تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خوبونو عجب تعبیر - امام ابن سیرین رح
  تعلیم الاسلام ویب باڼه
  November 19, 2019
  0

لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

امام ابن سیرین رحمه الله مشهور تابعي او محدث دی چي د خوبونو په تعبیر کي امام بلل کیږي. پخپل عصر کي الله تعالی د خوبونو د تعبیر ډیر منفرد علم ورکړی وو. دلته یې یو څو عبرتي واقعات رانقلوو.


۱: عبدالله بن مسلم المروزي وایي چي زه به د مشهور تابعي امام ابن سیرین رحمه الله سره کښېنستم (چي د خوبونو په تعبیر کي په ټول امت کي مشهوره دی) بیا مي د هغه مجلس پرېښوی، د ځینو بدعتیانو سره کښېنستم. وروسته مي خوب ولیدی چي زه دداسي چا سره روان یم چي هغوی د نبي کریم ﷺ جنازه اخلي.

بیرته امام ابن سیرین رحمه الله ته راغلم او ددغه خوب تعبیر مي وپوښتی. هغه راته وفرمایل: ولي دداسي کسانو سره کښېنې چي هغوی غواړي د نبي ﷺ راوړی (شریعت) دفن کړي؟! (سير أعلام النبلاء)

 

۲: امام ابن سیرین رحمه الله ته یو نفر راغلی او داسي خوب یې ورته ووایه: په خوب مي لیدل چي زه او یوه توره مینځه په یوه قعصه کي ماهی خورو.
امام وفرمایل: ما ته به د ډوډۍ دعوت ونه کړې؟

هغه وویل: بلکل!


امام صاحب یې دعوت کړی. کله چي سترخان هوار سو، توره مینځه راغله. 


ابن سیرین رحمه الله ورته وویل: ایا ددې سره دي صحبت کړی دی؟
هغه وویل: یا
امام ورته وویل: ورسه په هغه ګوښه اطاق کي صحبت ورسره وکړه.
هغه هم د مینځي سره خوني ته ولاړی، ناڅاپه سړي چغه وکړه، ای ابوبکره! دا خو سړی دی په والله!

امام ابن سیرین رحمه الله ورته وویل: همدغه کس ستا په کورنۍ کي درسره شریک وو. (سیر اعلام النباء)

 

۳: ابن سیرین رحمه الله ته یوه نفر وویل: ما په خوب کي لیدل چي په لاس کي مي د هنداري پیاله ده او اوبه پکښي دي، پیاله ماته سي خو اوبه پاته سي.
امام صاحب ورته وویل: د الله څخه وبیریږه! شی دي لا نه دي لیدلي (یعني درواغ وايي).
هغه وویل: سبحان الله!
ابن سیرین ورته وویل: مقصد څوک چي درواغ وايي هغه پر ما نه دی. مېرمن به دي اولاد وزېږوي او مړه به سي خو اولاد به یې پاته سي.

 

کله چي هغه نفر راووتی ویې ویل: والله که مي شی لا لیدلي يي.

خو یو څه مده وروسته یې دستي اولاد پیدا سو او ښځه یې مړه سوه. (سير أعلام النبلاء)

 

۴: مشهور تابعي محمد بن سیرین رحمه الله ته یوه نفر وویل چي ما خوب لیدی چي د جوهر د جام څخه عسل زبېښم. ابن سیرین رحمه الله ورته وویل: د الله څخه وبېرېږده، د قرانکریم تلاوت بیرته پیل کړه، تا قران وایه بیا دي هیر کړی دی. (حلیة الاولیاء)

 

۵: امام محمد بن سیرین رحمه الله ته یوه نفر وویل چي ما په خوب کي لیدل چي پر مځکه یوې کوم خو زراعت نه کوي. په جواب کي یې ورته وویل: ته د خپلي مېرمني سره عزل کوې (اولاد نه پیدا کوې). (حلیة الاولیاء)


۶: یوه نفر ورته وویل چي ما په خوب کي لیدل چي کالي پرېولم خو پاکیږي نه! هغه ورته وویل: تا د خپل ورور سره اړیکي قطع کړي دي. (حلیة الاولیاء)

 

۷: یوه نفر خپل خوب داسي ورته ووایه چي ما خوب لیدی چي بېله اوبو لامبو وهم او بېله وزرو پرواز کوم. ده ورته وویل چي ته هغه سړی یې چي خواهشات ډیروې. (منهاج الیقین)

 

۸: محمد بن سیرین رحمه الله فرمايي: دغه دیني علم دین دی نو پام کوئ چي د چا څخه دا علم اخلی.(حلیة الاولیاء)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته