تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
محبوب نبي ﷺد اړمنو کسانو سره څه کول؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 23, 2020
  0

محبوب نبي  د اړمنو کسانو سره څه کول؟
لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

زموږ دین د اخلاقو ټولنیز ژوندانه یو درست نظام دی. تاسي راسئ! موږ د اړمنو سره و مرستي ته څومره ډېر هڅول سوي یو. 
رسول علیه السلام به د ځان په اړه څه ښه ویل:
زه ستاسو لپاره داسي مهربانه یم، لکه پلار (چي پر اولاد) وي. 
رسول الله به فرمایل: د کونډو او بې وزلو پوښتنه کونکی کس د الله په لار کي د مجاهد یا د ورځي روژه نیونکي او د شپي لمونځ کونکي په څېر دی . 
نبوي ارشاد دی: ... تاسو پر یتیمانو رحم وکړی . 
 

ایا موږ د هغه نبي امت نه یو! دا د خیراتو او صدقاتو خورا ښه شپې دي. پر دوستانو او نورو بې وزلو باندي رحم وکړئ. پر تاسو به خامخا رحم وسي. نبي علیه السلام وینا ده: تاسو رحم وکړئ، پر تاسو به رحم وسي. تاسو بخښنه وکړئ، الله به تاسو و بخښي.
نبوي ارشاد دی: کوم څوک چي د مسلمان ورور په حاجتونو کي مرسته کوي، الله به د هغه سره دده په حاجتونو کي مرسته وکړي
 

ماخذونه: 
کنزالعمال فی سنن الاقوال والافعال 
صحیح بخاری، کتاب النفقات، باب: فضل النفقة علی الاحل
مسند احمد، مسند المکثرین، رقم الحدیث: ۶۲۵۵
الجمع بین الصحیحین البخاری و المسلم ۳/۱۶۵
جامع الاحادیث، الهمزة مع التاء، ۱/۲۴۰

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته