تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بالمثله جواب !
 
  December 13, 2015
  0

 

لیکنه: مولوي احمد الله ابوالبدر مرتاض/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

خبري د تفاهم وسيله ده. ځيني وخت خبري له خپل طبيعي رنګ څخه واوړي؛ نېښ پيدا کړي. داسي نېښ، چي مخاطب ته درد ورسېږي. دا وخت نو مخاطب ته شرعاً او اخلاقاً روا ده؛ چي بالمثل جواب ووايي؛ خو پام به کوي، چي  په جواب کي تېری ونه کړي. 

يوه ورځ د الله نازولی پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  د خپل کور په انګړ کي ناست و؛ یو یهودي ئې مخ ته تېرېدی. د سلام په عوض ئې ورته وويل: سام علیک! يعني پر تا دي هلاکت وي. [العیاذ بالله] 
رسول کريم  صلی الله علیه وسلم  بالمثل جواب ورکړ ا و ورته ئې ویل: وعلیک! يعني پر تادي هم هلاکت وي. 

حضرت معاویه  رضي الله عنه چي جلیل القدر صحابي او د شام مقتدر حاکم و، یوه ورځ په خپل دربار کي ناست و، د دربار په ناستو کسانو کي یو هغه صحابي  هم و، چي د حضرت علي  رضي الله عنه  طرفدار و؛ نو حضرت معاویه رضي الله عنه  دغه صحابي رضي الله عنه  ته ګوته ونیول. ناستو کسانو ته ئې وویل:

((تبت یدا ابي لهب!)) ابي لهب دده اکا و.

هغه صحابي سمدستي حضرت معاویه رضي الله عنه ته ګوته ونیول او وئې ویل:
((حمالة الحطب!)) د ده عمه وه. 

دا هغه پیاوړی بالمثل جواب و، چي حضرت معاویه  رضي الله عنه  ته ئې هم خوند ورکړ. 

(تعلیم الاسلام مجله، ۱۷ ګڼه)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته