تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په علم حدیث کې د ښځينه عالمانو ونډه
  تعلیم الاسلام
  September 30, 2017
  0

 

ليکوونکی: عزت الله کوټوال / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په دې ستر خدمت کې ښځو هم د نارینو په شان اوږه ورکړې، په ښځينو کې هم په زرګونو د حدیثو حافظات او درس کوونکي تيري شوي.

 

امام شمس الدین الذهبي رحمة الله علیه په تذکرة الحفاظ کې هم د حدیثو د حافظاتو نمونه لیکلي:

 

۱_ حضرت اسماء بنت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنهما

۲_ ام المومنین حضرت جویریه بنت حارث مصطلقیه رضی الله عنها

۳_ ام المومنین حضرت حفصه بنت عمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنهما

۴_ ام المومنین حضرت ام حبیبه رمله بنت ابوسفیان رضی الله تعالی عنهما

۵_ ام المومنین حضرت زینب بنت جحش اسدیه رضی الله تعالی عنها

۶_ زینب بنت ابوسلمه مخزومیه رضی الله تعالی عنها

۷فاطمه رضی الله تعالی عنها بنت رسول الله صلی الله علیه وسلم

۸_ حضرت میمونه رضی الله عنها

۹_ ام عطیه نسیبه انصاریه رضی الله عنها

۱۰_ ام المومنین حضرت ام سلمه هند مخزومیه رضی الله تعالی عنها

۱۱_ ام حرام بنت ملحان انصاریه رضی الله عنها

۱۲_ او د ام حرام بنت ملحان لور ام سلمه رضی الله عنها

۱۳_ حضرت ام هانی بنت ابوطالب رضی الله عنها.

 

او د ام المومنین عایشي صدیقي رضی الله تعالی عنها په کور کې به يوه پرده اچول شوي وه چې د هغې ترشا به د مومنانو مور احاديث بیانول.

 

په صحاح السته کې د صحابیاتو رضی الله تعالی عنهن څخه:

 

۳۱ احادیث په صحیح بخاری کې،

 ۳۶ احادیث په صحیح مسلم کې،

۷۵ احادیث په ابوداد کې،

۴۶ احادیث په ترمذي کې،

۶۵ احادیث په نسائي کې،

او ۶۰ احادیث په ابن ماجه کې روایت شوي.

 

او د ټولو حافظاتو څخه  ۲۷۶۴ حدیثونه روایت شوي چې ددې جملي څخه ئي ۲۵۳۹ يئ له صحابیاتو څخه او پاتي ۲۲۵ ئې له نورو څخه روایت شوي.

 

او د صحابیاتو څخه تر ټولو زیات روایات د ام المومنین عایشې صدیقې رضی الله تعالی عنها څخه شوی چې شمیر ېئ ۲۰۸۱ کيږي.

 

تابعیني استاداني

او د مشهورو تابعياتو رضی الله تعالی عنهن څخه ېئ يو شمیر دادي:

 

خيرة أم الحسن البصري

 زينب بنت كعب بن عجرة

 صفية بنت أبي عبيد بن مسعود

 زينب بنت نبيط

أم كلثوم بنت أبي بكر الصديق،

حفصة بنت سيرين،

عمرة بنت عبد الرحمن،

 معاذة بنت عبيد الله العدوية،

 عائشة بنت طلحة، او داسې نور

 

د قاهري مشهوره محدثه نفیسه به د احادیثو درس کولو او ددې سترې عالمې له درس حدیث څخه ستر امام محمد بن ادریس شافعي رحمه الله هم استفاده کړي. (کتاب الاموال ۵۱۵)

 

د بخاري شریف په مشهورو نسخو کې يوه هم د احمد د لور کریمه ده، کومه چې په خپل وخت کې د احادیثو استاده وه.

 

په شپږمه سلیزه کې د مشهور محدث علی بن عساکر رحمه الله په استادانو کې په زیات مقدار ښځینه استادانې وې.

 

امام شمس الدین الذهبي رحمه الله د احمد د مور زینب په هکله لیکي چې دې حافظې به په ۸۴ کلنۍ کې هم احادیث تدریسول.

 

او بیا فرمایئ چې "وازدحم علیها الطلبه"

 ژباړه: د هغې په درس کې به د طالبانو ازدحام ؤ.(العبر ۵_۳۵۸)

 

او بل ځای د عبدالله د مور زینب کمال الدین په هکله لیکي :

 "وتکاثروا علیها وتفردت وروت کبارا رحمها الله"

 ژباړه: دې عالمې ته به طالبان په کثرت سره را جمع کیدل، دا دډیرو احادیثو په روایت کولو کې منفرد ده. او يا دې عالمې به لوی لوی کتابونه تدریس کول (العبر ۵ _ ۲۱۳)

 

يادونه: لکه څرنګه مو چې پورته ذکر کړل د حافظاتو  شمير زرګونه دی او یو شمیر ېئ د ډير علم او خدمت شهرت هم لري چې په دې موضوع پوره کتاب لیکل کيږي. ما د خپل کمزوري استعداد په اندازه پورته معلومات درته وړاندې کړل .

الله جل جلاله دې وکړي چې علمي تنده مو پرې ماته شي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته