تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله تعالی د وجود اثبات
  تعلیم الاسلام
  February 21, 2017
  0

  ملحدینو د اعتراض په ځواب کي

لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-02-21

 
۱: تاسي وګورئ، په ساینسي لحاظ سره، دغه ټوله د کائناتو نظام له نه شتون څخه شتون سو، یعني هیڅ شی (ماده) موجوده نه وه، او خدای هر څه موجود کړه، ایا دا پر دې باندي دلالت نه کوي چي خدای شتون لري؟
 
۲: تاسی وګورئ ټوله کائنات د یوه منظم پلان له مخي ډیزاین سوي او تخلیق سویدي، د بېلګي په ډول سره، په کائناتو کي مقناطیسي قوه، فشار، د جذب قوه او نور... شتون لري، که چیري د مځکې د کُرې د جذب قوه لږ وای نو دغه ژوند به شتون نه درلودای، چي له دې څخه موږ ته دا په لاس راځي چي دغه ټوله کهکشان، سیارې، ستوري ، حیوانات، انسانان او نور... د یوه منظم پلان له مخي پیداسویدي، د هر شي توازن په نظر کي نیول سویدی، ایا ددې ټولو کائناتو توازن ساتل د خدای پر وجود باندي دلالت نه کوي؟
 
۳: فرضاً د یوه کس مور وفات سوېده او نوم یې فاطمه وه، که زه چیري پوښتنه ور څخه وکړم چي مور دي څوک ده؟ او دی ځواب راکړي چي فاطمه ده؛ زه ورته وایم چي نه یې منم چی فاطمه دي ستا مور وي داځکه ثبوت غواړم، دغه کس که د پیدایښت پاڼه (Birth Certificate) راوړي او زه بیا هم ورته ووایم چي نه یې منم، نو دی به راته ووايي چی دغه ثبوت دی چي زه په دغه روغتون او پر دغه نېټه باندي له فاطمې څخه پیدا سوی یم، نو که زه چیري ددغه کس و پیدایښت پاڼې ته ارزښت ورنکړم، نو دغه کس به ضرور پر ما باندي دا پرېکړه وکړي چي زه ډېر یو بې عقل ، جاهل او ناپوه کس یم.
 
دا چي د خدای د وجود په هکله په میلیونهاوو ثبوتونه شتون لري او بیا یې هم تاسي ملحدین نه منی نو دا پر دې باندي دلالت کوي چي ټوله ملحدین د قرآنکریم د پرېکړې مطابق تر حیواناتو بد تر دي. (بل هم اضل)
 
---------------------------
اړوند لیکنه: پروفيسر وويل، چې خدای نشته
 
www.Taleemulislam-Radio.com
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته