تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بدي خاتمې اسباب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 8, 2018
  0

 

عبدالحنان – فاروقيه مدرسه/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-11-05


 
هر انسان ته مرګ راځي او یو وخت له دنیاڅخه ځي. له دغي له دنیاڅخه تلل معمولي خبره نه ده؛ ځکه د ټوله ژوند ښه او بد په هغه وخت کي معلومېږي، چي ایمان به يووړل سي که یا؟! آخره خاتمه به یې بده سي که ښه؟! ځکه که انسان خدای جل جلاله دي نه کړي، په خپل ژوند کي بد عملونه وکړي، نو آخره خاتمه به یې بده سي. بده خاتمه ډېر سببونه لري، چي علماءکرامو بیان کړي دي. دلته به ئې ځيني اسباب ذکر کړو:
 
لومړی سبب: د بدي خاتمې اول سبب د عقیدې فساد دی. که یوکس زاهداو صالح انسان هم وي، خو عقیده يې خرابه وي نو کېدای سي، چي خاتمه يې بده سي. د هرکس، چي عقیده خرابه وي، د هغه کار د کتاب الله جل جلاله او سنة الرسول صلی الله علیه وسلم څخه خلاف وي او زهد يې له هغه کار څخه نه سي راګرځولای، تر څو چي عقیده سمه نه کړي. 
 
دوهم سبب: د بدي خاتمې دوهم سبب دا دی، چي د ګناهونو پر کولو اصرار او دوام وسي؛ ځکه څوک چي پرګناهونو اصرار کوي، نو آخر د ګناهونو سره عادت سي او د ګناه سره يې محبت پیدا سي. د انسان چي د کوم شي سره په زړه کي مینه اومحبت وي، نو هغه شی د مرګ په وخت کي هم ورته راګرځي او هغه به د ده د بدي خاتمې سبب سي؛ لکه یوانسان چي په ويښه د کوم شي سره محبت لري نو هغه شی په خوب هم ویني. د مثال په توګه یوکس خپل عمر په علم کي تېرکړی دی؛ نو کله چي خوب ویني، غالباً د علم متعلق شیان په خوب ویني او دغسي یوکس، چي ټول عمر یې په خیاطۍ کي تېر سوی وي، هغه د خیاطۍ متعلق شیان په خوب ویني. بر عکس هغه کس چي ګناه یې نه وي کړې او یا يې ګناه کړې وي، خو توبه یې ورڅخه ایستلې وي، نوهغه به د سوء خاتمې له خطر څخه لېري وي.
 
درېيم سبب: د بدي خاتمې درېیم سبب پر نېکو اعمالو استقامت نه کول او يا د استقامت څخه رجوع کول دي؛ لکه ابلیس په شروع کي رئیس الملائکة و؛ خو کله چي الله جل جلاله امر ورته وکړ، چي حضرت آدم علیه السلام ته سجده وکړه! ده تکبر وکړ؛ استقامت يې و نه کړ؛  نو خاتمه یې خرابه سوه او یا لکه بلعام بن باعور.
 
څلورم سبب: د بدي خاتمې څلورم سبب د ایمان ضعف دی؛ ځکه د کوم کس، چي په ایمان کي ضعف وي، نو د الله جل جلاله  سره يې محبت کمېږي او د دنیا سره يې محبت ډېرېږي او د دنيا سره محبت يې تر داسي اندازې ډېرېږي، چي په زړه کي یې د الله جل جلاله  سره مینه نه پاتېږي؛ نو د دغه کس به آخري خاتمه خرابه سي. 
 
 
پنځم سبب: د بدي خاتمې پنځم سبب دا دی، چي د یوکس په زړه کي د اولاد، کور، مال، مځکي او نورو شیانو مینه دومره غالبه سي، چي د دين سره يې تعلق کم او يا هم له منځه ولاړ سي او دنیا خپل جنت وګڼي، نو مرګ به یې د حقیقي جنت څخه لېري کړي او خاتمه به یې خرابه سي. د چا په زړه کي، چي د الله جل جلاله  مینه وي، نو هغه دنيا ته د بنديخانې په سترګه ګوري او په آخرت کي به يې حقیقي جنت په برخه سي. 
 
که څوک د بدي خاتمې څخه نجات او خلاصون غواړي، نو پر هغه لازمه ده، چي د دنیا محبت ته په زړه کي ځای ور نه کړي؛ د خپل جسم ټول غړي له ګناهونوڅخه وساتي؛ په زړه کي به هم د ګناه فکر نه کوي او نه به د ګناه کارانو سره ملګرتیا کوي. پر ځای به يې د الله جل جلاله  د مقدس کتاب قرآن کریم او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د احادیثو سره به محبت کوي او د دین هرکار ته به په زړه کي ځای ورکوي. ( مجالس الابرار للشيخ احمد بن محمد الرومي الحنفي.)
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته