تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هیله
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 11, 2018
  0

لیکنه: ا. «غزنوي» / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


که هیله نه وای، هیڅ یو انسان به هڅه نه وای کړې، هیله د انسان د نیکمرغۍ سورلی او د الله تعالی تر ټولو غوره نعمتونو څخه ده نن په دنیا کې د مترقي ژوندن اساس په نیکو هیلو ولاړ دی او دا چې د جهان پر مختللي هیوادونه د ترقۍ لوړو مدارجو ته رسیدلې دي دا ټوله د نیکو هیلو نتیجه ده، ځکه خو په دنیا کې هیله من انسانان د مترقي ملتو د ښه ژوند جوړونکي بلل کیږي.


هغه ولسونه چې خلک یې نهیلې او مایوسه وي تل خوار وروسته پاته او د نورو لاسو ته اړ وي.


فلاسفه و ددې دنیا راز راز تعبیرونه کړي دي، خو اصلي هدف دا دی چې دې جهان ته يو ډول بدلون ورکړای شي او دا د نیکو هیلو په اثر کیدای شي.


هیله همیشه یو موسمي ګل دی، کوم چې د هر انسان په لاس کې دی، ژوند یو باغ دی او هیلې د هغه ګلان، هیله یو داسې شی دی چې انسان د مشکلو کارونو تر سره کولو ته مجبوروي، هیله په انسان کې د یوې شریفې جذبې نوم دی او چې په کوم انسان کې نه وي نو هغه او مړی هیڅ توپیر نه لر‎ي.


که چيرته له ژوند څخه هیله ختمه شي نو د ځمکي او د قبر په مابین کې بیا څه توپیر دی؟ ژوند له هیلې پرته یو داسې ګل دی کوم چې خوشبویي نه لري.


هیله د الله تعالی داسې ارزښتناک نعمت دی چې د انسان روح ته ډاډ او سکون وربښي. نیک خویه انسان کله هم نه نهیلي کیږي ولو که په مصیبت کې ولې نه وي او بدخویه انسان  کله هم هیله من کیږي نه ولو که په راحت کې هم وي.
هیله د هوسا او آرام ژوند وسیله ده نو که هغې ته ور ورسېدې، ښه تر ښه او کنه نو له سره نوې هیله پیل کړه! ځکه قدرتي قانون دی! کله چې د اوبو لار بنده کړل شي نو هغه نورې نوې لیارې جوړوي.


لوی کار د لويې هیلي نتیجه ده او مایوسي د انسان زړه او لا سونه تړي ځکه مونږ باید د خپل زړه او دماغ دروازه د نهیلو او مایوسیو پرمخ وتړو، که مو دا کار و کړ هیڅکله به هم د غمونو په دریاب کې ډوب نه شو.


په اصل کې انسان چې کومې خبرې بوډا کوي، هغه مایوسي، نهیلي او غم دی. نو مونږ ته لا زمه ده چې د ښه او خوشحاله ژوند تیرولو لپاره همیشه هیله من واوسو.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته