تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د اُحُد د ورځي عجيبه او نادره قهرمانۍ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 17, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۷۶برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د اُحُد د ورځي عجيبه او نادره قهرمانۍ


د اُحُد په ورځ مسلمانانو ډېر عجيبه او نادره قهرمانۍ او قربانۍ ښکاره کړې چي په تاريخ کي يې مثل نه ليدل کيږي، اوس چي کفار د اصحابِ کرامو د سختو حملو او قوي دفاع په سبب شا ته ولاړل، د تورو وارونه يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته نه ور رسيږي نو يې د هغه ځايه څخه پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د غشو وارونه شروع کړل او په غشو يې ولي، ابو طلحه الانصاري رضی الله عنه  هم دښمنان په غشو ويشتل او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده ترشا ولاړ ؤ، ابو طلحه رضی الله عنه  به خپل ځان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دپاره سپر او دېوال کاوه، خپل ځان او ځيګر به يې د دې دپاره لوړ کړه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دښمن د غشو څخه و ساتل سي، انس رضی الله عنه  وايي: کوم وخت چي د اُحُد په ورځ خلکو شکست وخوړى او خلک د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه ولاړل ابو طلحه رضی الله عنه   د ده صلی الله علیه وسلم  و مخ ته ولاړ ؤ او دئ صلی الله علیه وسلم  يې په خپل سپر او ځيګر سره د دښمن د غشو څخه ساتى، ابو طلحه رضی الله عنه  چي په غشو ويشتلو کي ډېر ښکاري او ماهر ؤ  او لېندۍ يې په ډېر قوت سره کشول په دغه ورځ يې دوې يا درې ليندۍ ماتي کړې، هر څوک چي به په دغه منطقه کي تېرېدل او غشي به ور څخه وه رسول الله صلی الله علیه وسلم  به ورته ويل: غشي دي و ابو طلحه ته کښېږده. 


انس رضی الله عنه  وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  به د ده تر شا ور پورته سو په غشي پسي به يې کتل چي چيري او پر چا مښلي، ابو طلحه رضی الله عنه  به ورته ويل: (بِاَبي أنت واُمي) زما مور او پلار دي ترتا قربان وي مه پورته کېږه چي د دښمنانو يو غشى به درباندي و مښلي، زما ژوند دي ستا تر ژوند قربان وي. رواه البخاري. 


ابودُجانه رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و مخ ته داسي ولاړ ؤ لکه غېږ چي يې پر را ګرځولې وي او خپله شايې د دښمنانو و غشو ته سپر کړې وه،  د ده پر شا غشي مښتل خو ده  د ځايه څخه حرکت نه کاوه، تر داسي اندازې چي شا یې په غشو ډکه سوه.
 حاطِب بن ابي بلتعه رضی الله عنه  په عُتبه بن ابي وقاص پسې سو، هغه عتبه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مبارک غاښ يې ور مات کړى ؤ، هغه يې په داسي قوت په توره و واهه چي سر يې په هوا سو،  که څه هم سعد بن ابي  وقاص رضی الله عنه  د دغه عتبه بن ابي وقاص د وژلو دپاره چي د ده رضی الله عنه  ورور ؤ ډېر کوښښ وکړی خو د هغه وژل د حاطب رضی الله عنه  په نصيب وه او هغه و وژى. 


سهل بن حُنيف رضی الله عنه  چي يو مشهوره غشی ويشتونکى ؤ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې پر مرګ بيعت وکړی او بيا يې د مشرکانو په شړلو او ليري کولو کي کاميابه حصه واخستل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه ورځ په خپله هم په غشو ويشتل کول، د قتاده بن نعمان رضی الله عنه  څخه روايت دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپله ليندۍ تر هغو غشي ويشتل چي د ليندۍ اړخونه يې مات سوه او بيا نو دغه ماته ليندۍ قتاده بن نعمان واخستل او د عمر تر آخره ور سره وه.


د اُحُد په ورځ عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  ډير شديد جنګ وکړی تر داسي اندازې چي په خوله کي و وهل سو او غاښونه يې و وتل، عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  د اُحُد په ورځ تر شل ځايه زيات زخمي سو چي ځيني زخمونه يې په پښه کي وه او په هغه پښه ګوډ سو. 


د ابو سعيد الخدري رضی الله عنه  پلار مالک بن سنان رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سر د زخمه څخه ويني په خوله و زبېښلې ترڅو چي زخم يې د وينو څخه ور پاک کړى، يو چا ورته و ويل: دغه ويني تو کړه، ده و ويل:يا والله هيڅکله به  يې تو نه کړم او بيا ولاړ سو په جنګ يې شروع وکړه،

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل:  که څوک غواړي چي د جنت د خلکو څخه و يو چا ته وګوري نو دي و دغه مالک بن سنان ته وګوري او بيا شهيد و وژل سو. 


ام عماره رضی الله عنها  چي نوم يې نُسيبه بنت کعب دى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و مخ ته توره په لاس ولاړه وه او ابن قَمئه ملعون يې نه پرېښاوه چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور تېر سي، ښځه ده په توره سره جنګ کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: د اُحُد په ورځ چي به مي هر طرف ته کتل اُم عماره به مي ليدل چي زما د حفاظت او ساتني دپاره يې جنګ کاوه. 


ام عماره  رضی الله عنها  د ابن قمئه د طرفه پر اوږه ډېره سخته په توره و وهل سوه چي ډېر لوى زخم يې پکښي جوړ کړی او ترکومه وخته چي ژوندۍ وه د دغه زخمه څخه په تکليف وه، خو د دغه زخمه سره سره يې جنګ کاوه، دې رضی الله عنها  هم پر ابن قمئه د توري څو واره وکړه مګر څرنګه چي هغه دوې زغري سر پر سر اغوستي وې تاثير يې نه پر کاوه، ام عماره رضی الله عنها  د جنګ تر آخره د هغه خپله زخمه سره جنګ کاوه څو نوره هم دوولس ځايه زخمي سوه. 


مُصعب بن عمير رضی الله عنه  هغه په اسلام کي اول سفير او هغه چي د مدينې منورې ډيرو خلکو حتّْی سعد بن معاذ رضی الله عنه  د ده پر لاس ايمان را وړى دى په ډېره ميړانه او همت سره جنګ کاوه، د ابن قمئه او د هغه د ملګرو حملې يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه دفعه کولې، تاسي ته معلومه ده چي د مسلمانانو بيرغ هم د ده څخه ؤ او دﺉ  هم په دغه بد حالت کي يواځي سو، تر دغه وخته پوري د مسلمانانو بيرغ لوړ ولاړ دى خو د دغه  تنهايي په وخت کي کفارو پر راسته لاس کوم چي بيرغ يې په نيولى ؤ و واهه راسته لاس يې ور پرې کړی، مُصعب رضی الله عنه  بيرغ په چپه لاس ونيوى او دکفارو په مخ کي ثابت او قائم ودرېدى ترڅو چي چپه لاس يې هم پرې سو، بيا نو پر بيرغ پرېوتى په غاړه او ځيګر يې نيولى دى نه غواړي چي  د اسلام بيرغ کښته سي، ترڅو چي شهيد و وژل سو او هغه څوک چي مصعب رضی الله عنه  يې په شهادت ورساوه هغه ابن قمئه لعين ؤ او د ابن قمئه دا خيال سو چي ما رسول الله صلی الله علیه وسلم  و وژى ځکه مصعب رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره په رنګ او چهره کي مشابهت درلودى نو ابن قمئه ډېر ژر د مشرکانو و طرف ته ولاړى او هلته يې ناري کړه چي محمّد صلی الله علیه وسلم  و وژل سو او ما و وژى.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته