تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مومنانو مور: حضرت حفصه رضی الله عنها
 
  July 20, 2017
  0

 رالېږونکی: عبدالبصیر صمیمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


نوم يې حفصه او  د حضرت عمر بن ا لخطا ب رضی الله عنه  لور وه. 

د نسب سلسله يې په اتم نيکه (مره) کي د رسول  صلی الله علیه وسلم  سره يو ځای کیږي. مو ر يي ز ينب بنت مظعون بن حبيب نو ميده.

د حضرت عمر رضی الله عنه کورنۍ د علم ، حکمت او ذکاوت له امله خورا مشهوره وه  نو ځکه د قريشو رسمي و ياندويا ن او سفيران وه.

حفصه رضی الله عنها  د رسول  صلی الله علیه وسلم  د بعثت څخه پنځه کاله مخکي د کعبې شريفي د بيا ودانولو په زمانه کي په مکه مکر مه کي  پيدا سوه. حبشې ته تر هجرت وروسته يي له خُنيس بن حذافه سهمي رضی الله عنه  سره وا ده وکړ . خُنيس رضی الله عنه  لسم کس دی، چي د اسلام په مبا رک دين مشرف سوی دی او د کفا رو د ظلم په سبب يې حبشې ته هجر ت وکړ، چي وروسته حفصې رضی الله عنها  د خپل خاوند سره يو ځای مدينې منورې ته هجر ت وکړ او هلته د رفاعه بن عبد المنذر په کور کي اوسېدل.

خُنيس رضی الله عنه دواړه (د حبشې او مدينې منورې) هجرتونه کړي دي. او د بدر او اُحد په غزاګانو کي يې هم برخه درلوده،  د احد په غزا کي لومړی مسلمان، چي ټپي سو خُنيس رضی الله عنه  وو، چي وروسته په مدينه منوره کي په شها دت ورسيدی او حفصه رضی الله عنها  د اتلسو کلونو په عمرکونډه سوه. حضرت عمر رضی الله عنه  ډېر پرېشانه سو. کله چي به يې خپله لور وليده ډېر به ځوريدی او په دې فکر کي وو، چي د حفصې رضی الله عنها  لپاره د ژوند ښه ملګری پيدا کړي.
 

حضرت عمر رضی الله عنه د اسلام څخه مخکي د هغو (۱۷) کسانو څخه وو، چي ليکل او لوستل يي کولای سوای په همدې سبب حضرت حفصه رضی الله عنها  د باسواده کو رنۍ څخه شمېرل کيده . ليک او لوست يې د شفاء بنت عبد الله قريشيې څخه زده کړی وو او د عربو د فصيحو او بليغو ښځو څخه شمېرل کيده او هم يي قر آن کريم ښه ياد وو او ښه تلا وت يې کاوه. د ايمان په خاطر هم د دوی کورنۍ لوړ مقام درلودی.

حضرت عمر رضی الله عنه د حفصي د نکاح لپاره لومړی ابوبکر رضی الله عنه  ته ورغلی او د نکاح وړانديز يې ورته وکړ خو هغه چوپ پا ته سو او څه يي ونه ويل. حضرت عمر رضی الله عنه  ډير خفه سو. وروسته حضرت عثمان رضی الله عنه  ته ورغی د حفصې رضی الله عنها  د نکاح خبره يي ورته وکړه هغه هم منفي ځواب ورکړی. حضرت عمر رضی الله عنه  پرېشانه سو او رسول  صلی الله علیه وسلم  ته يې شکا يت وکړ.  رسول  صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: 

(يَتَزَوَّجُ حَفْصَةَ مَنْ هُوَ خَيْرٌ مِنْ عُثْمَانَ؛ وَيَتَزَوَّجُ عُثْمَانُ مَنْ هِيَ خَيْرٌ مِنْ حَفْصَةَ)
ژباړه: غم مه کوه حفصه رضی الله عنها  به تر عثمان رضی الله عنه د غوره شخص سره نکاح وکړي او عثمان رضی الله عنه به تر حفصې د غوره مېرمني سره نکاح وکړي .

حضرت عمر رضی الله عنه  چي دا خبره واورېده ډېر خوشحاله سو او پوه سو، چي رسول صلی الله علیه وسلم یې د لور سره نکاح کوي نو دا يې د ځان او خپلي لور لپاره لوی شرف او وياړو باله. 

رسول  صلی الله علیه وسلم د هجرت پر ( ۳) کال د ( ۴۰۰) درهمو د مهر په مقابل کي د حضرت حفصې رضی الله عنها  سره واده وکړ.

د حفصې رضی الله عنها فضيلت : 

د حفصې رضی الله عنها  تر ټو لو لوی فضيلت دا وو، چي د قر آن کريم حافظه وه. د ابوبکر رضی الله عنه  د خلافت په دور کي، چي قرآن کريم جمع او وليکل سو نو لومړی د ابوبکر رضی الله عنه  څخه وو بيا د حضرت عمر رضی الله عنه  سره وو او د حضرت عمر رضی الله عنه  تر وفات وروسته د هغه د وصيت سره سم حضرت حفصې رضی الله عنها  ته وسپارل سو، ام المؤمنين حضرت حفصې رضی الله عنها  د ځان سره ساتلی و، چي د ژوند په اخيره کي ددې د وصيت سره سم يې ورور عبدالله بن عمر رضی الله عنهما ته وسپارل سو.

د احاديثو روايت:

ام المؤمنین حضرت حفصې رضی الله عنها د رسول صلی الله علیه وسلم  څخه تقریباً (۶۰ ) احاديث را نقل کړي دي، چي څلور يې متفق عليه او شپږ يې په مسلم شريف کي راغلي دي او پاته يې د احاديثو په نورو کتا بونو کي دي. 

د حضرت حفصې رضی الله عنها وفات: 

حضرت حفصه رضی الله عنها  د (۴۵) هجري قمري کال د روژي په مياشت کي د (۶۳) کلونو په عمر وفات سوه او د جنا زې لمونځ د معاويه رضی الله عنه  د والي مروان بن حکم له خوا ادا کړل سو او قبر ته يي وروڼو عبدالله، عاصم او وريرونه يې سا لم، عبدالله او حمزه ورکښته کړه په جنت البقيع کي خاورو ته وسپا رل سوه. (امهات المؤمنين)

------------------
په تعلیم الاسلام ویب پاڼي کي اړوند لیکني:

خوري ته هم له ځانه حفصه جوړه کړه
د مومنانو مور:حضرت خدیجه رضي الله عنها
د مومنانو مور حضرت عایشه رضی الله عنها
د مومنانو مور زینب بنت جحش رضی الله عنها
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته