تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د طلاق ډولونه
 
  September 5, 2015
  0
طلاق د وخت او شمېر له مخي درې ډولونه لري چي هغه دادي : احسن طلاق ، حسن طلاق او بدعي طلاق ، همدا ډول هغه لفظونه او كلمې چي طلاق په اچول  كيږي هغه هم درې ډولونه دي .

لومړى د طلاق صريح لفظونه . 

دوهم د طلاق هغه لفظونه چي صريح نه دي خو د صريح الفاظو حكم لري . 

دريم د طلاق كنايي لفظونه .

د طلاق محل خپله منكوحه ده نو ځكه سړى هغي ښځي ته طلاق وركولاى سي چي هغه يې په نكاح كي وي او يا يې د طلاق په عده كي وي .

كه څوك خپلي ښځي ته رجعي طلاق يا بائن طلاق وركړي او د همدې طلاق په عده كي بل طلاق وركړي هغه هم واقع كيږي .
 
طلاق د هغه مېړه واقع كيږي چي هغه عاقل ، بالغ او ويښ وي د ليوني او نابالغه كوچني طلاق نه واقع كيږي او همدا ډول د باوله طلاق هم نه واقع کيږي ، ځکه باوله او ليونحاله هم د ليوني حكم لري، همدا راز كه څوك بيده وي او د بيدو په حالت كي و ږغيږي او خپلي ښځي ته طلاق وركړي نو دا طلاق هم نه واقع كيږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته