تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لقطې تعريف
 
  December 17, 2015
  0

څوک چي  لُقَطَه پيدا کړي د هغه تعريف به کوي ، تعريف دې ته وايي ، چي د خلکو په غونډ ځايونو کي به اعلان کوي ، چي داسي يو شئ پيدا سوى دى که د چا وي نو فلانکي ځاى او فلانکي کس ته دي مراجعه وکړي ، البته د شي جنس اعلانيږي ، د لقطې د پېژندو نښي او علامې نه اعلانيږي ، خو که چا يې تلاښ کاوه نو د هغه کس څخه بيا د شي نښي پوښتل کيږي .

د حِل او د حَرَم  لُقَطَه په تعريف او نورو مسايلو کي فرق نه لري ، ځکه د لقطې د تعريف او نورو مسايلو حديثونه عام دي ، يو او بل ځاى په ځانګړي ډول پکښي ذکر سوى نه دى .

معمولي او ناکاره شيان چي خلک يې تلاښ نه کوي تعريف او اعلان نه غواړي ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : زه چي کله خرما پيدا کړم ، اراده مي دا وي چي وې خورم ، خو بېره راته پيدا سي چي دا خو به د صدقې خرما نه وي ، نو پرې اېږدم  . (۱)

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وينا د دې دليل دى چي معمولي شئ که څوک پيدا کړي نو تعريف نه غواړي ، ځکه معمولي شئ چي د چا څخه ورک سي تلاښ يې نه کوي .

د لږ ارزښت شئ دونه ورځي تعريف غواړي چي رااخيستونکى يې پدى ګومان سي چي نور يې څوک تلاښ نه کوي .

د زيات ارزښت شئ بيا يو کال تعريف او اعلان غواړي ، يو شئ چي لس درهمه ارزښت ولري دا لا هم په ارزښتناکه شيانو کي شمېرل کيږي يو کال تعريف غواړي .

د لقطې مالک که تر يوه کال اعلان وروسته لا هم پيدا نه سو ، نو بيا د لقطې رااخيستونکى که مسکين او فقير وو هغه  لُقَطَه د ځان د پاره اخيستلاى سي .

که رااخيستونکى يې شتمن وو نو بيا يې د مالک پر ځاى مسکين ته په خيرات کي ورکولاى سي .

که څوک  لُقَطَه د يوه کال اعلان وروسته مسکين ته په خيرات کي ورکړي او تر هغه وروسته يې مالک پيدا سي ، دلته د لقطې د مالک خوښه ده ، که صدقه پر خپل حال پريږدي ، ترڅو ثواب يې ورته ورسيږي او که د رااخيستونکي څخه يې تاوان اخلي د لقطې څښتن که د لقطې تاوان واخلي د صدقې ثواب بيا مُلْتَقِطِ ته رسيږي ، ځکه ده د خيرات سوي لقطې عوض د هغه و مالک ته ورکړى .

د لقطې رااخيستونکى که غني وو ، د اعلان وروسته  لُقَطَه د ځان د پاره نسي راګرځولاى ، البته که په پلار ، زوى او ښځه کي يې څوک مسکين وو هغه ته يې په خيرات کي ورکولاى سي.

د امام مالک او امام شافعي رحمة الله علیهما په آند  مُلْتَقِطِ که شتمن وو د يوه کال تعريف څخه وروسته يې که مالک و نه مندل سي خپله هم کار ځني اخيستلاى سي ، که د مصرف کولو وروسته يې مالک ومندل سو تاوان به يې ورکوي .

فقه المبتدي، نکاح برخه

--------------------
(۱):   عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ أَخْبَرَهُ أَنَّ عَلِيَّ بْنَ أَبِي طَالِبٍ دَخَلَ عَلَى فَاطِمَةَ وَحَسَنٌ وَحُسَيْنٌ يَبْكِيَانِ فَقَالَ مَا يُبْكِيهِمَا قَالَتْ الْجُوعُ فَخَرَجَ عَلِيٌّ َوَجَدَ دِينَارًا بِالسُّوقِ فَجَاءَ إِلَى فَاطِمَةَ فَأَخْبَرَهَا فَقَالَتْ اذْهَبْ إِلَى فُلَانٍ الْيَهُودِيِّ فَخُذْ لَنَا دَقِيقًا فَجَاءَ الْيَهُودِيَّ فَاشْتَرَى بِهِ فَقَالَ الْيَهُودِيُّ أَنْتَ خَتَنُ هَذَا الَّذِي يَزْعُمُ أَنَّهُ رَسُولُ اللَّهِ قَالَ نَعَمْ قَالَ فَخُذْ دِينَارَكَ وَلَكَ الدَّقِيقُ فَخَرَجَ عَلِيٌّ حَتَّى جَاءَ بِهِ فَاطِمَةَ فَأَخْبَرَهَا فَقَالَتْ اذْهَبْ إِلَى فُلَانٍ الْجَزَّارِ فَخُذْ لَنَا بِدِرْهَمٍ لَحْمًا فَذَهَبَ فَرَهَنَ الدِّينَارَ بِدِرْهَمِ لَحْمٍ فَجَاءَ بِهِ فَعَجَنَتْ وَنَصَبَتْ وَخَبَزَتْ وَأَرْسَلَتْ إِلَى أَبِيهَا فَجَاءَهُمْ فَقَالَتْ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَذْكُرُ لَكَ فَإِنْ رَأَيْتَهُ لَنَا حَلَالًا أَكَلْنَاهُ وَأَكَلْتَ مَعَنَا مِنْ شَأْنِهِ كَذَا وَكَذَا فَقَالَ كُلُوا بِاسْمِ اللَّهِ فَأَكَلُوا فَبَيْنَمَا هُمْ مَكَانَهُمْ إِذَا غُلَامٌ يَنْشُدُ اللَّهَ وَالْإِسْلَامَ الدِّينَارَ فَأَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَدُعِيَ لَهُ فَسَأَلَهُ فَقَالَ سَقَطَ مِنِّي فِي السُّوقِ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَا عَلِيُّ اذْهَبْ إِلَى الْجَزَّارِ فَقُلْ لَهُ إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ لَكَ أَرْسِلْ إِلَيَّ بِالدِّينَارِ وَدِرْهَمُكَ عَلَيَّ فَأَرْسَلَ بِهِ فَدَفَعَهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَيْهِ ( ابوداود )
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته