تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اداري جوړښت خپرونه
 
  March 1, 2015
  0

 السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

محترمو کتونکو! تعلیم الاسلام راډيو د خپلو په زړه پورو ديني، تعليمي، تربيتي او تفريحي خپرونو په لړ کي يوه بله ښایسته تعلیمي خپرونه د ( اداري جوړښت ) په نامه زياته کړل.

ددې خپروني د لاري به د یوې ادارې د ښه نظم، ترتیب او پرمختګ لپاره مهمي لارښووني او د شاتګ نقطې په ګوته سي. ددې ترڅنګ به د ژوند اهدافو ته په منظم ډول د رسېدلو او په ټولنه کي د کامیابه کس په حیث اوسېدلو ته رهنمايي وسي.

اداره یا Management د یوې ادارې هغه نظم او ترتیب ته وايي چي  د کارکوونکو هڅي او زحمتونه په یوه منظم چوکاټ کي سره همغږي سي تر څو د موجوده منابعو او سرچینو په صحیح استعمال سره ټاکلي هدف ته ورسیږي.

د یادوني وړ ده چي په دې خپرونه کي به د اسلام له نظره هم په پوره ډول پر اداري جوړښت رڼا واچول سي.

د خپروني نوم: اداري جوړښت

وخت: هره يکشنبه سهار  ۱۲ بجې- تکرار یې هره جمعه ماخستن ۹:۱۵ (د افغانستان پر وخت)

وياند: استاذ نور احمد قرانمل

د اورېدلو لپاره:
 
په کندهار کي ۸۹،۷ FM د راډيو د لاري
 
د انټرنیټ د لاري: www.taleemulislam-radio.com/live
د موبایل د لاري: دلته

د تعلیم الاسلام راډيو د ټولو خپرونو مهال وېش
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته