تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له اذانه تر اقامته
 
  March 27, 2014
  0
لیکوال : نثار احمد صمد، کاناډا

موږ او تاسی پوهیږو چی د هر لمانځه پر مهال  لومړی اذان کیږي ، بیا ټوله د لمانځه لپاره ځانونه تیاروي او کله چی  ( د جماعت په لمانځه کي ) پر یوه صف برابر ودریږي اقامة ویل کیږي او د امام لخوا د الله اکبر په ویلو سره لمونځ شروع کیږي . یعني د اذان څخه تر اقامة پوري یو لنډ او محدود وخت وي چي تر نیم ساعت اضافه نه وي . ټول مقتدیان او په عام ډول مسلمانان پوهیږي چي دغه نیم ساعت یا شل دقیقې او یا هم پنځلس دقیقې یا تر هغه لږ موده لمانځه ته د چمتوینې لپاره ده ، یعنی یوه لنډه او ټاکلې موده وي .اوس که موضوع ته ښه ترا ځیر سو ، زموږ او ستاسو عمر هم کټ مټ د همدغه دستورالعمل پر اساس محدود او ټاکلی دی . یعني کله چي یو مسلمان ماشوم وزوکیږی لومړی یې په غوږ کی اذان کیږي او بیا لمونځ ورکول کیږي ! پوښتنه دا ده چي اذان خو صحیح دی ، مګر لمونځ څنګه ورکول کیږي ؟ ځواب دا چي د زوکېدو څخه وروسته یې په یو غوږ کی اذان او په بل کي اقامة ویل کیږي ، خو لمونځ یې ورته معطل وي څو چي تر مړیني وروسته د جنازې په نوم لمونځ ورکول کیږي !

نو آیا دا وقفه او موده هم ټاکلې نه ده ؟ آیا تر زوکړي وروسته د یوې ثانیې څخه نیولې تر یوې پیړۍ پوري باالاخره مرګ راتلونکی نه دی ؟ آیا د هر مسلمان تر مړیني وروسته هغه ته د جنازې لمونځ نه ورکول کیږي ؟ نو آیا د زوکړې د لحظې څخه د مړیني تر شېبې پوري اذان ( په غوږ کي ) ، اقامة ( په ژوند کي ) او لمونځ ( په جنازه کي ) یو محدود وخت نه دی ؟ او ټول ژوند چي په غوږ کی له اذانه راپیل سوی و ، د جنازې په لمانځه سره پای ته نه رسیږي ؟ 
 
پس آیا د جماعت د لمانځه او د جنازې د لمانځه تر منځ یو کُلي او جامع شباهت موجود نه دی او هر مسلمان د همدغسي بهیر په چوکاټ کي تحدید نه وي ؟ نو ستر رب دي د هر مؤمن دغه لنډه او ټاکلې موده سمه کړي چي ضمني یادونه او خبردارﺉ یې هره ورځ پنځه واره ورته تلقین کیږي . خو اراده او فیصله په موږ پوري اړه لري او ځکه نو اوس هم ناوخته نه دی . یعني نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

منبع : د لیکوال اثر : ( اخلاقی کنایې ـ دوهم جلد ) ، ناچاپه .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته