تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځو حقوق د اسلام له نظره
 
  July 2, 2015
  0
 
ژباړه: نوید احمد

۱: د رب العزت په اخرني ستر مقدس قانون یعني قران کریم کي یو پوره سورت د ښځو په نامه نومول سوی دئ چي سورة النساء نومیږي.

۲: اولین انسان چي پر افضل الانبیاء رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  يې ایمان راوړی هغه ښځه وه چي حضرت خدیجه رضي الله عنها نومېدل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې په رسالت کي مرسته وکړه.

۳: په اسلام کي اوله شهیده ښځه وه چي حضرت سمیه رضي الله عنها نومېدل او د اسلام په دفاع کي شهیده سوې ده .

۴: د رسول کريم صلی الله علیه وسلم  د مبارک ژوند اخرنی وصیت چي د وفات پر وخت يې امت ته کړی دئ  دا دئ چي د ښځو سره ښه چلند کوئ.

۵: د نجلۍ په پیدایښت سره پلار ته د جنت د ننوتلو موقع په لاس ورځي.

۶: د ښځي په نکاح کولو سره د خاوند نیم دین پوره کیږي.

۷: کله چي مسلمانه ښځه مور سي نو جنت يې تر پښو لاندي دئ .

۸: اسلام د ښځي د فطرت په نظر کي نیولو سره ښځه د کور څخه د باندني کارونو څخه ساتلې ده تر څو د هر ډول خطراتو څخه محفوظه وي او ددې نفقه، خرڅ او اړتیاوي يې د پلار، ورور، خاوند، زوی او بیت المال پر ذمه کړي دي.

۹: نړۍ د هیوادو څخه جوړیږي، هیواد د ښارونو څخه، ښار د کلیو څخه او کلي د کورنو څخه جوړیږي، اسلام د کور نظم او اداره ښځو ته سپارلې ده.
 
۱۰: اسلام تاسو ته د الماس حیثيت درکوي چي باید ډېر زیات حفاظت او ساتنه یې وسي او ستاسو د عزت، عفت، حیثيت او هوسايني لپاره يې د ستر او حجاب قیمتي تحفه درکړې ده.

محترمو خويندو!

پام مو وي چي د کفري نړۍد ناوړه تبلیغاتوڅخه متاثره نسئ ځکه دوی ستاسو دغه عزت او عظمت نسي برداشتولای او خپلي ښځي يې ددغسي عزتمن ژوند څخه بې خبره ساتلي دي! تر څو په اسانۍ سره دوی ښځو ته لاس رسی پیدا کړي.

اسلام زښت زیات امتیازات ښځو ته ورکړي چي دغو ګټو ته په کتو سره نن الحمدلله د کفري نړۍ زیات شمېر ښځي د اسلام دین قبلوي او د کفر د ظلمت څخه اسلام ته پناه وړي. 

 هغه د عزت ستر مقام چي ستاسو خالق جل جلاله تاسو ته درکړی دئ هغه په ډېره مضبوطۍ سره ونیسئ ځکه شیطان او د هغه نمایندګانو ستاسو د خطا ایستلو لپاره رنګیني تلکي ایښي دي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۲ ګڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته