تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دهریت او نیچریت څه ته وايي؟
 
  July 28, 2016
  0
دهري او دهریت وڅه شی ته وايي؟

لیکنه: عبدالغفار جُبیر

(دهر) وزمانې ته وايي، دهري یا دهریه وهغې ډلي ته ویل کیږي چي هغوی زمانه ازلي ګڼي، او وايي چي زمانه قدیمه ده، قیامت نه مني، د دوی په نظر هر څه زمانه پیدا کوي او رامنځته کوي، دوی وايي چي هر ډول عبادت بې معنا دی، دوی داهم وايي چي زمانه د مور څخه اولاد زیږوي، له ځمکې څخه اصول لاسته راوړي، له اسمانه څخه اوبه راکښته کوي، بادونه او بارانونه همدا زمانه کوي، دوی خدای مني خو وايي چي دا هر څه زمانه کوي او خدای هیڅ رول نه پکښې لري، العیاذ بالله.

دهریت ودې ته هم وايي چي بس همدا ژوند دی، لکه واښه شین سو، وچ سو او ختم سو، دهریه په دې باور دي چي نه قیامت سته نه حساب او کتاب سته او نه هیڅ شی سته، انسان پیدا سو، لوی سو مړ سو او ختم سو.

نیچریت وڅه شی ته وايي؟؟؟

لیکنه: عبدالغفار جُبیر

ددې ډلی بنسټ ایښودونکی سرسید احمد خان (۱۸۱۷- م۱۸۹۸)  وو، په نیچریت کي داسي عقاید سته چي په واضح ډول سره د قرآني نصوصو او احادیثو څخه انکار دی، څه داسی عقاید لري چي صرف ګمراهي او ضلالت دی او څه داسي عقاید لري چي کفر او الحادی دی، د بیلګي په ډول سره:

د فرښتو او شیطانانو څخه انکار، د جنت څخه انکار، د عذاب قبر څخه انکار، د جنت او دوږخ څخه انکار، د قیامت د لوی ورځي، حشر او نشر څخه انکار، عذاب، ثواب او غلمانو څخه انکار، د معجزو او کرامت څخه انکار، شراب او خنزیر حلال ګڼل، د حورو څخه انکار، د قدر څخه انکار، د اسمانو څخه انکار، اجماع حجت نه ده، په قرآن کی نسخ نسته، د نبوت وروسته خلافت نسته، د احادیثو څخه انکار، ابرهه او د هغه فوځ د ابابل مرغانو په ډبرو ویشتلو څخه انکار، د سحر د تأ ثیر څخه انکار، حضرت عیسی علیه السلام قتل سو، او اسمان ته له تګ څخه انکار، حضرت عیسی علیه السلام بې پلاره نه دی پیدا سوی، انکار معجزه شق القمر، انکار ظهور حضرت مهدي، انکار ختم نبوت، سپي پاک دی او داسي نور...

دغه ټول سوالونه حکیم الامت حضرت اشرف علی تهانوي رحمة الله علیه په امداد الفتاوی ۶ ټوک کي ځواب کړیدي.

پردې باندي شهید علامه سید جمال الدین افغان رحمة الله علیه پوره دوه کاله د هندوستان د دکن ښار کي مقابله وکړه، پرنیچریت باندي دعلامه سید جمال الدین افغان رحمة الله علیه یوه رساله هم شتون لري، په عربي، انګریزي، اردو او دري کي شتون لري.

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته