تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د استاد او شاګرد له پنده ډکه کيسه
 
  July 18, 2017
  0

 


ژباړه: غلام عمرعبدالله

د استاد او شاګرد له پنده ډکه کيسه

 شقيق البلخي رحمه الله خپل شاګرد حاتم الأصم ته وويل : څومره وخت کېږي چي زما هم مجلسه يې؟
 شاګرد : 33 کاله

استاد : په دا 33 کاله کي دي څه شي راڅخه زده کړل؟
 شاګرد: اته مسايل. 

استاد: إنّا لله وإنّا إليه راجعون !! زما عمر ستا سره ختم سو خو تا له اته خبرو پرته نور څه زده نه کړل.
شاګرد : هو له اته خبرو پرته مي نور څه نه دي زده کړي او درواغ ويل مي هم خوښ نه دي.

استاد :راوړه ! چي وايي ورم چي تا څه زده کړي دي؟؟؟.

 لمړى ; ما خلكو ته وکتل ومي ليدل چي هر څوك دځان لپاره يو دوست غوره کوي، خو چي د مرګ وروسته به کله قبر ته يووړل سو ملګرى به ځيني جلا سو، نو ما نېکي د ځان لپاره د ملګري په توګه غوره کړه، ځکه کله چي قبر ته داخل کړل سم نو نيکي به هم راسره داخله سي.

دوهم ; ما د الله تعالى دغه قول ته وکتل: [وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى * فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى. النازعات ۴۱ - ۴۱]
ژباړه : (او چا چي د خپل رب په مخ کښي له درېدو څخه بېره کړې وه او نفس یې له ناوړو غوښتنو څخه ساتلی ؤ ، نو جنت دهغه ستوګنځی دی). نو ما له شهوتونو څخه د خپل نفس په ساتلو کي کوښښ وکړ تر دې چي د الله تعالی پر اطاعت مي استقامت نصیب سو .

دریم : ما خلکو ته وکتل له هر چا سره یو ارزښت لرونکی شی و چي له لاسه يې نه ورکاوه ما د الله تعالی دې قول ته وکتل : [مَا عِندَكُمْ يَنفَدُ ۖ وَمَا عِندَ اللَّهِ بَاقٍ ۗ النحل ۹۶].
ژباړه : (څه چي له تاسي سره دي هغه مصرف کېدونکي دي او څه چي له الله سره دي هغه باقي پاته کېدونکي دي ). پس هرهغه څه چي زما سره وه د الله د رضا لپاره مي ورکړه، تر څو وساتل سي نو ټولو ارزښت پیدا کړ.

څلورم: ما خلکو ته وکتل چي ټولو د مال، نسب او حسب له مخي ځانونه تباه کړي وه ما د الله تعالی دغه قول ته وکتل:[إِنَّ أَکرَمَکُم عِندَاللّهِ أَتقَاکُم. الحجرات ۱۳].
ژباړه : (په حقیقت کي د الله په وړاندي ستاسي څخه ترټولو زیات عزتمند هغه څوک دی چي په تاسي کښې تر ټولو زیات پرهېزګاره وي). نو ما د تقوا عمل غوره کړ تر دې چي د الله په وړاندي عزتمند شخص سوم.

پنځم : ما خلکو ته وکتل چي د دنیا په نعمتونو کي يې یو له بل سره حسد کاوه ما د الله تعالی دغه قول ته وکتل : [ نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُم مَّعِيشَتَهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ الزخرف ۳].
ژباړه : (د دوی د دنیوي ژوندانه تېرولو وسايل خو موږ د دوی په منځ کي وېشلي دي). پس زه په دې پوه سوم چي د دنیوي ژوند دنعمتونو وېشنه د الله له لوري ده نو ما حسد ترک کړ.

شپږم : ما خلک ولیدل چي ځینو له ځينو نورو په خپل منځ کي دښمني ، سرغړوني او وژني سره کولې ما د الله دغه قول ته وکتل : [ إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا ۚ الفاطر ۶].
 ژباړه : (په حقیقت کي شیطان ستاسي دښمن دی ، نو تاسي هم هغه خپل دښمن وګڼئ). نو ما له خلکو سره دښمني ترک کړل او یوزاي د شیطان دښمنۍ ته وزګار سوم.

اووم : ما خلک ولیدل چي هر یوه يې د رزق په پیداکولو کي پر ځان ستونزي او تکلیفونه تېروي تر دې چي داسي څه ته يې لاس اچول چي ورته جایز نه دي ، نو ما د الله تعالی دې قول ته وکتل: [وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا . هود ۶] .
ژباړه :(په ځمکه کي هیڅ داسي کوم خوځنده ساکښ نسته ، چي د هغه روزي د الله تعالی په غاړه نه وي). زه په دې پوه سوم چي زه هم د ځمکي یو ګرځېدونکي ساکښ یم ، نو ما هغه څه ترک کړل چي د الله پر ذمه وه او په هغه څه مشغول سوم چي د الله له لوري زما پر زمه وه.

اتم : ما ولیدل چي خلکو پر داسي شي توکل کاوه چي د دوی په شان مخلوق وه. مثلاٌ : پر مال ، شتمنۍ او مقام يې توکل کاوه. ما د الله تعالی دې قول ته وکتل : [ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ۚ الطلاق ۳] .

ژباړه : (څوک چي پرالله توکل وکړي ، د هغه لپاره الله کافي دی). 
 
-------------------------------------
 
سرچينه : تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته