تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلامي شریعت کې د ښځې حقوق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 17, 2020
  0

په اسلامي شریعت کې د ښځې حقوق

 

لیکنه:عبدالمالک نیازی./ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

داسلام متعصب دښمنان، اوځینې ناپوه دوستان، ګمان کوي چې په اسلامي شریعت کې ښځې ته ددې حق نه دی ورکړشوی، اود نارینه په نسبت، د دې حقوقو ته پاملرنه نه ده شوې، نوځکه ځای په ځای د ښځې د ازادي، او د ښځې د حقوقو چغې وهي، راځې چې وګورو په رښتیا ښځه په اسلام کې مظلومه ده ؟ اورښتیا لویدیزوالو هغې ته تراسلام نه زیات اررښت ورکړی ؟ او یا دا چې په دې بهانه غرب له مونږ نه غواړي  چې د دوی ځانګړې عینکې په سترګو کړو تر څو مونږ ته هم هغه څه ښکاره شي چې دوی یې غواړي، اګرکه هغه واقعیت ونه لري او د ځمکني واقعیتونو سره په ټکر کې وي. مونږ د لته اول د جاهلیت په هنداره کې ښځه ګورو، اوبیایې داسلام په هنداره کې مطالعه کوو، نور انصاف لوستونکو ته پریږدو چې په خپله قضاوت وکړي.


د جاهلیت زمانه:


که مونږ غواړو چې په اسلامي شریعت کې، د ښځې  د حقوقو په اړه معلومات لاسته راوړو، او هم وپیژنو چې اسلام ښځې سره کومې ښیګڼې کړي، نو اړینه ده چې اسلام نه مخکې، د جاهلیت په زمانه کې د ښځې ژوند ته یوه ځغلنده کتنه وکړو. دجاهیلت په دور کې ښځه، د ژوند په ټولو برخو کې په تورو تیارو کې اوسیده، د ډيرو انساني حقوقو څخه محرومه وه، په کورنۍ کې ددې پییدایښت یوه غټه بد بختي اوعار ګڼل کیده، خلکو به خپلې لورګانې ژوندۍ  په خاوروکې ښخولې، هغه یې له هرقسم ملکیت څخه تجرید کړې وه، تردې چې لکه د نورو مالونو په څیربه په میراث وړل کیده، که به د کومې میرمنې خاوند وفات شو، نیژدې دوستانو به ځغاستل ترڅوپه هغې څادر اویا یو پوړنی واچوي، نوهرڅوک به چې لمړی په دې کار کې کامیاب شو نو دا ښځه به د هغه په ملکیت کې ګڼل کیده، ده به یا د ځان لپاره کښینوله، اویابه یې په بل چا وپلورله، د میاشتنۍ مریضي په مهال به یې په جلا خونه کې بنده کړه، ترڅو د نورو انسانانو سره یوځای نشي، ځکه چې د دوی په آند په دغه مهال له دې سره کښیناستل اویا ډوډۍ خوړل، نامشروعه عمل و.


د اغریقیانو په عقیده ښځه زهرناک بوټی، او د شیطان کرغیړن عمل ګڼل کیده، د نورو مالونو په څیرپلورل او پیریدل یې روا کار و.

 

رومیانو به ویل چې، ښځه بې روحه جسد دی، ددوی په قانون کې ددې لپاره ډیرې جزاګانې ټاکل شوې وې، یوه جزا دا وه چې ګرم تیل پرې چپه کړی شي، اوبیا په یوه بیدیا کې په اسانو پورې وتړل شي اوکش کړی شي، ترڅو مړه شي.


د چینایانو په آند، ښځه هغه دردونکې اوبه  وې چې خوشحالي له منځه وړي، له دې امله هر چینایې خاوند حق درلود چې خپله میرمن ژوندۍ په خاورو کې ښخه کړي، او د میړه د مړینې په مهال د هغه وارثانو کولای شو چې د نورو مالونو په څیردا هم په میراث واخلي.


هندوانو د ښځې په اړه داسی ویل: مرګ، دوزخ، زهر، خاماران، اور، د ښځې څخه ډیر بد نه دي، او دا د میړه د مرګ نه وروسته، د ژوند حق  هم نه لري، بلکه لازمه ده چې د هغه سره یوځای په اور کې وسوزول شي.


فارسیانو بیا  له محرماتو سره نکاح روا بلله، او فارسی نارینه ته یې دا حق ورکړی و، چې دخپلې میرمنې دمرګ پریکړه وکړئ.
د یهودو په وړاندې ښځه لعنتي انسان و، ځکه چې هغه د انسانانو د بې لارۍ لامل و، د حیض په مهال نجسه ګڼل کیده،  د قانون له مخې پلار کولای شو چې هغه وپلوري. 


فرانسویانو د ښځې په انسانیت کې  شک درلود، هغوی په دې اړه په ۵۸۶ م کال کې یوکنفرانس راوبللو، چې په دې بحث اوڅیړنه وکړي چې ایا ښځه انسان دی اوکه نه ؟! ایا هغه روح لري اوکه نه ؟ اوکه روح لري، نو هغه حیواني دی او که انساني ؟ که روح یې انساني وي، ایا هغه د سړي له روح سره برابر دی اوکه له هغه څخه په کښته درجه کې قرار لري ؟ په پای کې یې دا پریکړه وکړه چې هغه انسان دی، مګریواځې د سړی د خدمت لپاره پیداشوې. 


د انګلستان د پاچا (اتم هنري) په زمانه کې د انګلستان پارلمان یوه پریکړه وکړه، چې له مخې یې ښځه نشي کولای د عهد جدید (انجیل) مطالعه وکړي، ځکه چې دا نجسه ده. 


اسلام نه مخکې عربانو هم له ښځې سره د مرګ نه زیاته کرکه کوله، تردې چې هغه یې ژوندۍ په خاورو ښخوله، اویابه یې په ډیره بې رحمۍ  کوهي کې غورځوله !!!


 د شلمي اویو ویشتمې پـــیــړۍ جهالت:


راځې چې وګورو په اوسني غربي متمدنه دنیا کې د ښځې څه حال دی، د یادونې وړ ده  چې اوسنی غربي ثقافت د پخواني غربي (اغریقي اوروماني) ثقافت څخه سرچینه اخلي، اوهمدا راز ځیني توکي یې د کلیسا په مذهبي اصولو ولاړ دي، دلته هغه اړخونو ته اشاره کوو چې د ښځې په ژوند کې خورا اهمیت لري:


۱ – د ښځې شخصیت :


لکه څرنګه چې تر مخه یادونه وشوه چې اوسنی غربي تمدن اوثقافت د پخواني غربي نظامونو څخه سرچینه اخلي، نوځګه په اوسني غربي نظام کې د ښځې په حالت کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی، اوس هم د پخوا په شان ښځه مظلومه ده، مګر د نوو شعارونو لاندې اوپه نوي بڼه، هغه نارینه چې د تاریخ په اوږدو کې د ښځې د کفالت مسؤل ګڼل کیده، هغه اوس دغربي نظام د منطق له مخې په دې اړه مسؤلیت نه لري، بلکه ښځه مکلفه ده چې له ده سره د فامیل اقتصادي بارپه غاړه واخلي.


تردې هم نا اشنا داده چې سړی د خپلې لور چې اتلس کلونو ته یي عمررسیدلی وي، د کفالت مسؤلیت هم نه لري، دا جوته خبره ده چې نجلۍ په دې عمر کې –غالبا- پوهنتوني لوړې زده کړې کوي، هغه نه شي کولای چې خپل اقتصادي ضرورت په خپله پوره کړي، چې له همدې لامله اخلاقي تنازل ته تسلیمیږي، اود اشرارو په جال کې حصاریږي. 


ډیره نا اشنا خودا ده چې ښځه مسکینه د خپل ځانګړي نوم حق هم نه لري، بلکه د میړه په نوم یادیږي، دهغه په بدلیدو ددې نوم هم بدلیږي؟


ان شاءالله نور بیا .....


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته