تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لټي انسان له ځوړ سره مخکوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 2, 2018
  0

محمد نبي سلطاني / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دا يو ښکاره حقيقت دئ، چي د نړۍ پر مخ هغه ملتونه او اولسونه د معنوي او مادي څښتنان سوي او دي، چي خوځنده، اغېزمن، باحمته او مبتکر دي،  د ژوندانه د پر مخبېولو او د اړتيا وړ شيانو د غوښتلو او د تر لاسه کولو لپاره متحرک او خوځنده او شپه او ورځ په کار لګيادي او غواړي چي په يو ډول نه يو ډول د ژوند ښېګڼي، هوسايني او اسانتياوي د ځان، اولس او هيواد لپاره برابري کړي، خپلي وړتياوي پر خپل ځای وکاروي او د طبيعت هغه شيان، چي الله جل جلاله پيداکړي په سمه توګه ورڅخه ګټه واخلي. دغه اولسونه د نړۍ پر مختللي اولسونه دي، چي ورځ تر بلي پرمختګ کوي، له ښېګڼو او پر ښېرازيو څخه برخمن کيږي، نوي - نوي اختراعات کوي، نړۍ ته هره ورځ د اولسونو د هوسايني او ګټي په موخه توکي وړاندي کوي. ازاد، خپلواک، د نورو له سلطې خلاص او پر ځان ويسادي.  


دا هم يو څرګند حقيقت دئ، چي لټ، بې غوره، بې کاره او بېروزګاره اولسونه او ملتونه، چي نه خپل او نه د بل غم ورسره وي، نه ځان او نه نورو ته ګټه رسوي، يوازي غواړي چي شپه او ورځ تېره کي، مذبذب، لالهانده، وږي، تږي، بل ته محتاجه او د بل تر تسلط لاندي ژوند کوي. 


د دغو اولسونو او ملتونو څخه ئې يو هم موږ يو چي اکثره وخت مو د فعاليت، کار او روزګار ساحه په ژمي کي پیتاوي ته مجلسونه  او په دوبي کي ټنډه خوبونه وي، نه د درس، نه د تعليم، نه د کار او نه هم د ښه ژوند غم راسره دئ، يوازي غواړو شپه او ورځ په خوب، لټۍ او بېکارۍ تېره کوو. 


زموږ اوسنی د غربت، مسکنت او وروسته پاتيوالي ستر لامل زموږ لټي، بې غوري، بې کاري او د هرڅه لپاره توجيهات لټول دي، چي د نن کار سبا، د سبا کار بل سبا او... ته پرېږدو. هيڅکله دې ته فکر نه کوو، چي نن مو څه وکړه چي نامعلوم سبا به ئې وکړو، نامعلوم سبا مو څه وکړه، بل سبا به ئې وکړو، یا دا چي که د نن کار سبا ته پرېږدم، نو سبا ئې څوک کوي؟ ایا سبا غوښت نه غوړي او....


ډير اسلامي هیوادونه نن د پرمختللو هیوادو په لړ کي راځي او د ژوند د ټولو سهولتونو او ضروریاتو څخه برخمن دي، ځکه ملتونو يې زیار ایستلی او پدې لاره کي هڅه او کوښښ کوي.


د نړۍ ملتونه چي نن د ټولو هيوادونو په سر کي ځای لري هغوی په کار او زيار کي توجيهات نه لټول، بهانې ئې نه کولې او نه هم لټي، بلکي هغوی د ځان، هيواد او اولس لپاره پر ځان شپه او ورځ يوه کړې وه، فکر او کار ئې کوئ، د بېلګي په توګه المانيان او چاپانيان يادولای سو، چي هغوی په ۱۹۱۹م کال کي تر ټولو هيوادونو بدي ورځي وليدې ښارونه  ئې ړنګ کارخانې ئې تباه او شتمنۍ ئې برباد سوې، خو عزم او اراده ئې له لاسه ورنه کړه، لټۍ، کهالۍ او بېکارۍ زور پر ونه کړ، اول ئې ځانته هيلي او اميدونه وټاکل، ویل به ئې: «موږ  د نړۍ ستر ملتونه يو څنګه لټي او بې غوري وکړو او څه دي چي زموږ د پرمختګ مانع ګرځي، چي بيرته وکولای سو خپل تېر برم او عزت ترلاسه کړو.» 


د دې انګېزې په خپرولو کي ئې هيڅ لټي ونه کړه، بلکي لوی او کوچنی، نر او ښځه سره په يوه خوله او زړه سول لومړی ئې د خپلو هيوادو د جوړولو څخه شروع وکړه. دوی په ډېر  لنډ وخت کي وکولای سوه، چي کار خانې پوهنتونونه، ښوونځي او... فعاله کړي. او بيا ئې د همدې کارونو په مټ وکولای سوه، چي د هيواد په زړو او وړو، ښځو او نارينه وو کي د هيواد پالني يو داسي پیاوړې روحيه رامنځ ته کړي، چي ټول جاپانيان او المانيان د هيواد په جوړونه کي د خولو پر ځای ويني توی کړې. دوی وکولای سول چي په ډېر لنډ وخت کي د بیا ځلي لپاره خپل تېر برم راژوندی کي او د سوال لاس چاته ونه غځوي. 


موږ ته هم په کار ده چي د لټۍ د خوبه پاڅو، د نورو ملتو او اولسو ژوند د ځان لپاره هنداره وګرځو، يوازي په خوب او خوراک بسنه ونه کو، د ژوند او مرګ توپیر وکو، يوازي د ژوند په نامه خوشحاله نه سو، د ويښو ملتونو په څېر ژوند وکو ، ځکه د ملتونو د بقاء او بریالیتوب راز په کار او زيار کي دئ، نه په خوب او خوراک، لټۍ او بې کارۍ کي.           

سرته