تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسلامي سیاست
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 14, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په قران عظیم الشان کې دسیاست هم معني لفظ حکمت یوداسي لفظ دي چې په سیاسي حکمت عملي باندي یې هم اطلاق کیږی،توپیریې همدومره دی چې دحکمت لفظ پراخه مفهموم لري په قرانکریم کې دملک اومملکت اوقانون ترڅنګ ځای پرځای څوځله دحکمت یادونه شوی امام راغب اصفهاني(رح) حکمت داسې تعریفوي: دعلم اوعقل په قوت سره دیوي صحیح نتیجې پیداکول حکمت دی دموجوده چاروعلم اودښوکارونوسرته رسول دابیا هغه حکمت دی چې په قرانکریم کې یې یادونه سویده پورتني دواړه مفاهیم دسیاست مفهوم پوره کوي.
اسلامي سیاست یوفن دي چې دهغه په واسطه داسلام حکومتي نظام چلیږي اویوه طریقه ده چې  دهغی له مخي ملت دخپل بهبود اوبهتري چاري سرته رسوي، اسلامي سیاست دعدل اواعتدال ترڅنګ داسلامي قوانینو سره سم حرکت کوي اوهغه اهداف عام منظرته راځي چی اړیکه یی داسلامی امت دښیګنی سره وی انسانی ټولنه دالاهی اسمانی قانون پابندول اوپه یوشیرازه بندمملکت کي یی راټولول داسلامی سیاست منشاء ده. دیوملت لپاره عادل سیاست هغه دی چي کورنی اوبهرنی اړیکی یی دداسی قوانینواونظمونوپربنسټ سمبال کړی چی دټولنی اووګړوته امن ورکړی اوترمنځ یی عدل راولی اودمسالحوتحقیق اودستونزودهواری اوله نوروسره داړیکوتنظیم پکی نغښتی وی.


 ددغه سیاست تظمین یوازی اسلام کوی ،اصول یی ددغه جوګه دی چی دیوعادل نظام اساس وګرځول سی په هروخت اوهرځای کی دخلکومسالحوته پکی پام شوی وی .خوفقهی پوهانودسیاست عام مفهوم پدی ډول بیان کړیدی .داصلاحی تدبیرونوخپلولواودحکومت دنظم اونسق پرمختللوته سیاست ویل کیږی .لکه څنګه چی ابن عابدین شاهی رح اوابن نجیم رح ددی هراړخیزمفهوم یادونه کړیده خودفقهی کتابونوکی دسیاست کلمه په عمومی توګه دتعزیری سزاګانولپاره استعمال شویده.


هغه چی دقران اوسنتودښکاره نصوصوڅخه ثابته نه وی خودشرعی قواعدومطابق وی اومقصدیی دټولنیزمصلحت مراعات اودفساددمنځه وړل وی .


سیاست هغه تدبیرونه ته ویل کیږی چی دهغه په وسطه دټولنیزوګټواومسالحوساتنه وشی اوجرایمودسزانه مقصدهم دمجرمینواصلاح اوخلکودمال،ځان ،آبرو،اوعزت ساتنه ده.همداعلت دی چی دسیاست دلغوی معنی اومفهوم پدی سزاګانوتحقیق پیداکړی.حدودهغه سزاګانوته ویل کیږی چی دقرانکریم دښکاره نصوصواویادصحابه (رض)داجماع نه ثابت اوټاکل شوی وی لکه دزنا،غلا،لارشکونکی ،شرابوڅښل،دقذف حد.
ابن عابدین (رح)فرمایی (وهذاتعارف للسیاسة العامه الصیادقه علی جمیع ماشرعه الله تعالی لعباذه من الاحکام الشرعیه )ترجمه :دادبندگانودگټواواصلاح تدبیرونه دهغه عام سیاست تعریف دی چی دالله ج په ټولواحکاموصدق کوی ،هغه احکام چی الله ج دخپلوبندګانودګټولپاره مقررکړیدی ځینی فقهاوؤدسیاست تعریف داسی کړیدی.چی سیاست هغه تعزیری اوتغلیظی سزاده چی داسلامی شریعت دقواعدواواصولوپه رڼاکی ټاکل شوی وی که څه هم په ښکاره ډول دهغه په اړوندپه نصوصوکی څه نه وی راغلی.ځکه چی داسلامی شریعت بنسټ دایمان څخه وروسته دټولنی څخه دفسادله منځه وړلوباندی ولاړدی.

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته