تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د توکل ګټي
 
  December 31, 2016
  0
راټولونه: عبيدالله جار / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱ : په الله  جل جلاله باندې په توکل سره پر دښمنانو بريا او لاس بری تر لاسه کيږي پدې هکله الله جل جلاله فرمايي :

(..... وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ (۱۷۳) فَانْقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُوا رِضْوَانَ اللَّهِ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ.(سورة آل عمران: ۱۷۳-۱۷۴)
 
ژباړه : او وويل دوی (مسلمانانو) چې موږ لره الله جل جلاله کافي او حامي دی دوی د خداي په فضل او نعمت بيرته را وګرځيدل او هيڅ زيان ورته ونه رسيده او د الله جل جلاله د رضا فرمانبردار شول او الله د ډیر لوی فضل (احسان رحمت) څښتن دی.

۲: په الله جل جلاله باندې په توکل سره هر ډول زيانونه ، آفتونه او مصيبتونه لېري کيږي او په دې سره روزي، منافع او له بيماريو څخه درمان تر لاسه کيږي .

٣ : په الله جل جلاله باندې توکل د زړه د ژوند او د هغه د قوت او تازه توب سبب ګرځي . او همدا توکل د روحي او رواني ماتو او ناروغيو د مخنيوي سبب کيږي .

۴ : توکل بنده له ځان وژنې او هغو اعمالو څخه ساتي چې د بې توکله کسانو له خوا صادريږي دا هغه کسان دي چې نا اميده شوي او د ماتې او سر خوږي سره مخ شويدي او فکر کوي چې په دنيا کې يې نور هيڅ ځای پاتې ندی ، توکل له دا رنګه اشخاصو څخه د لېرې والي سبب او باعث ګرځي .

۵ : توکل د خپل روح ، مال ،اولاد او کورنۍ د ژغورنې سبب او موجب ګر ځي ، الله جل جلاله په دې هکله د يوسف علیه السلام په اړوند فرمايي :
 
(....قَالَ اللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ) (سورة یوسف: ۶۶)

ژباړه يې دا ده چې يوسف وويل : الله جل جلاله زموږ په خبرو او ګفتار وکيل (شاهد او ناظر) دی.

دغه راز کله چې يعقوب علیه السلام خپلو زامنو ته لارښونه کوي په پای کې ورته وايي :

(إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ). (سورة یوسف: ۶۷)
ژباړه : حکم يوازې او يوازې الله جل جلاله لره دی په همغه مې توکل کړی او په همغه باندې بايد متوکلين توکل وکړي.

په بل ځای کې پاک پروردګار فرمايي :

(إِنَّمَا النَّجْوَى مِنَ الشَّيْطَانِ لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيْسَ بِضَارِّهِمْ شَيْئًا إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ) (سورة المجادلة: ۱۰)

ژباړه : بېشکه چې (د ګناه) پټي خبري د شيطان له کارونو څخه ده ،غواړي چې مؤمنان پرې محزون او غمجن کړي خو د الله جل جلاله  له اذن پرته به هغوی ته څه ضرر ونه رسوي بايد مؤمنان يوازې په الله جل جلاله توکل وکړي.

دغه راز کله چې انسان له کور څخه بهر وځي هم بايد په الله جل جلاله د توکل اراده وکړي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :

( إِذَا خَرَجَ الرَّجُلُ مِنْ بَيْتِهِ فَقَالَ بِسْمِ اللَّهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ) .( سنن ابي داؤد)

ژباړه : کله چې يو کس له خپل کور څخه وزي  نو داسې دې ووايي چې (بِسْمِ اللَّهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ).

۶ : په الله جل جلاله باندې توکل په بنده کې د کار اراده  او شوق را پاروي ځکه چې د شرعي اسبابو د برابرولو لار ورته پرانيستل کيږي، کله چې د بنده سره د توکل درست فهم پيداشي نو د زړه له تله په کار پسي وځي او د خپلې روزي اسباب او وسائل برابروي او دا وسائل او اسباب بيا د توليد ، نتيجه ګيری او د ګټې اخيستنې باعث ګرځي .

۷ : توکل په الله جل جلاله باندې د معنويت روح لوړوي که څه هم چې مصيبتونه او سختي يي لمنه رانيسي . او په الله جل جلاله باندې توکل د انسان روزي تأمينوي .

۸ : په الله جل جلاله باندې توکل د هر کار نتيجه محققه کوي مثلاً محصل په خپلو درسونو کې موفقيت غواړي ، سوداګر په خپل کار او کسب کي ګټه او کاريګر مناسب کار او او منصب غواړي او توکل د دې هدفونو په تر لاسه کولو کې ور سره مرسته کوي .

۹ : هر څوک چې په الله جل جلاله توکل وکړي له خپل ځان سره د الله جل جلاله ملګرتوب او مرسته احساسوي پوهيږي چې الله جل جلاله له هغه سره دی ، مرسته يې کوي ، هېلې يې پوره کوي او حافظ او ساتونکی يې دی ، دغه راز په الله جل جلاله باندې توکل د الله جل جلاله مينه او محبت بنده ته ډالۍ کوي ، د بنده هم د توکل په نتيجه کې د الله جل جلاله مينه په زړه کې ځای نيسي ځکه چې آثار او اغيزې يې په خپلو سترګو ويني او پوهيږي چې الله جل جلاله يې څرنګه د نيت او توکل پر بنا هر څه چې غواړي ورکوي .

۱۰ : هر څوک چې په عمل کې لکه څنګه چې ښايي توکل محقق کړي له حساب او عذاب پرته به جنت ته رسيږي چې دا په خپله لکه څرنګه چې د اويا زرو کسانو په حديث شريف کې راغلي د توکل يوه لويه ثمره ده ، بالآخره توکل له سره تر پايه ټول عزت ، دولت ، شتمني او له لويه سره ژوند دی .

مخکنۍ لیکني:
د توکل پیژندنه او طریقه
د توکل ځایونه
د توکل عملي بیلګي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته