تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زنا اسباب: اختلاط
 
  April 3, 2017
  0
ژباړه: عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اول- اختلاط:

یعني د ښځو او نرو سره ګډیدل ، او دا اختلاط یا د نارینه او ښځینه سره ګډیدل اکثره په ادارو، بازارو، محفلو، پارکو او باغچو او داسي نورو ځایونو کي پیښيږي. 

د اسلام د مبارک دین سره چې د چا دښمني ده د هغوی دعوت زموږ د نارینه او ښځينه په مابین کي اختلاط  لپاره په دې خاطر دی چي دوی د مسلمانانو سره په دې باندي حسد دی چي تر څو دوی د مسلمانانو په هغه قوي دین باندي برلاسي شي ، چي هغه دین د مسلمانانو د هدایت ذریعه ده الله جل جلاله په دې هکله فرمایي :

 وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلاَ نَصِيرٍ. (بقره: ۱۲۰)
یعني یهودیان او عیسویان به هیڅکله له تا څخه خوشحاله نشي، تر څو ته د هغو په لاره (دین) لاړ نسي ، دوی ته په کلکه ووایه چي سمه لاره یوازي هماغه ده چي الله (عزوجل) ښودلې ده ، او که ته له هغه علم څخه وروسته چي درکړای شویدی، د هغو په خواهشاتو پسي لاړ شي، نو ستا هیڅ دوست او مرستندوي نشته. 

   د الله جل جلاله د کتاب او رسول الله صلي الله علیه وسلم د سنتو په موافقت د ښځو د نارینو سره ګډیدل او په ډول او سینګار  له کورو څخه وتل او بیله محرمه سفرونه کول حرام دي ، او دغه فواحش  په ټولنه کي هغه وخت خپریږي ، چي د الله جل جلاله له محکمي لاري څخه خلک لري شي ، او د الله جل جلاله حرامو ته حلال وویل شي او د فساد د داعیانو متابعت او پیروي وشي.

رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي چي ښځه دې د خپل محرم ماسوا د بل چا سره سفر نه کوي ، او همدارنګه په بل حدیث کي فرمايي چي کله یو نارینه د ښځي سره یواځي شي ، نو دریم یې شیطان دی ،او همدارنګه فرمايي چي د خپل خاوند او محرم بغیر د بل کس لپاره جایز نه دي چي د پردۍ ښځي سره شپه تیره کړي،( مسلم)

او بل د نارینه  و پردیو ښځو ته کتل یوه عظیمه فتنه ده ځکه چي دا کتل د نارینه او ښځينه وو تر منځ د اړیکو د پیدا کیدلو سبب ګرځي.نو پر مسلمانانو لازمه ده چي ځان له زنا او زنا ته له بلوونکو  شیانو (د زنا له  اسباب) څخه وساتي، ځکه  چي هر کار د اسبابو په وسیله سرته رسیږي.

په مسلمانانو باندي لازمه ده چي له همیشنۍ سرکښۍ څخه او له باطل کارو څخه ځان وساتي ، لکه پر نامحرمو ښځو او هغو قریبو ښځو  باندي سلام ویل او د لاس روغبړ کول چي د هغوی سره سلام او روغبړ کول روا نه وي، ځکه رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي ، زه له ښځو سره د لاس روغبړ نه کوم (الطبرانى: 24/163 ، رقم 417)
 
او عایشه رضي الله عنها فرمايي، قسم په الله چي رسول الله صلي الله علیه وسلم په هیڅ وخت کي هم د کومي ښځي لاس نه دي مسحه کړی ، او بیعت به یې په خبرو ورسره کوی. (صحیح البخاري )

د دي حدیثونو حکم یواځي تر نبي کریم صلي الله علیه وسلم په پوري مخصص نه دی بلکي حکم یي د ټول امت لپاره عام دی.

او الله تعالي فرمايي: (فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ). سورة النور:۶۳
ژباړه ، د پیغمبر (علیه السلام) له حکم څخه سرغړوونکي باید وویریږي چي په کومه فتنه کي اخته نه شي یا دردناک عذاب بري رانشي. 

نو له د وجي رسول الله صلي الله علیه وسلم  ددې امر کړی دی، چي د ښځینه صفونه دي په لمانځه کي له نارینه وو څخه جدا شي ، او لمونځ یو ډیر اهم عبادت دی داسي عبادت دی چي د بنده او خالق تر منځ د نژدې والي ذریعه ده. 

نو رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي چي بهترین صفونه په جمعه کي د ښځو لپاره آخریني دي او شرترین صفونه د ښځو لپاره اول دي. (المعجم الکبیر )

نو د حیرانتیا ځای دی، د هغو کسانو د پاره چي دوی په ښوونځيو او درس ځایونو کي د نارینه او ښځينه د ګډ ګرځیدلو غوښتنه کوي او تاکید هم ورباندي کوي او افسوس دی په هغه چا باندي چي دی د پردۍ ښځي و څنګه ته په کښناستلو خوشحاله کیږي ، نو ای مسلمه هغه غیرت دي څه شوو؟ هغه د الله تعالي څخه بیره دې څه شوه ؟  په دې کارونو سره یواځي دیوث کس راضي کیږي،  دیوث هغه کس دی چي د خپلو محارمو په فحشاء باندي اقرار کوي. نعوذبالله من ذلک 

نو په مسلمان ورور او مسلمانه  خور باندي لازمه ده چي دداسي چا سره خپل تعلق پري کړي چي د هغه لپاره دین نه وي هغه په اسلامي اخلاقو سمبال نه وي، او هغه  د مسلمانانو د دین او عقیدي په ختمولو کي خپل طاقت مصرفوي . او د مسلمانې خور عزت ، عفت ،  دبدبه او حجاب له هغې څخه لري کوي،  تر څو دوی د خپلو خواهشاتو او شهواتو او زناوو  ښکار وګرځوي. 

ادامه لري.....
 
د زنا اړوند لیکني: زنا
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته