تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
صديق اکبر(رض)او رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 8, 2021
  0


تعلیم  الاسلام ویب پاڼه  


دا چي ابوبکر(رضي الله عنه) له رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) سره له ډېره وخته ملګرئ او ښه يار وو؛ نو ځکه پر رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) هم زيات ګران وو، چي د رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم)په زمانه کي يې د آعلْى وزير مقام درلودئ او د هغه مبارک په حيات کي يې د مسلمانانو رهبري کړې ده، فتواګاني يې ورکړي دي او حتا رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) د خپل خاص نزاکت پر بناء له حضرت صديق اکبر(رضي الله عنه) سره په هر کار کي مشوره کوله؛ لکه چي د بدر د بنديانو په واقعه کي، چي رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) د ده مشوره و منله.(سيرة النبي، د علامه شبيلي نعماني، لومړى ټوک)


 صديق اکبر(رضي الله عنه) هډو (هيڅ وخت) د رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) څخه ځان جلا کړئ نه دئ او د هغه مبارک يوازنى ملګرئ پاته سوئ دئ. د بدر په غزا کي د رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) پيره دار، توره تر ملا ولاړ او خپل مبارک سر يې د ده مبارک په مينه په لاس کي اخيستئ وو. د احد پر ميدان، چي ټولو مسلمانانو تېښته و کړه او د جنګ له ميدان څخه ووتل، بيا هم صديق اکبر(رضي الله عنه) وو، چي په يوازي سر يې د سرتېري فدايي په صفت د رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) ساتنه کوله او هغه مبارک يې يوازي پرې نه ښووئ. (سيرة النبي، د علامه شبيلي نعماني، لومړى ټوک)


کله چي رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) د مرګ پر بستر پروت وو؛ نو تر ټوله امت له ابوبکر(رضي الله عنه) څخه زيات راضي وو. يوه ورځ رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) د ناروغۍ په ورځو کي مسجد ته تشريف راوړئ، چي دغه ورځ يې قريحه څه ښه وه؛ نو يې خطبه و ويله او د خپلو خبرو په جريان کي يې و فرمايله: 


زه داسي څوک نه پېژنم، چي د احساناتو په اعتبار دي تر ابوبکر(رضي الله عنه) افضل وي، که ما پر چا مينه کولاى؛ نو ما به ابوبکر(رضي الله عنه) غوره کړئ واى؛ مګر دا صرف رفاقت او اسلامي ورورګلوي ده؛ تر هغه وخته، چي خداى تعالْى مو پخپل حضور کي سره يو ځاى کړي." 
تر پورته وينا وروسته رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) خپله خطبه لږ غوندي اوږده کړه او بيا له منبر څخه را کښته سو او ابوبکر(رضي الله عنه) ته يې د امامت کولو حکم وکړ وايي، چي ابوبکر الصديق(رضي الله عنه)  د رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) په حيات مبارک کي د اووه لسو (١٧) لمنځونو امامت کړئ دئ.


د حضرت عايشې(رضي الله عنها) څخه روايت دئ، کله چي صديق اکبر(رضي الله عنه) ايمان راوړئ او مسلمان سو، څلوېـښت زره ديناره يې درلودل."  او دا ټوله يې د رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) او اسلام په مينه کي صدقه او خيرات کړه.

 
د حضرت ابي هريره(رضي الله عنه) څخه روايت دئ، چي رسول اکرم(رضي الله عنه) فرمايلي دي: ما ته د هيچا مال دوني ګټه نه ده را رسولې؛ لکه د ابوبکر(رضي الله عنه) دارايي، چي را رسولې ده؛ وايي چي ابوبکر(رضي الله عنه) په دې وخت کي په ژړا سو او وې ويل: يا رسول الله(صلی الله عليه وسلم) زه او مال مي دواړه ستا نه يو؟ (ستا يو)د علي، ابن عباس(رضي الله عنه) څخه روايت دئ، چي رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) به د ابوبکر(رضي الله عنه) په مال کي داسي تصرف کاوه؛ لکه پخپل مال کي.


د حضرت عمر(رضي الله عنه) څخه په صحيح سند سره روايت راغلئ دئ، چي يوه ورځ رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) موږ ته و فرمایله، چي خپل مالونه د خداى تعالْى په لار کي خيرات کئ. زه و کور ته ولاړم خپل نيم مال مي د رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) و حضور ته راوړئ او د خداى تعالْى پر نامه مي صدقه کئ؛ نو رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) پوښتنه و کړه، چي په کور کي دي څوني مال پرېښوئ؟ ما ورته و ويل، چي دغوني مال مي پرې ښووئ(لکه راوړئ چي مي دئ). په دې وخت کي ابوبکر(رضي الله عنه) هم مال راوړ او د خداى تعالْى پر نام يې صدقه کړئ؛ نو رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) پوښتنه ور څخه وکړه، چي په کور کي دي څه شي پرېښوئ؟ ابوبکر(رضي الله عنه) و ويله، چي خداى تعالْى او د هغه رسول(صلی الله عليه وسلم) مي پرېښوول. (حضرت عمر(رضي الله عنه) په دې وخت کي يې و ويله  چي زه په هيڅ وخت کي له ابوبکر(رضي الله عنه)  سره سيالي کولاى نه سم.


په يوه بل روايت کي راځي، چي عمر(رضي الله عنه) ويله: ما د ابوبکر(رضي الله عنه) د خلافت په وخت کي د يوې بوډۍ خدمت کاوه؛ نو هر ماښام، چي به ورغلم د هغې بوډۍ ټوله کارونه به سوي ول. ډېر به خوابدئ سوم او بيرته به مايوسه راستون سوم. يو وخت پسې څرک سوم که ګورم د حضرت رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) مبارک ځايناستئ، خليفه حضرت صديق اکبر(رضي الله عنه)، چي د ټولي اسلامي نړۍ حاکم وو، پټ راغئ او د دغې بوډۍ ټوله کارونه يې ور سمبال کړه؛ ما ورته وويل: هو! همداسي لوړ شخصيت يوازي تاسي کېداى سئ.
د ابوهريرة(رضي الله عنه) څخه روايت دئ، چي يوه ورځ رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) پوښتنه وکړه: نن روژه چا نيولې ده؟ ابوبکر(رضي الله عنه) وويل ما، رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) بيا پوښتنه وکړه، چي نن د جنازې لمونځ چا اداء کړئ دئ؟ ابوبکر(رضي الله عنه) وويل ما، رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) بيا پوښتنه وکړه، چي نن و مسکين ته خوراکي شى(ډوډۍ) چا ور کړئ دئ؟ ابوبکر(رضي الله عنه) وويل ما، رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) بيا پوښتنه وکړه، چي نن د مريض عيادت چا کړئ دئ؟ ابوبکر(رضي الله عنه) وويل ما؛ پس رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) وويل: چا چي دا ټول کارونه کړي وي، هغه به حتمي جنت ته داخل سي. رواهُ مسلم، (مشکوْة المصابيح، لومړى ټوک،باب فضل الصدقه، ١٦٧ مخ)


عبدالله ابن عمر(رضي الله عنه) روايت کوي، چي رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) و ابوبکر(رضي الله عنه) ته وويله: ته زما سره د ثور په سمڅ(غار) کي ملګرئ وې او زما د حوض کوثر ملګرئ هم يې. رواهُ ترمذي (د ثور غار پر يوه لوړ غره واقع دئ، چي څوک له مکې څخه په نيم ساعت کي هلته رسېدلاى سي. کابلى تفسير، سورة توبه، د سعودي چاپ، ١٠٨١ مخ)


حضرت عايشه(رضي الله عنها) وايي، چي رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) و فرمايله: چا ته نه ښايي، چي په دوئ کي ابوبکر(رضي الله عنه) موجود وي او دوئ خپل مقتداء، امام او پېشوا بل څوک وټاکي. رواهُ ترمذي


حضرت عمر(رضي الله عنه) وايي: ابوبکر(رضي الله عنه) زموږ سردار او زموږ مشر دئ او و رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) ته په موږ کي غوره او محب دئ. رواهُ ترمذي


د جبير ابن مطعم روايت دئ، چي يوه ورځ يوه ښځه و رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) ته د يوې مسئلې د پوښتلو له پاره راغله، او و رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) ته يې و ويل، چي بله پلا بيا و چا ته راسم؟


 رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) ورته و ويل: ما ته! هغې و ويل، چي که ته نه وې(وفات سوئ وې)، رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) و فرمايل: بيا نو و ابوبکر(رضي الله عنه) ته راسه. متفق عليه حضرت ابوبکر(رضي الله عنه) لومړى خليفه او د نهم هجري کال د حج لومړى آمر دئ، د قرآن حافظ وو او ټوله قرآن کريم د ده په وخت کي د مصحف په شکل او ډول را ټول سوئ دئ او ده او عمر(رضي الله عنه) د رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) په حيات مبارک کي خلګو ته فتواګاني ور کولې. ابوبکر (رضي الله عنه) د رسول اکرم(صلی الله عليه وسلم) د ټولو غزاګانو ملګرئ وو او لومړى سړى دئ، چي په مکه معظمه کي يې ځانته مسجد جوړ کړئ.


ماخذ :(سيرة النبي، د علامه شبيلي نعماني، لومړى ټوک)


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته