تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غریب حدیث ډولونه
 
  July 10, 2016
  0

تعلیم الاسلام راډيو 

 غريب   

مخته مو ولوستل چي حديث د سند په اعتبار  څلور قسمه دى يو قسم ئې د متواتر په نامه ياديږي او  دري نور قسمونه يي لکه غريب ، عزيز  او مشهور ئې د احادو په نامه ياديږي .  

متواتر ټول مقبول دي علم او باور افاده کوي او احاد ځيني مقبول او ځيني غير مقبول دي .  د احادو مقبول ظنيات دي خو کله د ځينو قرائنو په اساس علم نظري افاده کوي لکه مخته چي بحث پر وسو . 

اوس د غريب چي د احادو يو قسم دى انواع په تفصيل سره بيانوو  :  

 د احادو يو قسم د غريب په نامه سره ياديږي اوغريب هغه خبر ته وايي چي په  يوه سند را نقل سوى وي .  

غريب حديث ته فرد هم وايي او دا پر دوه قسمه دى يوه قسم ته ئې فرد مطلق وايي او بل قسم ته ئې فرد نسبي وايي . 

فرد مطلق : 

فرد مطلق هغه غريب حديث ته وايي چي د سند په اصل کي ئې تفرد وي يعني د صحابي څخه فقط يوه تابعي رانقل کړى وي د تابعي څخه که راوي يو نفر وي او يا متعدد او څو کسان وي په هر صورت هغه ته فرد مطلق وايي . ځکه وروسته که راويان هر څو وي خو د ټولو راويانو روايت هماغه يو تابعي ته دريږي چي د صحابي څخه روايت کوي . لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول : 

« الْوَلاَءُ لُحْمَةٌ كَلُحْمَةِ النَّسَبِ لاَ يُبَاعُ وَلاَ يُوهَبُ وَ لَا يُورَثُ». ( حاشية الخنبة) 
 ژباړه : ولاء د نسبي قرابت په شان قرابت دى نه خرڅېدلاى سي نه هبه کېدلاى سي او نه هم په ميراث کي وړل کېداى سي .  

پورتنى حديث يوازي عبدالله بن دينار تابعي رحمه الله د عبدالله بن  عمر صحابي رضی الله عنهما څخه رانقل کړى دى په عربي کي وايي (تفرد به عبد الله بن دينار عن ابن عمر) يعني دا حديث يوازي عبدالله بن دينار د عبدالله بن عمر څخه رانقل کړى دى . 

کله بيا د همدغه متفرد يعني يو راوي څخه هم فقط يو راوي روايت کوي لکه د شعب الايمان حديث، رسول الله  فرمايي:
 
« الإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ أَوْ بِضْعٌ وَسِتُّونَ شُعْبَةً أَفْضَلُهَا قَوْلُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإِيمَانِ ». (متفق عليه واللفظ لمسلم) 
ژباړه : د ايمان څو اويا يا څو شپيته څانګي دى تر ټولو افضله څانګه ئې وينا د ( لا اله الا الله ) ده او تر ټولو وړه څانګه ئې د لاري څخه د زورونکو شيانو ليري کول دي او حياء يوه لويه څانګه  د ايمان ده . 

دا حديث يوازي ابو صالح د ابو هريره رضی الله عنه څخه رانقل کړى دى او د ابو صالح څخه بيا يواز عبدالله بن دينار رانقل کړى دى کله بيا د تفرد سند په ټولو يا اکثرو راويانو  کي راځي او  ددې قسم رواياتو مثالونه په  مسند البزار او معجم الاوسط کي زيات مندل کيږي.  

فرد نسبي : 
 
فرد نسبي هغه غريب حديث ته وايي چي تفرد د يو معين او ټاکلي شخص په اعتبار پکښي راغلى وي که څه هم حديث د نورو متعددو لارو څخه هم راغلی وي ، دغه ته فرد نسبي ځکه وايي چي تفرد د يو معين شخص په نسبت پکښي راغلى دى که څه هم داحديث د نورو سندونو په اعتبار مشهور هم وي .  

 مثلا: زهري د سالم او سالم  بيا د عبدالله بن عمر څخه حديث رانقل کړی او بيا  د زهري څخه يوازي يو نفر دا حديث رانقل کړی خو د سالم څخه تر زهري علاوه نور کسان  هم دا حديث رانقل کړي دغه  ډول د ابن عمر رضی الله عنهما څخه د سالم څخه علاوه نور کسان هم دا حديث رانقل کړي نو دغه حديث ته د زهري د راوي په اعتبار فرد نسبي وايي ځکه د زهري څخه يوازي  يوه نفر دا حديث رانقل کړى دى او د هغه په نسبت فرد بلل کيږي . که څه هم د سالم او ابن عمر رضی الله عنهما څخه نورو کسانو هم رانقل کړى دى چي د هغو لارو په اعتبار عزيز يا مشهور بلل کيداى سي . 

غريب او فرد په لغت کي او صطلاح کي مترادف الفاظ دي خو په استعمال کي فرق لري ځکه د فرد استعمال په فرد مطلق کي زيات دى او  د غريب استعمال بيا په  فرد  نسبي کي زيات دى يعني فرد مطلق زياتره د فرد په نامه ياديږي او د فرد نسبي زياتر د غريب په نامه ياديږي .  البته د افعالو استعمال ئې يو شان ته او برابر دى په فرد نسبي او فرد مطلق دواړو کي وايي (تَفَرَّدَ بِهِ فُلَان يا أَغْرَبَ بِهِ) يعني دا حديث يواځي فلانکي رانقل کړى دى . 

ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث
مؤلف: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
-----------------------------------------------------
اړوند لیکني:
د علوم الحدیث پېژندنه - متواتر حدیث
د حدیثو اصول / د حدیثو پېژندنه
د احاد یا خبر واحد حدیث پېژندنه
 

سرته