تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بيع ډولونه
 
  April 11, 2013
  0
بيع د حکم په اعتبار څلور ډوله ده :

نافذه بيع ، موقوفه بيع ، فاسده بيع ، باطله بيع 

نافذه بيع هغي سودا ته وايي چي ځاى پر ځاى سودا صحيح او لازمه سي .

موقوفه  بيع هغي سودا ته وايي چي ځاى پرځاى لازمه نه سي بلکي د بل په اجازه پوري اړه ولري . 

فاسده بيع هغي سودا ته وايي چي په شرعي طريقه و نه کړله سي ، بايع او مشتري ته په کار وي چي سودا فسخ کړي ، خو بيا هم که يو د بل څخه مال تسليم کړي د هغه مالکان ګرځي .

باطله بيع هغي سودا ته وايي چي په هغه کي مَبِيعَه مال نه وي ، په باطله بيع کي په تسليمۍ سره لا هم بايع او مشتري د مبيعي او ثمن مالک نه ګرځي ، ځکه د بيع د رکن د نشته والي لکبله بيع د اصل څخه صحيح نه ده .

اصطلاحات :

د بيع د مخکنيو ډولونو د تفصيلي بيان څخه وړاندي د راتلونکو اصطلاحاتو پېژندل ضروري دي .

مال : مال هغه شي ته وايي چي د انسان طبيعت هغه ته ميلان کوي او د ضرورت د وخت د پاره ساتل کېدلاى سي .

منفعت : منفعت هغه شي ته وايي چي طبيعت ميلان ورته کوي خو د بل وخت د پاره ساتل کېدلاى نه سي .

مثلاً : سراى مال دى خو په سراى کي اوسېدل د سراى منفعت بلل کيږي ، ځکه چي د نن ورځي هستوګنه يې سبا ته نسي ساتل کېدلاى .

ماليت : د يو شي ماليت د ټولو خلکو يا د يو شمېر خلکو په تمول يعني مال ګرځولو ثابت کيږي  . 

هغه شى چي هيڅوک يې هم په کار نه لري هغه ته مال نه ويل کيږي .

مال مُتَقَوِّم : مال مُتَقَوِّم هغه مال ته وايي چي د هغه څخه استفاده او ګټه اخيستل په شريعت کي جايز وي .

مثلاً : خنزير مال بلل کيږي ، ځکه چي کفارو ته داسي قدر لري لکه موږ ته چي پسه قدر لري ، ليکن د مسلمان په حق کي مُتَقَوِّم مال نه دى ، ځکه د خنزير څخه استفاده او ګټه اخيستل د مسلمانانو د پاره ناجايزه ده .

دغنمو فقط يوه دانه مال نه بلل کيږي ، ځکه د غنمو يوه دانه څوک په کار نلري ، ليکن مُتَقَوِّم شى بلل کيږي ، ځکه د غنمو د يوې داني څخه هم که څوک استفاده کوي په شريعت کي جواز ورته لري .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي

سرته