تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نارینه د چپه پښتۍ څخه د ښځي پيدایښت
 
  April 8, 2015
  0

 

لیکنه: مولوي عبدالله زلمی
 
ددي حکمت ډیر په زړه پوري دی نو ځکه یې لیکلو ته لیواله سوم ، په احادیثو کي ډیر ځایونه د ګران نبي کریم صلی الله علیه و سلم څخه را نقل سوي دي چي حوا رضی الله عنها د حضرت آدم علیه السلام له پُښتي څخه الله عزَّ وجل پیدا کړه دې خبره کي هیڅ شک نسته، خو حکمتِ الهي په دې کي څه دی چي ولي یې له یو بل جزء څخه نه سول پیدا؟
 
که څه هم موږ په دې نه یو مکلف چي د الله تعالي د هر کار په حکمت کي پلټنه وکړو بلکه د هغه په حکمت باندي راضي یو او پردې مو ایمان دی ، خو دلته د ښځي د ډير اهمیت معلومولولپاره غواړم چي یو څه ولیکم هغه دا چي د انسان په بدن کي د چپه پښتۍ ډیره ښه دنده ده چي په ځانګړي ډول د زړه ساتنه کوي که دا نه وي نو زړه د

 فزیکي فشارونو له امله ډیر ژر له لاسه وځي ، ښځه هم په ژوند کي البته په رواني چارو کي د نارینه یواځنی د زړه ساتونکې ده که چیري ښځه نه وي نو د نارینه د زړه د ساتلو لپاره بل داسي څه په دنیا کي نسته ، البته د نیکي او صالحي ښځي ضرورت د هر نارینه دی.
 
زیاتونه: 
پښتۍ د نارینه د څنګ سره نژدې ده نو باید نارینه يې تر څنګ لاندي ساتنه وکړي، پښتۍ زړه ته نژدې ځای دی نو خاوند باید خپلي مېرمني ته په زړه کي ځای ورکړي.
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته