تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د ماشومانو د اختطاف یا تښتونکي سزا
 
  May 14, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۸۱۷)

نوم: وطن 
                                                         
سوال :  که چيرې دري یاڅلورکسان يوه اوه لس کلنه نجلۍ وتښتوي او دهغي په بدل کي دهغي کورنۍ څخه ډيري پيسي غواړي  بيا هغه دځايي مسولينوله خوا دپنځه لس ورځووروسته پیدا اوخپلي کورنۍ ته تسليم سي دپورته مجرمینولپاره په اسلامي شريعت کومه جزا او سزا ده ؟  

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په دې صورت کي چي بېله تښتولو بل شى نه وي پېښ سوى، مقرر حد نسته بلکه تعزير دى، حکومت چي څه ډول جزا لازم بولي، هغه دى ورکړي،  که څه هم د عامه مصلحت پر بناء د تښتونکي وژل وي.

 او که  زنا هم سوي وي بیا خو د زنا حد په شریعت  کي معلوم دى چي د باچا په امر به يا رجم کیږي، یا به په دورو وهل کیږي. 


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فينبغي أن لا تكون عقوبة التعزير مهلكة، ومن ثم فلا يجوز في التعزير قتل ولا قطع. لكن الكثيرين من الفقهاء أجازوا استثناء هذه القاعدة العامة أن يعاقب بالقتل تعزيراً إذا اقتضت المصلحة العامة تقريرعقوبة القتل، أو كان فساد المجرم لا يزول إلا بقتله، كقتل الجاسوس والداعية إلى البدعة ومعتاد الجرائم الخطيرة. التشريع الجنائى الاسلامي: ج١، ص٥١٥، في العقوبة.

(٢): ويكون التعزير بالقتل رأيت في ( الصارم المسلول) للحافظ ابن تيمية أن من أصول الحنفية أن ما لا قتل فيه عندهم مثل القتل بالمثقل والجماع في غير القبل إذا تكرر فللإمام أن يقتل فاعله ، وكذلك له أن يزيد على الحد المقدر إذا رأى المصلحة في ذلك. الدرمع الرد: ج٣، ص١٩٦. طبع رشيديه.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته