تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د میني او رحمت رهبر
 
  May 15, 2017
  0

 

ژباړه:غلام عمرعبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د میني او رحمت رهبر

تاریخ لیکوونکو د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په هکله لیکلي دي.
امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضي الله عنه به د خپل قوت او شدت سره په مدینه منوره کي خلکو ته د ډوډۍ سترخوان تیاروه، یوه ورځ یې ولیدل چي یو سړی په کیڼ لاس خوراک کوي. 
 
امیرالمؤمنین ورته وویل : ای د الله بنده په ښی لاس خوراک وکړه !
سړی ورته وویل : ای د الله بنده هغه لاس مي مشغول دی.
 
امیرالمؤمنین څو ځلي خبره ورته تکرار کړل خو نوموړي کس به همدا یوه خبره ورته کول چي (هغه لاس مي مشغول دی).

امیرالمؤمنین ورته وویل : په څه شي دي مشغول کړی دی ؟
سړي ځواب ورکړ : د مو ته د غزا ( له رومیانو سره د مسلمانانو لویه غزا وه ) په ورځ خوږ سوی دی او اوس يې له حرکت ورکولو څخه عاجزه یم.
 
امیرالمؤمنین د سړي سره کښېناست، وئې ژړل او پوښتنه يې ځیني وکړه ویل: 
 
ستا اودس څوک درتازه  کوي ؟
ستا جامې څوک در پرېمینځي ؟
ستا وريښتان څوک در پرېمینځي ؟

او دې ته ورته نوري پوښتني يې هم ځیني وکړې...

وروسته يې امر وکړ چي یو خادم، یو څه توښه او ډوډۍ ورته تیاره کړئ او ور يې کړئ. 
وروسته يې له سړي څخه بخښنه وغوښتل هسي نه چي د امیرالمؤمنین په څوځله سپارښتني زهیر سوی وي.
 
------------------------
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته