تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) او د یوه مهاجرکیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 9, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حضرت ابوسعید خدري (رضي الله عنه)  فرمايې چي يو مهاجرد خپل حاجت لپاره د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) سره په یوازي والی کي لیدل غوښتل، خو موقع یې نه شوای تر لاسه کولای، نويوه ورځ سهار په داسي حال کي چي جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) پراس سپور و مسجد ته روان ؤ چې دغه سړی مخ ته ورغی، د ده مبارک د اس کیزه یې ټینګه ونیول او عرض یې وکړ چې ودرېږه زما ستا سره یو کار دی.


جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وویل صاحبه !  وخت ډېر تنگ دی لمونځ قضا کیږي، تر لمانځه وروسته به خبري سره کوو، اوس زما د اس کیزه ایله کړه چي زه ولاړ شم، غم مه کوه ستا حاجت به ضرور پوره شي، لیکن هغه سړي د اس کیزه ټینګه نیولې وه ټینګار یې کاوه ویل زه دي نه پرېږدم همدا اوس به زما کار راکوې، جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) هغه په دره و واهه او لمانځه ته ولاړ.


له لمانځه څخه چی فارغه شو، نو یې و فرمایل ماتر لمانځه مخکي یو سړی په دره وواهه، هغه څه شو که چیري دلته حاضر وي ولاړ دي شي، که یې کتل چي هغه صحابي ولاړ شو، جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم)  ورته وفرمایل صاحبه؛ دلته ما ته نژدې راشه، هغه هم نژدې ورته راغی، وروسته ده مبارک ورته وویل دا دره واخله له ما څخه خپله بدله واخله، هغه سړي ورته وویل سبحان الله زه په الله جل جلاله  سره پناه غواړم، زه به د دواړو جهانو سردار څنګه وهم، جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وویل وروره! هيڅ خبره نه ده، ښه بې تکلیف خپله بدله واخله، دا ستا خپل حق دی.


هغه سړي بیا هماغه خبره وکړل چي زه دي نه وهم، بیاجناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په ډېر ټینګار سره ورته وویل : آښه چي په هیڅ صورت بدله نه اخلې، نو معاف مي کړه، هغه عرض و کړ یا رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ما معاف کړی یې تر دې وروسته جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) حاضرینو ته خطاب وکړ او ویې فرمایل ای خلکو د الله جل جلاله  څخه د بېرېږئ، پر هیچا باندي ظلم مه کوئ، که چیري څوک پر يو چا ظلم وکړي، نو د قیامت په ورځ به الله جل جلاله  هغه ته سزا ورکړي او په همدغه ورځ به مظلوم کامیابه وي. 


ماخذ :  افضل الحكايات


 www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته