جلاله  د خپل نبي د صحبت او د دين د اقامت دپاره اختيار کړي وه، د هغو فضيلت وپېژنى، د هغو د لاري متابعت وکړی، څومره چي مو په وسه پوره وي د هغو اخلاق او عادات اختيار کړی هغه پر مستقيمه لار وه.

او بيا په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ټول امت قائد اعظم داسي ظاهري او معنوي کمالات درلودل، داسي مجد او فضيلت يې درلودى، داسي ښه اخلاق او ښه خويونه يې درلودل، چي زړونه ورکشېدل او ځانونه تر قربانېدل، چي يوه خبره به يې نه وه کړي صحابۀ کرامو به د هغې پر عملي کولو تلوار کاوه، د خير په کارو کي يې رقابت او منافسه سره کول.

 نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه عالي اوصافو سره وکولاى سواى چي په مدينه منوره کي يوه نوې د مجد او شرف داسي ټولنه جوړه کړي چي په تاريخ کي يې مثل نه ليدل کيږي او د دغي ټولني د مشاکلو د ليري کولو دپاره داسي حل پيدا کړي چي يو انسان په راحت سره ژوند پکښي وکړي، دا هم په داسي وخت کي چي د هغه وخت انسانانو د جهالت په تاريکيو کي ژوند کاوه، خو په دغو لار ښوونو او په دغو لوړو معنوياتو د دغي نوي ټولني عُنصرونه پوره سوه او د وخت د ټولو مشاکلو په مخ کي ودرېدل، د ورځو او تاريخ مخ يې و سمي لاري ته واړاوه.

 

ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته