تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سیاست په اړه د اسلامي احکامو نوعیت
  تعلیم الاسلام
  August 16, 2015
  0

 د سیاست په اړه د اسلامي احکامو نوعیت

اسلام د سیاست په  اړه ډیري لارښووني کړي دي، خو د حکومت کومه تفصيلي نقشه یې نه ده ټاکلې .اسلام اصول او قوانین ټاکلي دي ،خو دا اصول به څه ډول نافیذيږي؟ او ددې عملي بڼه څنګه ده ؟ ددې تفصیلي جزئيات اسلام نه دي ټاکلي بلکه دا یې د هري زمانې پوهانو او د بصیرت څښتنانو ته پرېښي دي کوم اصول چي الله جل جلاله د شریعت له لاري موږ ته ښوولي دي هغه نه بدلېدونکي دي، پدې کي هیڅ ډول بدلون نسي راتلای ،هغه لارښووني څرګندي دي خو که د همدې لارښوونو او اصولو په رڼا او پاملرنه کي مسلمان پوهان په خپل منځ کي له مشورې کولو وروسته یوه تفصیلي تګلاره جوړه کړي دا روا ده .
 
د بېلګي په ډول قرآن کریم فرمايي: وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ ... (الایة)
او تر خپلي وسي د هغوئ د مقابلې لپاره ښه ځواک  چمتو کړئ .
 
 دا اصول قران کریم بیان کړي دي او ددې څه مثالونه یې هم روښانه کړي دي.خو دا تفصیل یې نه دی وړاندي کړی چي فلانۍ او فلانۍ ډول وسله جوړه کړئ .دا خبره یې د هر دور پوهانو ته پرېښې ده چي د خپلو خپلو حالاتو ، پوهي ، تجرېبو او اړتیاوو سره سم د قوت تر لاسه کولو هڅي وکړئ . 
 
دا ډول د سیاست په اړه اسلام اصولي لار ښووني کړي دي ، له تیرو تفصیلاتو سره سم حکومت څومره محکمې جوړي کړي؟ اجرائیه واک باید څه ډول ووېشل سي؟ وزیران دي وي او که نه وي؟ که وي نو څومره به وي؟ په دې کي د مشورې تګلاره باید څه ډول وي؟ دا تفصیلات اسلام نه دي ټاکلي ځکه چي دا د مباحاتو دائره ده ،په دې دائره کي د هر وخت پوهان حالاتو ته په کتني سره کار کولی سي ، نو چي کله موږ د اسلامي  سیاست اصول بیانوو ، نو دا هیله دي نه کیږي چي د اسلامي امت په فقهاوو کي به دا تفصیلات سوي وي چي مقننه یوه جرګه وي او که دوه ، یا د کابینې شمېرې څومره دي؟ دا تفصیلات نه په شریعت کي سته او نه هم ددې اړتیا سته.
 
 
اړونده لیکني:
د حکومت اسلامي تصور
د اسلامي خلافت مفهوم
د اسلامي امیر صفات
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته