تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان د پيدايښت موخه !
 
  August 8, 2015
  0
رالېږونکی: نظیف الله ځلاند
 
الله تعالی فرمايي : وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ. (الذاریات: ۵۶)
 ژباړه : ما نه دي پيدا کړي ، جنيات او انسانان مګر د خپل عبادت لپاره.

اوس دا چې عبادت څه ته وايې؟

د عبادت لپاره ګڼ شمېر تعريفونه دي ، خو یو خلص تعريف يې دا دی چې هر هغه خوځښت ، کړنه ، او عمل چې انسان يې د ځمکې پر مخ د الله تعالی د يوه ريښتني استازي په صفت د ده د رضا دلاس ته راوړلو په نيت تر سره کوي هغه عبا‌دت دی.

راځم اصلي هدف ته آيا موږ د دغه هدف دلاس ته راوړلو لپاره ژمن پاتې يو ؟

آيا زموږ کړنې او عمل دعبات رنګ لري؟

له بده مرغه نه!! بدني او مالي عبادات رانه پاتې دي ، بې ګناه انسان وژنې ، ظلم ، تيري موږ کوو ، خيانت ، غصب ، غلا، منافقت ، رزالت، دروغ ، دوکه او داسې نورې ناوړه کړنې مو ورځني عادات ګرځيدلي دي . نو به مو ورځ په څه ښه شي؟!

الله تعالی د د کماحقه عبادت توان را په برخه کړي .
 
 آمين يارب العالمين.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته