تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ګروي د شي څخه ګټه اخیستل
 
  January 6, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۴۲)

نوم: جانباز خان  

د اوسېدو ځاى: (کابل افغانستان)

سوال :  دلته اوس داسي رواج دی چي کله ته کور په کرایه نیسی نو د کور مالک ووایی چي زه ئې په ګروي ورکوم،  هغه دارنګه:  چي ما ته د بیلګي په توګه ۴۰۰۰۰ ډالر راکړه او په کور کې اوسه چې کله ما درته خپلي پیسې بیرته درکړي نو کور به خالي کړی. نو دارنګه راکړه ورکړه څنګه ده چې پخپله پکې اوسې.

 جواب : 

حامداً و مصلياً
 
یو کس ته په دې شرط قرض ورکول چي هغه به قرض ورکونکي ته کور، مځکه یا بل شی په ګروي کي ورکوي، او قرض ورکونکی به د هغه د مځکی او کور څخه ګټه اخلي، د قرض ورکونکي او د قرض اخیستونکي دواړو له پاره جواز نه لري.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  حتی یقبض دینه او یبرئه  (لا انتفاع به مطلقا) لا باستخدام ولا سكنى ولا لبس ولا إجارة ولا إعارة سواء كان من مرتهن أو راهن ... وقال في المنح هناك ، وعن عبد الله بن محمد بن أسلم السمرقندي ، وكان من كبار علماء سمرقند إنه لا يحل له أن ينتفع بشيء منه بوجه من الوجوه وإن أذن له الراهن ، لأنه أذن له في الربا لأنه يستوفي دينه كاملا فتبقى له المنفعة فضلا ، فتكون ربا... قلت والغالب من أحوال الناس أنهم إنما يريدون عند الدفع الانتفاع ، ولولاه لما أعطاه الدراهم وهذا بمنزلة الشرط ، لأن المعروف كالمشروط وهو مما يعين المنع ، والله تعالى أعلم ا هـ. الدرالمختار مع ردالمحتار: ج۵، ص۳۴۲. کتاب الرهن، مکتبه رشیدیة.

(۲): فتاوي حقانیة: ج۶، ص۲۲۹. 
آپ کی مسائل اور  انکاحل: ج۷، ص۱۸۹. 

جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته