تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله جل جلاله معرفت او د انسان مسؤلیت
 
  December 12, 2015
  0
ليکوال: مسعود اغا هاشمي

الله جل جلاله چي كله ټول مخلوقات پيداكړل، په ټولو مخلوقاتو كي يې انسان ته عقل وركړئ او په عقل وركولو سره يې د ټوله خلقت څخه بېل كړئ، ځكه چي حيوانات او نور ټوله موجودات هم د الله جل جلاله  ذكر  او اذكار كوي، ټوله حيوانان په خوراك او د خپل اولاد په روزنه پوهېږي او دا د هغوى فطري دنده ده، كه چيري هغوى داسي ونكړي نو الله جل جلاله د هغوى څخه پوښتنه هم نه كوي ځكه چي هغوی مكلفيت نلري.

 الله جل جلاله  ټوله مخلوقات د انسان د خدمت او منفعت لپاره پيداكړي دي له همدې امله نو الله تعالى جل جلاله  پر انسان باندي  ډېرمسئوليتونه اچولي دي، الله  جل جلاله  انسان د حيوان په شان ندی پيداكړئ انسان ته يې عقل او بصيرت غوندي لويه تحفه وركړې ده او دغه عقل يې ددې لپاره وركړی دئ، چي انسان د الله جل جلاله په جوړكړل سوو شيانو كي فكر وكړي چي الله پاك جل جلاله  اسمانونه اومځكي څرنګه جوړكړي دي!

او دغه رنګه د الله جل جلاله پر نعمتونو باندي شكر اداكړي، که د الله جل جلاله  اختراع كړل سوي يوه شي ته انسان په دقت وګوري نو په حيرت كي به پاته سي، د بېلګي په ډول كه چيري موږ په مځكه كي يو نيالګى كـښېږدو څه موده پس د هغه څخه يوه ونه جوړه سي دوني څخه رنګارنګ خوږې مېوې پيداسي، ټوله نيالګي په مځكه كي يو شان ايــښوول كېږي خو د هري وني څخه جلا جلا مېوې پيدا كېږي، څنګه ديوې خړي مځكي څخه رنګا رنګ اوښكلى بوى لرونكي ګلونه راپورته سي؟  نو كه انسان دې ته فكر وكړي پخپله به داسي سوال په ذهن كي ورته پيداسي  چي دا هر څه څوك سرته رسوي ؟ يو څوك ضرور سته او هغه الله جل جلاله  دئ.

كه چيري يو انسان داسي فكر وكړي چي كله مور يو ماشوم  وزېږوي هغه ماشوم په لومړيو كي په هيڅ شي نه پوهېږي، توان او طاقت نه لري ټوله عضلات يې د يو لوى انسان په شان وي هيڅ كمی نلري خو په سمه توګه كار نسي  ځني اخيستلاى، دهيڅ شي توپير نسي كولاى په ښه او بد نه پوهېږي، بيا ورو ورو الله تعالى جل جلاله په هغه ماشوم كي توان او طاقت پیداکړي د عقل او فكر خاوند ځني جوړكړي، او الله تعالى جل جلاله  د هغه بالغ ځوان څخه د عبادت او د مور او پلار د اطاعت توقع لري. انسان الله تعالى بېكاره او بې فايدې نه دى پيداكړى؛ داسي نه ده چي انسان د وښو په شان دئ، چي شنه سي او بيا خزان سي، نه بيا پوښتنه سته او نه مسئوليت لري ، د انسان پر ذمه الله جل جلاله  لوى مسئوليت ايښی دئ، د مرګ څخه وروسته بيا ژوند سته او بيا به الله  جل جلاله  د يوه يوه شي پوښتنه كوي، ځكه چي الله جل جلاله  انسان د خپل عبادت دپاره پيداكړى دئ الله جل جلاله  په قرآن كريم كي فرمايلي دي چي ما انسانان او پېريان يوازي د خپل عبادت لپاره پيداكړي دي.

كه چيري انسان ښه لاره غوره كړي هغه لاره چي زموږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم  او د هغه مبارك وروسته صحابه كرامو رضي الله عنهم غوره كړې وه نو عاقبت به يې ښه وي اوكه چيري خداى مكړه غلطه لاره غوره كړي نو آخره به يې خرابه وي. په حديث شريف كي راغلي دي، چي دنيا د آخرت لپاره د کرهڼي ځای دئ، كه چيري انسان ښه عمل وكړي د الله جل جلاله حقونه او د هغه د بندګانو حقونه پر ځاى كړي نو واقعي دغه انسان ښه تخم وكرئ، او په آخرت كي به يې ښه حاصل لاس ته راوړي، اوكه ددې بر عكس وكړي يعني ښه عمل و نه كړي نومخ په وړاندي به د ندامت او پښېمانۍ سره مخ سي او بيابه هيڅ هم لاس ته نه ورځي، د حشرګاه پر ميدان به الله تعالى پوښتنه ځني وكړي چي تاته مي عقل دركړى وو تاپه څه شي باندي اخته ساتلى وو ؟ تا ته مي مال او دولت دركړى وو تاپه څه شي او پر كمه لاره وكارول؟ تا ته مي علم او پوهه دركړې وه تا څه ګټه ځني واخيسته ؟ تا ته مي بې شمېره نعمتونه دركړي وه د كوم نعمت شكر دي اداكړی وو؟ نو داسي بد عمله انسان به بې جوابه پاته سي او د يوه سوال جواب به نلري اوكه جواب ورهم كړي نو د الله جل جلاله  لخوا به ورته وويل سي چي هغه كار تا د خپل نامه لپاره كړى وو، او بدله يې تا په دنيا كي حاصله کړه، نو معلومه سوه چي كوم كار د نامه يا ريا لپاره وي هغه كار په آخرت كي هيڅ ګټه نلري، الله تعالى دي امان راكړي، آمين.

 الله جل جلاله انسان ته ډېر وخت صبر كوي، چي زما بنده به توبه وكاږي اوحق به وپېژني، خو كله چي هغه انسان توبه ونه كاږي او نور هم د ګمراهۍ سازو سامان جوړوي، نو الله پاك جل جلاله  د هغه بد بخته انسان پر زړه باندي مهر ولګوي او بيا د ښو كارونو توفيق نه وركوي هر څه د سر په سترګو ويني او پوهيږي چي زه پر خطايم او هغه حقه لاره ده خو بيا هم د ګمراهۍ په تاريكۍ كي بوخت وي اوځان نسي خلاصولاى. 

 د حضرت امام رباني رحمة الله علیه ويناده چي دنيا يو نجاست دئ اود سرو زرو پوښ پر هوار دئ اوستاسي د كور وګړي ستاسي رعيت دي او د آخرت په ورځ به ستاسي څخه د دوی د حقونو په اړه پوښتنه كېږي. 

ځكه خوعلماء كرام وايې چي كله يومسلمان لمونځ وكړي اويا بل ښه كار وكړي نو لومړى دي دالله تعالى جل جلاله  شكر ادا كړي چي ده ته يې ددې كار توفيق وركړئ .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته