تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تقليد شخصي واجب دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 4, 2021
  0
 
تقليد شخصي واجب دئ
 
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
 
يو د هيچا تقليد نه کول يعني غير مقلد کېدل دئ پر دې ډول انسان د خپل نفس تابع کېږي، کومه مسئله يا کوم حديث چي ئې څنگه زده کړي هغه ډول ور باندي عمل کوي. په هندوستان کي د انگرېزانو د راتگ څخه وروسته غير مقلدين پيدا سوه د دې څخه مخکي غير مقلدين نه وه. 
 
دوهم تقليد کول دئ : يعني يو سړى د يو فقيه، امام، مجتهد پر علم باندي اعتماد کوي. بناء پر دې چي هغه به په شرعي مسايلو د قرآن او د حديث په روڼا کي صحيح پوه سوى وي نو د دې فقيه، مجتهد د مسايلو اتباع کوي په داسي حال کي چي دي دا حق بولي ا و هغه مجتهد ته عقيده لري نو د هغه څخه د دليل طلب کولو پرته د هغه اتباع کوي که څه هم پر خپل ځاى د هغه مجتهد سره پر هغه مسئلو باندي دلايل موجود وي. اوس که يو څوک د يوه فقيه تقليد نه کوي بلکي يوه مسئله د يوه مذهب څخه اخلي، بله مسئله د بل مذهب څخه، په زړه کي چي يې هره مسئله خوښه سول هغه واخلي دې ته تقليد مطلق ويل کېږي او دا د گمراهۍ لوي سبب دئ. \
 
ځکه چي دا هم د غير مقلدينو په شان د نفس غلام سي کومه مسئله چي ئې د زړه خوښه سي هغه اخلي. څنگه چي ډاکټر اسرار احمد او د هغه تربيه سوى شيبا احمد. داکټر اسرار احمد په خپلي مياشتني رسالې ميثاق صـ: ٥٠ ستمبر، ١٩٨٢ (عليه السلام) کي ليکي دئ چي: "زه د پنځو نيم مقلد يم. څلور خو د اهل سنت په اتفاق څلور امامان دي او پنځم امام بخاري دئ" د پنځو په دائرې کي ئې د نيم مقلد نوې فقهي اصطلاح جوړه کړه د تقليد مطلق په سبب خپله هم گمراه سو او نور ئې هم گمراه کوي. (که څه هم د دوى دوو د گمراه کېدو لوي سبب دا دئ چي دا دوه حضرات په عقائدو کي د مودودي پېروي کوي) 
 
 او که د يوه فقهي امام تقليد وکړل سي نو دې ته تقليد شخصي ويل کېږي. د يوې فقهي پابندي واجبه ده کنې نو انسان د خود غرضي په دام کي اخته کېدلاى سي. 
 
د تقليد ضرورت ځکه پيدا سو چي خلک د نفس پېروى شروع نه کړي او گمراهان نه سي. د لويو امامانو څخه مخکي د "خير القرون" دور وو هلته به خلکو د دې پر ځاى چي خپله خوښه وچلوي د صحابه کرامو(رضي الله عنهما) څخه به ئې پوښتل د دې څخه وروسته يا به خپله مجتهدين وه او يا به ئې د يو امام تقليد کوي. 
 
تعجب خو پر دې خبره دئ چي ټول ائمه محدثين مقلدين وه. امام بخاري، امام مسلم، امام ترمذي، امام ابن ماجه، امام نسائي، امام بيهقي رحمته الله علیهما دوى ټولو د ا مام شافعي تقليد کوي او امام ابو داؤد د امام احمد بن حنبل رحمته الله علیه تقليد کوي او محدث يحيى بن معين، محدث يحيى بن سعيد القطان، محدث وکيع بن جراح، محدث امام طحاوي، محدث امام زيلعى او محدث يحيى بن ابى زائده رحمته الله علیه مسلکه وه. کله چي غير مقلدين زموږ د مقلدينو علماوو د قرآن کريم ترجمه معتبره نه گني نو بيا د هغوى پر مرتب کړو احاديثو باندي په کوم دليل باور کوي؟ د حديث په کتابو کي د مرتب سوو احاديثو ټوله راويان د يوه نه يو امام مقلدين وه. د تقليد پر وجوب باندي د قرآن او حديث څخه ډېر دلايل سته د دې د مطالعې لپاره د مفتي محمد تقي عثماني صاحب کتاب "د تقليد شرعي حيثيت" خامخا وواياست. 
 
ماخذ : دغیرمقلدینو اعتراضونه
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته