تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ګټي شرطونه
 
  December 31, 2015
  0

د ګټي شرطونه:

لومړى : په مُضَارَبَت کي بايد د رب المال او مُضَارِب د ګټي مقدار معلوم وي ځکه د مُضَارَبَت اصلي موخه همدا ګټه ده ، که د ګټي وېش نامعلوم سي نو مُضَارَبَت فاسديږي . البته که څوک چا ته پيسې ورکړي او ورته ووايي : په ګټه کي شريکان يو دلته بيا مُضَارَبَت صحيح دى او ګټه نيمه د يوه او نيمه د بل کيږي ځکه دلته شراکت د برابري په معنا راځي .

دوهم : د ګټي وېش به د فيصدۍ له مخي ټاکل کيږي ، البته په هر څو فيصدي چي تر منځ موافقه وکړي .که د دواړو سلني برابري وي هم صحيح کيږي، او که د يوه دا مثلا څلوېښت فيصده او د بل دا شپيته فيصده وټاکل سي هم صحيح کيږي، که د يوه د پاره معلوم مقدار ګټه وټاکل سي د مثال په ډول د يوه د ګټي ونډه شل زره افغانۍ وټاکل سي تر شلو زرو چي هر څونه اضافه ګټه وسي هغه د هغه بل د پاره وټاکل سي دا ډول مُضَارَبَت بيا نه صحيح کيږي ، ځکه ګټه يې تر منځ مُشَاع نه ده .

د فاسد مُضَارَبَت حکمونه:

مُضَارَبَت به صحيح وي يا به فاسد وي هر ډول يې ځان ته حکمونه لري پدې څپرکي کي د فاسد مُضَارَبَت احکام بيانوو ، په فاسد مُضَارَبَت کي مُضَارِب نه د نفقې حق لري او نه د ټاکلي ګټي حق لري بلکي د اجر مثل مستحق ګرځي ،مُضَارِب چي څومره کار کړى دى دغه کار چي اجير په څومره اجوره کوي هغه د مُضَارِب د کار اجر مثل بلل کيږي .
مثال : که زيد بکر ته ووايي : زما موټر واخله ټکسيتوب په کوه ، څومره پيسه چي وګټې هغه مو تر منځ سم نيمى ده .

دا ډول مُضَارَبَت  فاسد دى ، بکر چي څومره پيسه وګټي هغه ټوله د زيد يعني د رب المال کيږي ، ځکه دا د هغه د مال زېږد او محصول دى ، البته بکر د خپل کار په اندازه د مزدورۍ مستحق ګرځي، په فاسد مُضَارَبَت کي که بيخي ګټه ونسي بيا هم مُضَارِب د اجر مثل حق لري .

د صحيح مُضَارَبَت احکام:

د صحيح مُضَارَبَت ډېر احکام دي ځيني يې د مُضَارِب د لاس و حالت ته راجع کيږي ، ځيني يې د مُضَارِب د تصرفاتو سره تړاو لري ، ځيني يې د مُضَارِب وکار ته راجع کيږي او ځيني بيا پدې اړوند دي چي مُضَارِب په کاروبار کولو د څه شي مستحق ګرځي او ځيني نور بيا و رب المال ته راجع کيږي چي هغه په خپل مال د څه شي مستحق ګرځي .



------------------------------

اړونده ليکني:

مضاربت


د تړون کونکو شرطونه


شراکت تعریف او ډولونه


شرکة العقود یا تړوني شراکت


ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته